Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 844 episodes available.
December 21, 2020ګلاب اپرېدی د پښتونخوا تر څنګ پنجاب کې هم د رباب کنسرټونه ورکويدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له پېښوره رباب غږوونکی ګلاب اپرېدی مېلمه کړی وو. دی د يوې هنري کورنۍ دی او يو شمېر شاګردان لري. اپرېدی وايي، د هېواد د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د نړۍ په شاوخوا ۱۰ هېوادونو کې يې د رباب کنسرټونه ورکړي دي. د نوموړي خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more37minPlay
December 14, 2020د وزيرستان ولسي اهنګونه په اردو ژبه خلکو ته رسوم: شان خاندا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی شان خان مېلمه کړی وو. دی د وزيرستان د يوه پېژندلي سندرغاړي کمال مسيد زوی دی او دا مهال په اسلام اباد کې اوسي. شان وايي، د خپلې سيمې ولسي سندرې، چې په اردو ژبه يې ويلې دي، د هېواد خلکو زياتې خوښې کړې دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more44minPlay
December 06, 2020موسيقاران بايد هنر د روزګار يوازېنۍ وسيله نه کړي: طاهر فېروزدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې يو پېژندلی سندرغاړی طاهر فېروز مېلمه کړی وو. ده شاوخوا ۲۰ کاله پخوا سندرې ويل پيل کړي. نوموړی وايي، پښتانه هنرمندان به هله په ټولنه کې د عزت خاوندان شي چې د موسيقۍ ترڅنګ د روزګار نورې وسيلې هم ولري. د فېروز دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more39minPlay
December 03, 2020په ترکيه کې د سندرې جوړولو تجربه مې ښه وه: علي بابا خاندا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی علي بابا خان مېلمه کړی وو. ده خپله نوې سندره د ترکي هنرمندانو په همکارۍ جوړه کړې او له دې کاره خوښ دی. علي بابا خان وايي، صوفيانه شعرونه يې خوښېږي او غواړي په نوي انداز کې يې پښتنو ته وړاندې کړي. د نوموړي دا خبرې او د نوې يوې ترڅنګ هغه سندرې يې هم د غږ په ځای کې اورئ چې لږه موده مخکې يې ويلې دي....more50minPlay
November 26, 2020ساريندې نوم او عزت راکړی، ورکېدو ته يې نه پرېږدم: اعجاز سرحديدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سارينده غږوونکی اعجاز سرحدي مېلمه کړی وو. دی په پېښور کې اوسي او کلونه وشول چې د پښتو موسيقۍ په ډګر کې فعاله دی. د اعجاز پلار منير سرحدي د ساريندې نوميالی استاد ياديږي. سرحدي وايي، د ساريندې زده کړه ګرانه ده او څوک ورته زړه نه ښه کوي، خو خپل زوی ته يې ښوول پيل کړي دي. د نوموړي خبرې او د ده او د پلار د ساريندې څو نغمې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
November 15, 2020چې خپل طرز ژړولی نه يم، ويل يې خوند نه راکوي: معيز مومندد دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو سندرغاړی معيز مومند مېلمه کړی وو. ده شاوخوا شپږ کاله مخکې سندرې پيل کړي او تر دې دمه يې يوازې د غني خان شعرونه ويلي دي. دی وايي، اکثره وخت خپلو کمپوزونو ته احساساتي او په ژړا شي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more47minPlay
November 10, 2020ولس مې د سندرو غير روايتي انداز خوښوي: عنايت اللهد دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو د سوات د مېنګورې يو ځوان سندرغاړی عنايت الله مېلمه کړی وو. دی د "يون" په نوم د موسيقۍ د يوې ډلې غړی دی او يو شمېر سندرې يې ويلې دي. د عنايت الله د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more37minPlay
November 01, 2020په "اهنګ کده" کې مو لسګونه کسانو ته رباب ښوولی دی: بلال خان بلالد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د ملاکنډ د تاڼې کلي يو ځوان رباب غږوونکی بلال خان بلال دی. نوموړی په ټولنيزو علومو کې ماسټري لري او له تېرو درو کلونو راهيسې په اسلام اباد کې د "اهنګ کده" په نوم د موسيقۍ الاتو د زده کړې يو مرکز چلوي. دی وايي، د رباب ترڅنګ د تبلې او واېلن يو شمېر زده کوونکي هم لري. د بلال خان بلال خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more36minPlay
October 25, 2020بختيار خټک "لټون ميوزک" پروژه ولې پيل کړه؟د دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې مو له پېژندلي سندرغاړي بختيار خټک سره د ده د "لټون ميوزک" پروژې په اړه خبرې کړې دي. نوموړی وايي، له خپلو درو هنرمندانو ملګرو سره په ګډه د پښتونخوا پر کليو ګرځي او له سندرغاړو سندرې ثبتوي. د ده په خبره، دا سندرې پر ټولنيزو پاڼو خپروي چې پښتانه له خپلو ولسي سندرغاړو سره اشنا شي. د خټک دا خبرې او دوی جوړې کړې ځينې سندرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more40minPlay
October 18, 2020لوګری ساز د ژوند عکاسي کوي: اسفندیار خټکپه هارون باچا هنري ګړۍ کې له خانزاده اسفندیار خټک سره غږېدلي یو. دی یو پېژندلی رقاص دی چې د پاکستان دننه او بهر یې خپل هنر ښوولی دی. دی د کواټ ضلعې د ټېري کلي دی خو په اسلام اباد کې اوسي. دی وايي، د پښتنو روايتي نڅاګانې يې هم خوښې دي او د انټرنېټ له لارې يې د نړۍ خلکو ته ورپېژني. خټک وايي، له وړوکوالي یې له نڅا سره مینه وه او هغه مهال به یې له لوګري او اتڼي موسیقۍ سره د رقص هڅې کولې. اسفندیار خټک وايي، دی د پښتو د نومیالي شاعر او مبارز خوشال خان خټک له کورنۍ دی. د ده په خبره، په ۲۰۰۱ز کال کې یې په اخبار کې د هندي کلاسیک رقص په اړه یوه خبرتیا ولیده او ورسره یې رابطه وکړه او هغه مهال یې د نڅا هنر زده کړې پيل کړې. خټک وايي، لوګری ساز د ژوند عکاسي کوي او خورا زیات یې خوښېږي. د خټک نورو خبرو ترڅنګ په خپرونه کې نغمې هم لرو چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more43minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 844 episodes available.