Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 844 episodes available.
February 13, 2020د پښتو زياتره نوې سندرې لنډعمرې وي: پردېسيد "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې مېلمه مو سندرغاړی انتظار علي پردېسي دی. دی د خيبر پښتونخوا د نوښار او د نوميالي موسيقار او تبله غږوونکي ارواښاد فضل ربي پردېسي زوی دی. پردېسي وايي، ماشوم وو چې له خپل پلار سره به سټوډيو ته تللو او د وخت نوميالي سندرغاړي ګلنار بېګم، کشور سلطان، معشوق سلطان او خيال محمد يې له نېږدې ليدلي او اورېدلي دي. پردېسي له سندرې ويلو سره سره پښتو فلمونو ته موسيقي هم جوړوي. د ده خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more34minPlay
February 06, 2020افغانانو کې مې مينه وال ډېر دي: ريیس باچاد "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې د دې اوونۍ مېلمه مو سندرغاړی ريیس باچا دی. دی وايي،له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې د پښتو موسيقۍ په ميدان کې فعاله دی او تر دې دمه يې شاوخوا ۳،۰۰۰ سندرې ويلې دي. باچا وايي، افغانان يې پر سندرو مين دي او کابل او جلال اباد ته یې خلک د ودونو پروګرامونو ته ورغواړي. د نوموړي دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
January 30, 2020پښتونخوا د موسیقۍ ثبت د زده کړو مسلکي ځایونه نه لري: یمي خاند دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د پېښور يو ځوان هنرمند، د سندرو جوړوونکی او ثبتوونکی يمي خان دی. دی سندرې هم وايي او تازه یې خپلې نوې ټپې يې خپرې کړې دي. يمي خان هم په پېښور کې د "يمي سټوډيو" په نوم د سندرو د ثبت يو ځای لري، چې پکې يې تقريباً ټولو نومياليو سندرغاړو ته سندرې جوړې کړې دي. نوموړی په خواشينۍ وايي چې د پښتونخوا ځوانانو لپاره د اډيو رېکارډنګ د مسلکي زده کړو اسانتياوې نشته. د يمي خان دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more37minPlay
January 23, 2020خلک مې د سندرو صوفيانه رنګ خوښوي: علي بابا خانعلي بابا خان د پېښور يو ځوان او تعليم يافته سندرغاړی دی. دی وايي، په ۲۰۱۵ز کال کې يې د غني خان يو شعر ووايه او ولس د يوه سندرغاړي په توګه ومانه....more45minPlay
January 16, 2020د مشال راډيو د هنري خپرونو په اړه د سندرغاړو نظرونهد مشال راډيو د ۱۰مې کليزې په مناسبت مو د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې د سيمې له پېژندلو سندرغاړو، بختيار خټک، کرن خان او اسخاق حان سره خبرې کړې دي. دوی د پښتني هنر، په تېره د موسيقۍ د خپراوي او ودې چارو لپاره راډيويي خپرونې ارزښتناکې وبللې. بختيار خټک وويل، پښتانه نه يوازې موسيقي خوښوي بلکې سندرغاړو ته احترام هم لري. کرن خان په دې اند وو چې د کليوالو هنرمندانو لپاره ځانګړې راډيويي خپرونې بايد جوړې شي. اسحاق خان د سيمې له هنرمندانو سره د خپلو ويډيويي مرکو په اړه معلومات ورکړل چې د مشال راډيو پر ووبپاڼه او فېسبوک خپرېږي. د سندرغاړو دا خبرې او سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more40minPlay
December 12, 2019د شهريار شعور نوې سندره او په اړه يې د ده خبرېشهريار شعور د پېښور يو ځوان سندرغاړی دی. ده لږې ورځې کېږي چې خپله نوې سندره پر انټرنېټ خپره کړې ده. دی وايي، هڅه کوي چې ښه شعرونه په ښکلې موسيقۍ کې ثبت کړي....more39minPlay
December 05, 2019د ځوان سندرغاړي زبیر نواز نوې سندرېدا اوونۍ مو په ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونه کې سندرغاړی زبير نواز مېلمه دی. ده د امريکا د خپل سفر او د خپلو نويو سندرو په اړه معلومات راکوي. نواز خوښ دی چې دی او نور ځوان ملګري سندرغاړي يې د ښو او زياتو معياري سندرو جوړولو هڅې کوي....more31minPlay
November 07, 2019زرګونه سندرې مې ويلي خو بېوزلي مې کړوي: وږمهد ((هارون باچا هنري ګړۍ)) د دې اوونۍ په خپرونه کې مو له نوميالۍ سندرغاړې وږمې بي بي سره د هغې پر ژوند او هنر خبرې کړې دي. د وږمې بې بې دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more39minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 844 episodes available.