مرکې، شننې، تبصرې

وزیراعظم د پوځ او عدلیې بدنامولو ضد قانوني مسودې ته د بیاکتنې کمېټي جوړه کړې


Listen Later

د پاکستان وزیراعظم د پوځ او عدلیې د بدنامولو جنايي قانون مسودې ته د بیاکتنې لپاره د وفاقي کابینې په غړو مشتمله کمېټي جوړه کړې ده. د وزیراعظم دفتر د فبرورۍ پر اوومه په بیان کې ویلي دي چې د کورنیو چارو وزارت د کابینې غونډې ته د ۲۰۲۳ز کال د جنايي قوانینو ترمیمي مسوده وړاندې کړه چې پکې د پوځ او عدلیې شهرت ته په تاوان رسولو کې ککړو کسانو ته د پینځو کلونو د بند سزا وړاندیز شوی دی. د هغه ترمیمي بل په اړه په پاکستان کې وار له مخه بحثونه روان ول او د بشري حقونو فعالانو او ادارو ورباندې نیوکې کولې. د کابینې په غونډه کې یوشمېر وزیرانو حنا رباني کر، نوید قمر، شیري رحمان او خواجه سعد رفیق د بدلونونو مخالفت وکړ چې تر هغې وروسته وزیراعظم شهباز شریف د بیاکتنې کمېټي جوړه کړه چې پکې د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله او د قانوني چارو وزیر اعظم نذیر تارړ په ګډون د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ پر وفاقي اېتلافي حکومت د ورګډو ګوندونو استازي شامل دي. پر دې موضوع تفصیل او شننه په غږیز رپورټ کې.
...more
View all episodesView all episodes
Download on the App Store

مرکې، شننې، تبصرېBy مشال راډیو