Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.... more
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 826 episodes available.
April 05, 2023په روژه کې ولې د ښځو ستونزې "زیاتې" شي؟د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو پر دې بحث کړی چې روژه د زغم میاشت ده خو ولې پر ښځو د تشدد پېښې مخې ته پکې راځي؟ د دې ترڅنګ دا به هم واورئ چې پر ښځو د کورني تشدد زیاتره پېښې ولې نه ثبتېږي او ښځې د خپلو حقونو په اړه څومره پوهاوی لري....more28minPlay
March 08, 2023د ښځو نړيواله ورځ : ښځې روغتيا او زدکړو ته څومره لاسرسی لري؟د مشال راډيو "ناویلې خبرې" پاډکاسټ مو دا ځل د ښځو نړيوالې ورځې ته ځانګړی کړی دی چې نن (مارچ پر ۸مه) لمانځل کېږي. په دې کې به واورئ چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې ښځې له کومو ستونزو سره مخامخ دي او دوی ولې د زده کړو او روغتيا له اسانتیاوو څخه بې برخې دي.؟...more45minPlay
February 09, 2023د ناموسي وژنو مخنیوی تر اوسه ولې نه دی ممکن شوی؟د مشال راډیو په نا ویلې خبرې پاډاکاسټ کې مو دا ځل پر ناموسي وژنو بحث کړی دی. په خپرونه کې اورئ چې ایا د ناموس په نوم د ښځو وژنه د کورنۍ پت او عزت خوندي کوي او که څنګه؟ له دې پرته به دا واورئ چې په ټولنه کې د ناموسي وژنو مخه تر اوسه ولې نه ده نیول شوې؟ په خپرونه کې د بشري حقونو فعال عرفان حسین بابک، وکیله ثنا ګلزار، د ټولنیزو شبکو چارو پوه اسد جان او د ښځو د حقونو مبارزه نوشین فاطمه مېلمانه دي....more59minPlay
December 14, 2022له قبایلي ضلعو سره شوې ژمنې څومره عملي شوې دي؟د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې اووه قبایلي ضلعې او شپږ نیمه قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې کړې. حکومت هغه مهال ویلي ول چې د قبایلي ضلعو د پرمختیا لپاره به اربونه روپۍ لګوي. خو په صوبايي اسمبلۍ کې د هغو ضلعو یوشمېر استازي وايي، ورسره ژمنې نه دي پوره شوې. حکومتي استازي وايي، د پرمختیايي او نورو چارو نه ترسره کېدو لامل د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) د پیسو وېش پر سر د صوبو ترمینځ اختلافات دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
December 07, 2022افغانستان کې د ټي ټي پي شتون د طالبانو د حکومت او اسلام اباد پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ځينې داسې مسلې شته چې د اسلام اباد او کابل اړيکې يې له چیلېنج سره مخامخ کړې دي. په دې کې یوه هم په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون دی. پر دې موضوع د مشال تر رڼا لاندې خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more24minPlay
December 02, 2022د واده پرمهال له نجلۍ د کور د ټولو کارونو کولو تمه ولې ساتل کېږي؟د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "ناویلې خبرې" کې دا ځل پر دې بحث شوی چې د هلک او نجلۍ ترمينځ د واده پر مهال دا تمه ولې ساتل کېږي چې له واده وروسته به د کور ټول کارونه نجلۍ کوي. د دې د واده پر مهال زيات جهېز يا ولور، صورت او د کورنۍ مالي حالت ته هم کتل کېږي. دا چې په پښتني ټولنه کې دا ډول فکرونه ولې موجود دي او د دې د نجلۍ او هلک پر ژوند څه اغېز وي؟ خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more40minPlay
November 30, 2022د حکومت او طالبانو ترمینځ له مذاکراتو څخه کومې غاړې زیاته ګټه واخيسته؟تر هغې دوه ورځې وروسته چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په هغه هېواد کې د حملو اعلان وکړ، د نومبر پر ۳۰مه په کوټه کې د پوليسو پر موټر بريد وشو چې پکې دوه پوليسان او يو ولسي وګړی ووژل شو او تر ۲۰ زیات ټپیان شول. د حملې ذمه واري ټي ټي پي منلې ده. د طالبانو د بريدونو اعلان د پاکستان مطبوعات د هغه دوه اړخیزه اوربند د ماتېدو په معنا اخیستی چې په جون مياشت کې تر نامعلومې مودې پورې غځېدلی وو. پر دې موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more25minPlay
November 23, 2022د پاکستان سياست ولې د پوځ د نوي مشر ټاکنې شاوخوا څرخي؟په پاکستان کې د پوځ د نوي مشر ټاکلو ورځو له رانېږدې کېدو سره سم د هغه هېواد سیاسي فضا لا تودېږي. ټاکل شوې چې د نومبر پر ۲۹مه د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده پای ته ورسي خو د قانون له مخې، تر دې مخکې یې باید ځایناستی وټاکل شي. پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د سیاست او رسنیو پوښښ ولې د دې موضوع شاوخوا څرخي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې اورېدای شئ....more28minPlay
November 16, 2022تحريک طالبان پاکستان ولې پر اوربند سربېره بريدونو ته دوام ورکړی؟د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې د نومبر پر ۱۶مه په يوه وسلوال بريد کې شپږ پوليسان وژل شوي دي. د دې حملې ذمه واري ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په داسې حال کې منلې چې له دې ډلې سره د حکومت د اوربند تړون لاهم پر ځای دی. دا چې پر اوربند سربېره پاکستانيو طالبانو ولې بريدونو ته دوام ورکړی دی؟ د مشال تر رڼا لاندې اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی چې د غږ په ځای کې یې اورېدلای شئ....more28minPlay
November 09, 2022قبايلی ضلعو کې د ښځو احتجاج څنګه رجحان دی؟د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د نومبر پر اتمه نېټه جينکو د خپلو تعلیمي حقونو لپاره مظاهره کړې وه. ځايي خلک دا په دې سيمه کې یو تاریخی احتجاج ځکه بولي چې په وينا يې ښځو په لومړي ځل مظاهره کړې ده. په قبايلی ضلعو کې وخت پر وخت دغسې مظاهرې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د ښځو او جينکو د خپلو حقونو لپاره سړکونو او لارو کوڅو ته راوتل يو څنګه رجحان دی؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ...more28minPlay
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 826 episodes available.