Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
"ژوند په امریکا کې" خپرونه کې تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو... more
FAQs about ژوند په امریکا کې - Voice of America:How many episodes does ژوند په امریکا کې - Voice of America have?The podcast currently has 159 episodes available.
August 16, 2024د جمهوریت له نسکوریدو وروسته د یوې افغانې متشبثې برخلیک - ژوند په امریکا کې - زمری ۲۶, ۱۴۰۳د جمهوریت تر سقوط وروسته، ډېری افغان پانګوال اړ شول چې خپل وطن پرېږدي. دا اونۍ د ژوند په امریکا کې په خپرونه کې له یوې داسې مېرمنې سره خبرې کوو چې په افغانستان کې یې یوه تولیدي فابریکه او د بیا کارونې شرکت درلود، او لا هم دا هیله لري چې خپل وطن ته ستنه شي او هلته خپلې چارې بېرته پیل کړي....more29minPlay
August 09, 2024د کوچني کاروبار پیلولو څرنګوالی - ژوند په امریکا کې - زمری ۱۹, ۱۴۰۳د ژوند په امریکا کې خپرونه کې د افغان متشبث هارون غیاثي سره خبرې شوي چې په امریکا کې ژوند کوي او د کمپیوټرونو د پلورلو مغازه لري. ښاغلي غياثي امريکا ته له راتلو او د سوداګرۍ په برخه کې له زده کړې وروسته توانېدلی چې کوچنۍ سوداګري پیل کړي....more29minPlay
August 02, 2024ژوند په امریکا کې - زمری ۱۲, ۱۴۰۳ژوند په امریکا کې خپرونه تاسې په متحده ایالاتو کې، چې د مختلفو فرهنګونو او ارزښتونو کور بلل کېږي، د مهاجرینو د فرصتونو، ننګونو، نژادي او فرهنګي تنوع، د ژوند د بڼو او د هغوی د ارمانونو د پوره کیدو سره اشنا کوي. دغه خپرونه هره جمعه ماښام په ۶:۰۰ بجو د امریکاغږ پر سپوږمکۍ او ډیجیټلي پاڼو خپریږي....more29minPlay
July 26, 2024د اسونو د ځغلولو سیالۍ - ژوند په امریکا کې - زمری ۰۵, ۱۴۰۳د اسونو ځغلول په امریکا کې د ډیرو محبوبو او پخوانیو لوبو څخه ده چې په کې نه یوازې د اس قدرت او چتکتیا مهمه ده، بلکې د اس ځغلوونکي تکړه توب هم خورا اړین بلل کېږي. دا اونۍ د ژوند په امریکا کې خپرونه مو د اسونو د ځغلولو له سیالیو سره اشنا کوي....more29minPlay
July 19, 2024د یو افغان ډاکټر د ژوند لوړې او ژورې - ژوند په امریکا کې - چنګاښ ۲۹, ۱۴۰۳د ژوند په امریکا کې ددې اونۍ په خپرونه کې مو له افغان ډاکټر، شاعر او لیکوال ګل حنان هوتک سره مرکه کړې ده. ښاغلی هوتک چې د ظاهر شاه په وخت کې یې د طب زده کړې کړي او له چاپي مطبوعاتو سره یې همکاري لرله، د خپل ژوند د لوړو او ژورو په اړه له موږ سره خبرې کړې دي....more29minPlay
July 12, 2024د یوې افغانې کورنۍ د رستوران کاروبار - ژوند په امریکا کې - چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۳دا اونۍ د ژوند په امریکا کې خپرونه کې، له یوې افغانې کورنۍ سره اشنا کیږو چې د ټکساس ایالت په ډالاس ښار کې یو مشهوره رستوران لري. په دغه رستوران کې دودیز افغاني خواړه چمتو کېږي او ډیر مینه وال لري....more29minPlay
July 05, 2024د ټکر شویو موټرو او پرزو تجارت - ژوند په امریکا کې - چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۳ژوند په امریکا کې خپرونه کې، د ټکساس ایالت په ډالاس ښار کې له یو افغان سره خبرې شوي چې له ډېرو کلونو راهیسې د ټکر شویو موټرونو او پرزو په تجارت بوخت دی. اسحاق سید د خپل تجارت او کار په اړه معلومات ورکوي....more29minPlay
June 28, 2024د سینګارتونونو کاروبار - ژوند په امریکا کې - چنګاښ ۰۸, ۱۴۰۳په دې اوونۍ کې د "ژوند په امریکا کې" په خپرونه کې له یوې افغانې مېرمنې سره آشنا کېږو چې د سینګار په برخه کې د څو کلونو هڅو او زده کړو وروسته اوس خپل سینګارتون یا ارایشګاه لري. په دې پروګرام کې د دې افغانې مېرمنې ژوند او کار ته کتنه شوې ده....more29minPlay
June 21, 2024مسلکي زده کړې او کار - ژوند په امریکا کې - چنګاښ ۰۱, ۱۴۰۳تواب ستانکزی شاوخوا دوه کاله کېږي چې امریکا ته راغلی او پدې موده کې توانېدلی چې یو نوی مسلک زده کړي او د امریکا په یو معتبر مخابراتي شرکت کې کار وکړي. د ژوند په امریکا کې په دې خپرونه کې له ستانکزی سره د هغه د زده کړې او کاري تجربو په اړه خبرې شوي....more29minPlay
June 14, 2024د افغان نامتو سندرغاړي احمد ظاهر یادونه - ژوند په امریکا کې - غبرګولی ۲۵, ۱۴۰۳دا اونۍ د ژوند په امریکا کې خپرونه کې د اریانا موزیک سټډیو چلوونکي ولي اشپاري سره د احمد ظاهر د یادونو او مشهورو سندرو په اړه خبرې شوي دي....more29minPlay
FAQs about ژوند په امریکا کې - Voice of America:How many episodes does ژوند په امریکا کې - Voice of America have?The podcast currently has 159 episodes available.