د مشال په نوم

د مشال په نوم

By مشال راډیوNews
Download on the App Store

All د مشال په نوم episodes

  • اکبر خان: د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړېدل ښه پرمختګ دی
    په مشال مرکه خپرونه کې مو د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې له مشر اکبر خان سره خبرې کړې دي. نوموړی له تېرو دوو لسيزو راهيسي په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کار کوي. په مرکه کې مو له نوموړي سره په پاکستان کې د لږکیو لپاره د ملي کمېشن جوړولو لپاره د ډېسېمبر په لومړۍ اونۍ کې د منظور شوې قانوني مسودې پر ارزښت بحث کړی دی. بشپړه مرکه واورئ.
    29 min
  • رخشنده سجاد وايي پر چیلېنجونو سربېره یې د خیر ښېګړې کارونو ته دوام ورکړی
    په مشال مرکه خپرونه کې مو دا ځل په پېښور کې له مدني فعالې رخشندې سجاد سره خبرې کړې دي. هغه له تېرو اووه کلونو راهیسې د خیر ښېګړې کارونه کوي. هغه وايي، په روژه کې د پېښور په باچا خان څلورلاره کې بې وزله کسانو ته د روژه ماتي انتظام کوي. هغه وايي، په قبایلي ضلعو کې ناامنۍ د پرمختګ مخه نیسي او هلته د تعلیم کچ هم ټیټ دی. له نوموړې سره بشپړه مرکه واورئ.
    27 min
  • بې له خاورې د سبزیو کښت څومره بریالی دی؟
    په مشال مرکه کې مو دا ځل په سوات کې د زرعي څېړنو ادارې له څېړونکي زکریا باچا سره خبرې کړې دي. نوموړي په وروستیو کې بې له خاورې کارولو د سبزیو د کرښت ازموینه کړې چې په وینا یې، مثبتې نتیجې یې ورکړې دي. دی وايي، په نورو هېوادونو کې د بې موسمه سبزیو او مېوو د کښت ټېکنالوژي شته او دوی هم اوس د دې هڅه کوي. بشپړه خپرونه واورئ.
    28 min
  • د کورمې وضعیت زده کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟
    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې د کورمې له زده کوونکو سره خبرې کړې دي. هغوی وايي، په سیمه کې د خراب وضعیت او لارو بندېدو له وجې له اوږدې مودې راهیسې کورونو ته نه دي تللي او ژوند یې ګران شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې امنیتي ځواکونو په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. په کورمه کې په نومبر کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې تر وسلوال برید وروسته فرقه ییزې نښتې وپارېدې. البته د حکومت په مینځګړتوب د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د سولې پر موافقې سربېره حالات ترینګلي دي او لارې بندې دي. بشپړه خپرونه واورئ.
    28 min
  • پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي هېڅوک د قبایلي ضلعو د ولس غم نه خوري
    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې پخوانی سېنېټر صالح شاه مېلمه دی. نوموړی د وزيرستان دی او هلته پر روانې ناامنۍ اندېښمن دی. د نوموړي په خبره، د قبايلي سيمو په خيبر پښتونخوا کې شاملېدو وروسته تمې وي چې حالات به ښه شي خو د دې برعکس حالات خراب دي. نوموړی زياته کړه چې په سيمه کې جلا، جلا ادارې خپل کارونه کوي او د ولس غم څوک نه خوري. بشپړه مرکه واورئ.
    29 min
  • اصف خان: پر انټرنېټ محدودیتونه پاکستان ډېر زیانمنوي
    دا اونۍ مو په مشال مرکه د انټرنېټي چارو پوه اصف خان مېلمه کړی دی. نوموړی د باجوړ دی او د اروپا په پرتګال کې د معلوماتي ټېکنالوژۍ چارو په شرکت کې کار کوی. خان وايي چې په پاکستان کې پر مجازي شخصي شبکې یا وي پي اېن له محدودیتونو سره د معلوماتي ټېکنالوژۍ څانګه ډېره زیانمنه شوې ده. د نوموړي په خبره، اوسنی دور د ټېکنالوژۍ دی چې پکې پر انټرنېټ بندیز لګول یا محدودول د هېواد په ګټه نه تمامېږي. بشپړه مرکه واورئ.
    28 min
  • ارش خان وايي د ډانلډ ټرمپ ولسمشر کېدل به پر سيمه زياتې اغېزې ولري
    دا اونۍ مو په "مشال مرکه" کې څېړونکی ارش الله خان مېلمه کړی دی. نوموړی په اسلام اباد کې په يوه څېړنيزه اداره کې د مدير او څېړونکي په توګه کار کوي. هغه په نړيوالو رسنيو کې مقالې هم خپرې کړې دي. ارش خان وايي په امريکا کې تر اوسنيو انتخاباتو وروسته د ډانلد ټرمپ د ولسمشر په توګه منتخب کېدل به پر سيمه زيات اثرات ولري. خو د ده په خبره د ټرمپ ادارې لپاره له پاکستان سره د بحث مهم موضوعات ترهګري او په افغانستان کې د طالبانو واکمني ده. نوموړي زیاته کړه، پاکستان ته پکار ده چې امريکا سره د بې باورۍ ماحول ختم کړي او د باور جوړونې لپاره کار وکړي. بشپړه مرکه واورئ.
    29 min
  • منصور مسيد وايي په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ خپل وجوهات دي
    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې څېړنکار منصور خان مسيد مېلمه دی. نوموړی په اسلام اباد کې د فاټا ريسرچ سېنټر په نامه د څېړنيزې ادارې بنسټګر دی. د یادې ادارې بنسټ په ۲۰۱۹م کال کې اېښودل شوی وو او د منصور خان مسید په وینا موخه یې دا وه چې نړیوالو ته د هغه ځای د خلکو (قبایلو) مثبت تصویر وړاندې کړل شي.
    د نوموړي په وینا، په قبايلي ضلعو کې د ناامنۍ ترشا وجوهات يوه سابقه لري.
    هغه زیاته کړه چې پښتانه بايد د سياسي نعرو پرځای د خپلو ګټو او زیانونو په اړه فکر وکړي.
    بشپړه مرکه واورئ.
    28 min
  • حنيف الرحمان وايي له کمپيوټر او موبايل سره به په پښتو کې خبري کول ممکن شي
    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې سافټوېير انجینر حنیف الرحمان مېلمه کړی دی. نوموړی د دیر دی او د لندن له اکسفورډ پوهنتون څخه يې په کمپيوټر انجینرنګ کې لوړي زدکړې کړې دي. حنيف له تېرو دوو کلونو راهيسي پر هغه سافټوېير کار کوي چې پښتانه د دې جوګه کړي چې له کمپیوټر یا موبایل ټېلېفون سره په پښتو ژبه خبرې وکړي. حنيف الرحمان وايي په راتلونکې دور کې مصنوعي ځيرکتيا ډېر مهم رول لري نو ځکه په پښتو کې دا ډول سافټوېير ته اړتيا شته او پر دې پروژي يې کار روان دی. که څه هم نوموړي د سافټوېير نوم پټ ساتلی خو د نړۍ په هر ګوټ کې مېشتو پښتنو ته يې خواست کړی چې په دې پروژه کې ورسره همکاري وکړي. بشپړه مرکه واورئ.
    28 min
  • ډاکټر عرفان اشرف: پښتون قامي جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده
    دا اونۍ مو په مشال مرکه کې د پېښور پوهنتون د خبریالۍ یا ژورنالېزم څانګې استاد ډاکتر عرفان اشرف مېلمه کړی او ورسره مو د پښتون ژغورنې غوځنګ (پي ټي اېم) په کوربه توب د پښتنو قامي جرګې پر پرېکړو تفصیلي خبرې کړې دي. د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین د اکتوبر پر ۱۳مه د "پښتنو قامي عدالت" په نوم د جرګې په پای کې ۲۲ نکاتي اعلامیه اعلان کړه چې تر ډېره د پښتنو سیمو پر امنیت او د وسایلو پر واک متمرکزه وه. ډاکتر عرفان اشرف وايي، هغه پرېکړې د ټول پښتون ولس دي او مقتدرې حلقې به اوس پر دې خبره پوه شي. دی وايي، جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښوده. بشپړه مرکه واورئ.
    28 min