خبرې او سندرې

د ګورنر مهتاب عباسي د استعفا لاملونه او اغېز


Listen Later

د خېبر پښتونخوا ګورنر سردار مهتاب خان عباسي تر استعفا وروسته اوس د نوي ګورنر د ګمارلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
مهتاب عباسي ويلي استعفا يې ځکه ورکړه چې غواړې بېرته سياسي بهير ته لاړشي.
ايا دده د استعفا ورکولو يوازېنی وجه هم داده او که نه نور لاملونه هم کېدای شي.؟
د هغه استعفا به د فاټا پر اصلاحاتو څه اغېز ولري؟
د بحث مېلمانه له خېبره د قامي اسمبلۍ غړی حاجي شاه جي ګل او د پېپلز ګوند يو مشر او د فاټا سياسي اتحاد مشر اخوندزاده چټان دي.
په بحث کې د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حاجي منير اورکزي، له باجوړه د قامي اسمبلۍ غړي حاجي بسم الله خان او د فاټا وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند مرکې هم شاملي دي.
د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
...more
View all episodesView all episodes
Download on the App Store

خبرې او سندرېBy مشال راډیو