Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
په سهارنۍ کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې او تبصرې اورېدای شی . د خپرونې تر نیمايي وروسته یوه ځانګړې خپرونه خپرېږي.... more
FAQs about سهارنۍ خپرونه:How many episodes does سهارنۍ خپرونه have?The podcast currently has 912 episodes available.
October 13, 2022پاکستان کې پر ښځو د تشدد پېښې ولې زیاتېږي؟په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، په هغه هېواد کې هر کال پر ښځو د تشدد بېلابېلې پېښې په زیاتېدو دي او پکې د وژل شویو ښځو شمېر هم لوړېږي. دوی وايي، حکومت باید د حقونو او د ښځو د ساتنې قوانین عملي کړي. موږ د "نا ویلې خبرې" خپرونې دویم ټوک همدې موضوع ته ځانګړی کړی او پکې مو په کورني تشدد، د خوښې واده او نورو معاملو کې د ښځو وژنو ته کتنه کړې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more30minPlay
August 23, 2022د زامنو په زېږون خوشالي او د نجونو پر پیدا کېدو خپګان ولې؟د مشال راډیو د ځانګړي پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" په لومړۍ برخه کې پر دې غږېدلي یو چې په پښتني ټولنه کې اکثر د لوڼو پرتله د زامنو زېږون ته ولې ارزښت ورکول کېږي او د نجلۍ پیدایښت ولې د ځینو خلکو د خپګان لامل کېږي؟ له دې پرته دا هم اورئ چې د پوهاوي او تعلیم باوجود خلک ولې تر اوسه زامن د خپلې کورنۍ راتلونکې لپاره مهم بولي او لوڼو ته حقونه نه ورکوي. په خپرونه کې د پېښور یوه اوسېدونکې شاه سلطانه، د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر، تاریخپوه نورالامین یوسفزی او د ښځو د ناروغیو متخصصه ډاکتره شهلا مندوخېل مېلمانه دي. خپرونه په لېنک کې واورئ....more29minPlay
FAQs about سهارنۍ خپرونه:How many episodes does سهارنۍ خپرونه have?The podcast currently has 912 episodes available.