مرکې، شننې، تبصرې

ساجد حسين توری: کورمه کې اوربند شوی او د سرغړونکو ضد به اقدام کېږي


Listen Later

د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعه کورمه کې د مختلفو قبيلو ترمينځ د ځمکې د ملکيت پر سر شخړه کې د نهه کسانو تر وژل کېدو وروسته، هلته اوس عارضي ډز بندي شوې ده. د بهر مېشتو پاکستانيانو د چارو وفاقي وزیر ساجد حسین توري د جولای پر ۱۱مه نېټه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند د سرغړونکو ضد به اقدام کوي. د روان ۲۰۲۳ز کال د مې له څلورمې راهیسې د توریو او منګلو ترمینځ د ځمکو د ملکيت پر سر تاوتریخوالی روان دی چې اوس يې فرقه ییزه بڼه اخیستې ده. د کورمې د کړکېچنو حالاتو په اړه د مشال راډیو خبریال مجید بابر له ساجد توري سره مرکه کړې او لومړی يې ورڅخه پوښتلي چې هلته اوس وضعيت څنګه دی؟
...more
View all episodesView all episodes
Download on the App Store

مرکې، شننې، تبصرېBy مشال راډیو