Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 756 episodes available.
July 01, 2020د عمران خان حکومت: کارکردګي او چېلنجونهد مشال تر رڼا لاندې بحث کې جاج اخيستل شوی چې د عمران خان حکومت او تحريک انصاف کارکردګي څه ده او له کومو چېلنجونو سره مخامخ دي.؟ مېلمانه د تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی ارباب شير علي او په اسلام اباد کې خبريال او څېړونکی حسن خان دي....more30minPlay
June 24, 2020د پاکستان او هند ترېنګلو سفارتي اړيکو يايلې؟د پاکستان او هند تر منځ سفارتي اړيکي له هغه وروسته زياتې ترېنګلې شوې چې نوي ډلي پر اسلام اباد ږغ وکړ چې په راتلونکې يوه اوونۍ کې دې په هند کې د خپل سفارت د غړو شمېر ۵۰ فيصده کم کړي. د هند خارجه چارو وزارت د جون پر ۲۳مه نېټه بيان کې تور ولګاوه چې د پاکستان د سفارتي عملې غړي جاسوسي کوي او له ترهګرو سره يې لاس دی. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې دا تورونه رد کړل او هند ته يې وویل چې هغه دې هم په راتلونکې يوه اوونۍ کې په اسلام اباد کې د خپلې سفارتي عملې د غړو شمېر ۵۰ فيصده کم کړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې ګام پر سياسي او سفارتي ارزښت او ممکنه نتيجو د پاکستان له پخواني سفارتکار رستم شاه مومند او په اسلام اباد کې د سفارتي چارو خبريال شايق خان سره خبرې شوې دي....more25minPlay
June 10, 2020کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر او په افغان سوله کې ممکنه خنډونهد پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د جون پر نهمه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وليدل. د پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي چې په ملاقات کې پر خپلمینځيو اړیکو، د سیمې پر امنیت، د افغانستان سولې پر بهیر او د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې شوې دي. تر دې وړاندې د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اسلام اباد کې له جنرال قمر جاويد باجوه او د جون پر اتمه يې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي ول. دا ټول ملاقاتونه د افغان سولې عمل شاوخوا راګرځي. امريکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه د سولې تړون لاسليک کړی وو چې پکې د بنديانو خوشې کول او بين الافغاني مذاکرات هم شامل ول. خو د تړون پر دې مادو عمل له لوړو ژورو سره مخامخ دي. “د مشال تر رڼا لاندې” بحث کې مو د افغان سولې په عمل کې د شته خنډونو د ليرې کولو لپاره د روانو هلو ځلو پايلې او د پاکستان رول څېړلی دی....more31minPlay
June 03, 2020د کورونا له لاسه په خلیج کې د ګېر پښتنو ستونزهد کورونا وايرس د خپرېدو مخنيوي لپاره زياتره هېوادونو ټولبند اعلان کړی چې ورسره هوايي ډګرونه هم بند شول. د هوايي ډګرونو د تړل کېدو له کبله په عربو هېوادونو کې مېشت په زرګونو پښتانه اېسار دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې پښتنو د ستونزو او بېرته تګ کې د خنډونو په اړه خبرې شوې دي. کوربه عبدالحی کاکړ...more33minPlay
May 26, 2020د کورونا وبا پر وړاندې په اروپا او پاکستان کې د حکومتونو او ولسونو چلندکورونا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې د پاکستان حکومت او ولس غبرګون د اروپايي هېوادونو له حکومتي او ولسي غبرګون سره څومره او څنګه فرق لري؟ په اوونيز خپرونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر هم دې خبرې شوې دي. راځئ ورته غوږ شو....more31minPlay
May 20, 2020د کورونا وبا ضد واکسین جوړړل به څومره وخت واخلي؟کورونا وبا د ناروغانو شمېر په زیاتېدو دی. د نړۍ زياتره هېوادونو د وايرس خپرېدو د مخنيوۍ لپاره احتیاطي تدبيرونه خپل کړي دي. د نړۍ بېلا بېل هېوادونه هلې ځلې کوي چې د وايرس د مخنيوي واکسين جوړ کړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د واکسين د جوړېدو په مختلفو اړخونو رڼا اچول شوې ده. کوربه عبدالحی کاکړ...more33minPlay
May 13, 2020پښتنې فعالانې له ډيجېټل ټېکنالوجۍ څنګه سیاسي ګټه اخېستلائ شي؟د مې پر نهمه نېټه پښتنو ښځو په نړيواله کچه د ويډيو له لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ عارف وزير د وژنې پر ضد ويډيو کانفرنس کړی وو. دا لومړۍ ځل وو چې پښتنې د ويډيو کانفرنس له لارې سره په تماس کې شوې. هم دې ته په کتو سره په اوونيزه خپرونه د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره شوې ده چې پښتنې ښځې څنګه کولای شي د ټېګنالوجۍ له لارې د خپلو سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او تعليمي حقونو لپاره غږ پورته کړي.؟ دا پوښتنې په کانفرنس کې برخه اخيستونکيو فعالانو ګلالۍ اسماعيل، ثنا اعجاز او سايره نورزۍ سره څېړل شوې دي....more30minPlay
April 28, 2020په شمالي وزيرستان کې زياتېدونکې نا امني او لاملونه؟په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د پوځ اود مشکوکو وسله والو ترمنځ د نښتو پېښې زیاتې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې وار له مخه په دې سيمه کې د ضرب عضب پوځي عملياتو وروسته هدفي وژنې پیل شوې وې چې پرضد يې ځايي خلکو احتجاجونه هم کړي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د شمالي وزيرستان د امنيت جاج اخيستل شوی دی....more31minPlay
March 11, 2020د عوامې نېشنل ګوند جرګې غوښتنې به څنګه عملي کېږي؟د مارچ پر ۱۰مه نېټه په پېښور کې عوامي نېشنل ګوند د پښتون قامي جرګې په نوم ګڼ شمېر پښتانه سياسي مشران، مخور، ليکولان، خبريالان او پوهان راغونډ کړي ول. تر اوږده بحث وروسته د جرګې ګډونوال په ۲۱ غوښتنو سره سلا شول. ايا دا به عملي شي او په مخکې به يې ممکنه خنډونه څه وي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند پارلېمانې مشر سرادار حسين بابک او په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر سرفراز خان سره څېړل شوې دي....more25minPlay
March 04, 2020د افغانستان د سولې په بهیر کې پاکستان رول"د مشال تر ړنا لاندې" بحث کې مو د امريکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې هوکړې موضوع څېړلې ده. د سولې په بهير کې پاکستان څه رول لوبولای دی؟ په پروګرام کې مو د افغان چارو له پوهانو سره بحث کړی دی. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 756 episodes available.