Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
April 01, 2021مدثر زمان د سندرغاړي ترڅنګ کرکټر هم دید مشال راډيو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو سندرغاړی مدثر زمان مېلمه کړی وو. نوموړی د کرکټ تکړه لوبغاړی پاتې شوی، د افغانستان په ملي لوبډله کې لوبېدلی او اوسمهال په پېښور کې يوه اېف اېم راډيو ته پر کلتوري او ټولنيزو موضوعاتو خپرونې جوړوي. د زمان د سندرو او کرکټ لوبې په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
March 04, 2021د عبدالرحيم روغاني پر مړينه د سيمې د شاعرانو او هنرمندانو تاثراتدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه د پښتو د نوميالي شاعر عبدالرحيم روغاني پر ژوند او هنر خبرو ته ځانګړې کړې وه. روغانی د فېبرورۍ پر ۲۴مه د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او د سيدو شريف په ګلکده کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه قطعات خورا زيات مشهور دي او له همدې کبله د "بابای قطعه" په نوم هم یادېده. روغاني د شعر ترڅنګ نثر هم ليکلی. هغه د پښتني ادب مينه والو ته اووه چاپ کتابونه پرېښي دي. د نوموړي د لومړۍ شعري ټولګې "نوې نغمه" ځينې شعرونه روسۍ ژبې ته هم ترجمه شوي دي. د روغاني پر مړينه د سيمې شاعرانو او فرهنګپالو زښت خپګان ښوولی. په خپرونه کې د دوی د خبرو ترڅنګ له موسيقۍ سره د عبدالرحيم روغاني ځينې غزلونه هم اورېدای شئ....more47minPlay
February 22, 2021زريالی صمدي پېښور کې د سندرو نوی البم جوړويدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی زريالي صمدي مېلمه کړی وو. دی د نوميالي سندرغاړي بريالي صمدي کشر ورور دی او له هغه سره يوځای په کابل کې اوسي. صمدي وايي، د پېښور په بېلا بېلو سټوډيوګانو کې يې د نويو سندرو رېکارډول پيل کړي او په پښتونخوا کې به ورته ويډيوګانې هم جوړوي. د ده په خبره، د البم ډېری سندرې يې مستې دي خو پلان لري چې څه موده وروسته غزلونه هم ثبت کړي. د زريالي صمدي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more40minPlay
February 15, 2021د سيدا ګل مينا شاګردانو کې د سندرغاړو تر څنګ قاريان هم شامل ديدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له کابله سندرغاړی او د موسيقۍ استاد سيدا ګل مينا مېلمه کړی وو. دی د ننګرهار د يوې هنري کورنۍ دی چې له خپلو مشرانو سره يوځای يې په پېښور کې د کډوالۍ ژوند هم کړی دی. مينا وايي، په کابل او هم پېښور کې لسګونه شاګردان لري چې سندره ويل او د موسيقۍ د بېلا بېلو الاتو غږول ورزده کوي. د ده په خبره، په شاګردانو کې يې قاريان او نعت خوانان هم شته. د استاد مينا دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more36minPlay
February 08, 2021په پېښور کې د میوزک اکېډمۍ جوړېدو اړتیا ده: شوکت سواتیدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی شوکت سواتی مېلمه کړی وو. دی د سوات د مدين دی او دا مهال په پېښور پوهنتون کې په پښتو ادبياتو کې لوړې زده کړې کوي. سواتي خپلې يو شمېر سندرې پر انټرنېټ خپرې کړې دي. دی وايي، د پوهنتون يو شمېر ملګري يې موسيقي زده کول غواړي خو د دغه کار لپاره استاد او مناسب ځای نه لري. سواتی زياتوي، ده او مشرانو فرهنګيانو ملګرو يې حکومت ته په پېښور کې د يوې ميوزک اکېډمۍ جوړولو خواستونه کړي، چې دوی يې لا هم د پوره کېدو په تمه دي. د شوکت سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more40minPlay
January 24, 2021شوکت پنيال د پوکي شپږ بېلا بېل سازونه غږويد "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو پېژندلی هنرمند شوکت پنيال دی. نوموړی ډېره اسماعيل خان ته نيږدې د پنيالې سيمې دی، خو له تېرو شاوخوا ۱۵ کالو راهيسې په پېښور کې اوسي. پنيال وايي، له خپل پلاره يې اول تورۍ يا سرنا او وروسته شپېلۍ زده کړې. نوموړی کلارنټ او سيکسفون هم غږوي او په وروستيو کې يې د پوکي يو نوی ساز هم ايجاد کړی چې نلوفون نوم يې ورته خوښ کړی دی. په خپرونه کې د پنيال د هنر په اړه د ده خبرې او غږولې ځينې نغمې يې اورېدای شئ....more34minPlay
January 14, 2021په پېښور کې د هنرمندانو ترمنځ د فوټسال سیالۍد دې اوونۍ په “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونه کې مو له پېژندليو سندرغاړو بختيار خټک او کرن خان سره په پېښور کې د هنرمندانو ترمنځ د فوټسال سياليو په اړه خبرې کړې دي. دوی وايي، د يو ورځني ټورنامېنټ هدف يې هنرمندانو ته مثبته انرژي ورکول او هنري کارونو ته د هغوی هڅول وو. په خپرونه کې د دې سندرغاړو د خبرو ترڅنګ د دوی سندرې هم اورېدای شئ....more35minPlay
January 04, 2021له ښځينه سندرغاړو سره د ګډو سندرو شعرونه مې هم معیاري وي: حشمت سهارد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو سندرغاړی حشمت سهار دی. نوموړی د هنګو د يوې هنري کورنۍ دی، موسيقي يې له بېلا بېلو استادانو زده کړې او ګڼې سندرې يې خپرې کړې دي. سهار د سيمې له ښځينه سندرغاړو سره هم يو شمېر ګډې سندرې ويلې دي. دی وايي، د دغو سندرو د شعر معيار ته يې هم پام کړی دی چې اورېدونکي او کتونکي نيوکې ورباندې و نه کړي. د حشمت سهار دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more48minPlay
December 28, 2020ګلزار عالم وايي د بچیو تعلیم او راتلونکې ته پرېشانه دیدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی ګلزار عالم مېلمه کړی وو. دی شاوخوا څلور کاله مخکې د ځینو امنيتي ستونزو له امله له پېښوره کابل ته کډه شوی وو، خو دا مهال د خپلو شخصي کارونو لپاره اسلام اباد ته تللی دی. عالم وايي، په سندرو کې د پښتنو د حقونو او ستونزو په ډاګه کولو له امله يې سختۍ ګاللې دي. نوموړی زياتوي، په کابل کې يې د زامنو تعليمې چارې زښتې اغېزمنې شوې دي او له همدې وجې پرېشانه دی. د ګلزار عالم دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more36minPlay
December 21, 2020ګلاب اپرېدی د پښتونخوا تر څنګ پنجاب کې هم د رباب کنسرټونه ورکويدا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته له پېښوره رباب غږوونکی ګلاب اپرېدی مېلمه کړی وو. دی د يوې هنري کورنۍ دی او يو شمېر شاګردان لري. اپرېدی وايي، د هېواد د بېلا بېلو برخو ترڅنګ د نړۍ په شاوخوا ۱۰ هېوادونو کې يې د رباب کنسرټونه ورکړي دي. د نوموړي خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more37minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.