تاندې هیلې

د کډوالو ماشومانو اتله استاده عقیله اصفي


Listen Later

په پاکستان کې یوې افغان اوستاذي عقیله اصفي ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي ار لخوا نینسن ریفیوجي جایزه ورکړل شوه. هغې ته دغه جایزه د کډوالو ماشومانو نجونو لپاره په تعلیمي هڅو ورکړل کیږي.
عقیله په کال ۱۹۹۶ کې په یوې خیمه کې ماشومانو نجونو ته زدکړې ورکول پیل کړې، په دغه وخت له هغې سره ۷۱ ماشومانې جینکۍ وې چې اوس دغه شمېره تر یو زرو اوښتې ده. هغه په ۱۹۹۲ کې پاکستان ته په کډه شوه، او د پنجاب په میانوالي کې کوټ چندانا کیمپ ته سره د خپلې کورنۍ راغله. له دغې وړاندې هغه په کابل او کندهار کې معلمه وه.
عقیله وایي دا غواړي هر افغان ماشوم که هلک وي او که جینۍ سکول ته لاړ شي.
د دې پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده.
...more
View all episodesView all episodes
Download on the App Store

تاندې هیلېBy مشال راډیو