Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته بیاکتنه کیږي او د افغانستان د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کیږي. دا نیم ساعته خپ... more
FAQs about ۳۰ دقیقې - Voice of America:How many episodes does ۳۰ دقیقې - Voice of America have?The podcast currently has 188 episodes available.
January 17, 2025افغانستان او د امریکا د نوي حکومت لومړیتوبونه - ۳۰ دقیقې - مرغومی ۲۸, ۱۴۰۳د ولسمشر جوبایډن کاري دورې پای ته رسېدو وروسته به د افغانستان په وړاندې د امریکا د نوي حکومت ستراتیژیک لومړیتوبونه څه وي؟ د دېرش دقیقو په خپرونه کې د ترهګرۍ پروړاندې مبارزې، بشري مرستو او د سېمې هیوادونو سره د امریکا د نوي حکومت پر اړیکو بحث کیږي....more29minPlay
January 10, 2025افغانستان ته د امریکا د مرستو د احتمالي بندیدو عواقب - ۳۰ دقیقې - مرغومی ۲۱, ۱۴۰۳د ۳۰ دقیقو په خپرونه کې د افغانستان دپاره د امریکا د مرستو د احتمالي بندیدو په عواقبو بحث شوی. تر څنګ یې د کونړ ولایت په سرکاڼو او دانګام ولسوالیو باندې د پاکستان له خوا د لسګونو راکټونو د ویشتلو او په پاکستان کې د بد امنۍ په اړه د سیاسي شنونکو نظر اخیستل شوی....more29minPlay
January 03, 2025د افغانستان او پاکستان اړیکې - ۳۰ دقیقې - مرغومی ۱۴, ۱۴۰۳د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان او پاکستان اړیکي، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ښځو عمده ستونزې او پر وړاندې یې د طالبانو محدودیتونه، او د افغانستان، سیمې او نړۍ نور مهم خبرونه د دیرش دقیقې په خپرونه کې وګورئ....more29minPlay
December 27, 2024د افغانستان پر خاوره د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګونونه - ۳۰ دقیقې - مرغومی ۰۷, ۱۴۰۳پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان په سرحدي سیمو کې د "پاکستاني اتباعو امنیت ته د ګواښ" د خنثا کولو په خاطر د "ترهګرو" پر ضد یې بریدونه کړې دي. طالبانو ګواښ کړی چې دا بریدونه بې ځوابه نه پریږدي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې د پاکستان د هوايي بریدونو د موضوع سربېره د افغانستان په لېرو پرتو سېمو او ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو پر نشتوالي هم بحث شوی دی....more29minPlay
December 20, 2024د هیئت تحریر الشام او طالبانو شباهتونه - ۳۰ دقیقې - لیندۍ ۳۰, ۱۴۰۳د هیئت تحریر الشام ډلي مشر احمد الشرع ویلي، نه غواړي په سوریه کې د طالبانو په څېر حکومت جوړ کړي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې د منځني ختیځ د وضعیت ترڅنګ په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه هم بحث کتلای شئ....more29minPlay
December 13, 2024د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه - ۳۰ دقیقې - لیندۍ ۲۳, ۱۴۰۳ملګري ملتونه وايي افغانستان د بشري کړکیچ له پلوه په نړۍ کې تر سوډان وروسته دویم هیواد دی. د دېرش دقیقو په خپرونه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې، له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د استماعیه غونډې او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه بحث کتلای شئ....more29minPlay
December 06, 2024له طبي زده کړه د افغانو نجونو منع کېدو ته غبرګونونه - ۳۰ دقیقې - لیندۍ ۱۶, ۱۴۰۳ملګرو ملتونو او ګڼو نړیوالو سازمانونو او افغانانو په افغانستان کې د طالبانو لخوا د طبي زده کړو په انسټیټوټونو کې د نجونو د زده کړو بندیز غندلی دی. د دېرش دقیقو په خپرونه کې ددې موضوع سربېره د ایران او طالبانو پر اړیکو بحث کتلای شئ....more29minPlay
November 29, 2024د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو دریځ - ۳۰ دقیقې - لیندۍ ۰۹, ۱۴۰۳د افغانستان په اړه د روسیې د ولسمشر تازه څرګندونې، د افغان مېرمنو سره د طالبانو د سخت چلند په اړه د نړیوالو سازمانونو اندېښنې، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د ۳۰ دقیقو په خپرونه کې وګورئ....more29minPlay
November 22, 2024د افغانستان په درسي نصاب کې د طالبانو بدلونونه - ۳۰ دقیقې - لیندۍ ۰۲, ۱۴۰۳د رواداري په نوم د بشري حقونو بنسټ وایي چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د خپلې ایډیولوژۍ پر اساس د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي نصاب کې اساسي بدلونونه راوستي دي. د دېرش دقیقو په خپرونه کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه هم بحث کتلای شئ....more29minPlay
November 15, 2024د اقلیم په اړه نړیواله کلنۍ غونډه - ۳۰ دقیقې - لړم ۲۵, ۱۴۰۳د نړۍ د اقلیم په اړه د "کوپ۲۹" په نوم کلنۍ غونډه د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوې ده. د دېرش دقیقو په خپرونه کې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون او په نړیواله کچه د هوا ککړیدو په اړه بحث کتلای شئ. د خپرونې په دویمه برخه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بحث شوی دی....more29minPlay
FAQs about ۳۰ دقیقې - Voice of America:How many episodes does ۳۰ دقیقې - Voice of America have?The podcast currently has 188 episodes available.