د متحدو ایالتونو د کانګرس د استازو مجلس په دغه هیواد کې وسله والو بریدونو ته په ځواب کې د وسلو د کنټرول لپاره د حکومت یو وړاندیز تصویب کړ. خو داسې نښکاري چې دا سند په سنا مجلس کې د تائید رایه ترلاسه کړي. د یوه موضوع څو زاویې پدې خپرونه کې په امریکا کې وروستیو وسله والو بریدونو او د وسلو درلودلو د قوانینو په اړه د دې هېواد د دوه ستر سیاسي ګوندونو دریځونو ته کتنه لرو.