Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 844 episodes available.
October 13, 2020پښتانه مې د سندرو ولسي رنګ خوښوي: سني خان ترکد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د مانسهرې ضلعې د اوګۍ کلي دی او له تېرو شاوخوا درو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا سيمه کې اوسي. ترک په وروستيو کې يو شمېر سندرې خپرې کړې دي. دی وايي، د استاد محمد دين زاخېل باجه (هارمونيم) يې خوښېږي او هڅه کوي چې هم هغسې غږول يې زده کړي. د ترک دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ به ځای کې اورېدای شئ....more38minPlay
October 04, 2020ګلزار عالم د خپل ژوند او هنر خاطرې په يوه کتاب کې چاپول غواړيدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم مېلمه کړی وو. دی له تېرو شاوخوا درو کلونو راهيسې به کابل کې اوسي. عالم وايي، د ژوند ډېرې لوړې ژورې یې ليدلي او غواړي خپلې خاطرې په يوه کتاب کې چاپ او پښتنو ته وړاندې کړي.د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more40minPlay
September 27, 2020په تعليمي ادارو کې بايد د موسيقۍ پروګرامونه وشي:سندرغاړی سيد ماهي شاهدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته د خيبرپښتونخوا د کرک يو ځوان سندرغاړی سيد ماهي شاه مېلمه کړی وو. ده د موسيقۍ له خپل شوق سره سره په انګليسي ژبه کې ماسټري هم کړې ده او دا وخت په پېښور پوهنتون کې د يوه استاد به توګه کار کوي. دی وايي، هنر ته د زده کوونکو د هڅولو لپاره بايد په تعليمي ادارو کې د موسيقۍ پروګرامونه جوړ شي. د ماهي شاه دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more43minPlay
September 20, 2020د مير خان پر "هيله" سندره له هغه سره خبرېد دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو له کابله ځوان سندرغاړی مير خان مېلمه کړی وو. ده په وروستيو کې د "هيله" په نوم خپله نوې سندره خپره کړه. مير خان د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی. نوموړی وايي، يو شمېر نورې سندرې يې هم تيارې دي او ژر به يې خپرې کړي. د مير خان خبرې او د نوې سندرې ترڅنګ ځينې مخکېنۍ هغه يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more47minPlay
September 15, 2020صدارتي اېوارډ مې حق دی خو نه يې راکوي: سندرغاړې وږمهد "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې ته مو نوموتې سندرغاړې وږمه مېلمنه کړې وه. دې له يوې اوږدې مودې ناروغۍ وروسته يو وارې بیا سندرې ويل پيل کړي دي. نوموړې په عين وخت کې ګيله منه ده چې د پاکستان حکومت سږکال هم د دې نوم د صدارتي اېوارډ لپاره غوره نه کړ. د وږمې دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
September 08, 2020خلک مې تر غزلونو کاکړۍ زياتې خوښوي: شاه فاروقد "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې د دې اوونۍ مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د بنو يو سندرغاړی شاه فاروق دی. نوموړی وايي، يوه موده شوه چې پېښور ته کډه شوی او هم له هغه ځايه خپل هنري کارونه مخ ته وړي. د فاروق په خبره، د بلوچستان د پښتون مېشته سيمو خلک د ده کاکړۍ زياتې خوښوي او همدا وجه ده چې هغوی يې خپلو پروګرامونو ته دعوت کوي. د شاه فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
August 27, 2020د عبيد خان پر نويو سندرو له هغه سره خبرېد "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د صوابۍ يو ځوان سندرغاړی عبيد خان دی. دی وايي، له څلور کلنې وقفې وروسته يې يو وارې بيا سندرې ويل پيل کړي او هڅه کوي چې پښتنو ته ښه موسيقي وړاندې کړي. د عبيد خان دا خبرې او نوې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
August 23, 2020رسنۍ بايد د موسيقۍ ژوندۍ خپرونې جوړې کړي: سندرغاړی عرفان کمالد "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د مردان يو پېژندلی سندرغاړی عرفان کمال دی. دی د نوميالي سندرغاړي فضل ربي استاد زوی دی. کمال وايي، هڅه کوي چې د خپل پلار د سندرې انداز ژوندی وساتي او پښتنو ته ښکلې سندرې وړاندې کړي. د نوموړي خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more49minPlay
August 16, 2020په سندرو کې پښتنو ته سياسي پيغام ورکوم: اعجاز افقد “هارون باچا هنري ګړۍ” د دې اوونۍ خپرونې مېلمه مو د بلوچستان د کلا سيف الله يو ځوان سندرغاړی اعجاز افق دی. ده په وروستيو کې په ژوب کې يو کنسرټ ورکړ او د اګست پر ۱۲مه يې په پېښور کې د بابړې د شهيدانو د ورځې په لمانځغونډه کې سندرې وويلې. افق په لاهور ښار کې د ښکليو هنرونو د زده کړو په يوه کالج کې موسيقي لولي. دی وايي، خپلو سندرو ته هغه شعرونه خوښوي چې د پښتنو د حقونو او د هغوی د يووالي خبرې پکې وي. د نوموړي خبرې او ځینې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more52minPlay
July 16, 2020د کمپيوټري سندرو خوند د کېسټونو هغو ته نه رسي: سندرغاړی سرفرازپه "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې مو د پېښور له يوه پېژندلي سندرغاړي سرفراز سره د هغه پر فني کارونو خبرې کړې دي. دی وايي، خپل پلار ته په کتو، چې هارمونيم به يې غږاوه او سندرې به يې هم ويلې، د ده هم له موسيقۍ سره مينه پيدا شوه. د سرفراز په خبره، هغه وخت چې د سندرو کېسټونه به يې جوړول، د پېښور مشران هنرمندان به ورسره ول او له هغوی به يې زده کړې کولې. د نوموړي دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more51minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 844 episodes available.