Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
October 10, 2021انتظار علي پردېسي وايي غږ یې د خیال محمد اواز ته ورته دید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د نوښار يو پېژندلی سندرغاړی انتظار علي پردېسي دی. نوموړی د نوميالي تبله غږوونکي او موسيقار فضل ربي پردېسي زوی دی. دی وايي، د سندرو ويلو ترڅنګ پښتو فلمونو ته موسيقي هم جوړوي خو زياتوي چې د فلمي سندرو د شعر او ويډيو له معياره خوښ نه دی. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more52minPlay
September 30, 2021د امجد شهزاد د "هنر کور" هلې ځلېد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د ملاکنډ پېژندلی شاعر او سندرغاړی امجد شهزاد دی. نوموړی د خپلې هغې يوې پروژې په اړه معلومات راکوي چې د سيمې د ځوانو هنرمندانو د روزنې او د سندرو د ثبت په چارو کې له هغوی سره د مرستو لپاره يې پيل کړې ده. د شهزاد خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
September 19, 2021د "سور پېزوان" سندرې د سندرغاړي په توګه مشهور کړم: زبير نوازد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی زبير نواز دی. نوموړی د پېښور دی خو له تېرو څو کلونو راهيسې په امريکا کې اوسي. نواز د سېپټمبر پر ۱۴مه خپله نوې سندره 'دا کلی مه ورانوئ' خپره کړه. نوموړی وايي، هڅه کوي د خپلو سندرو له لارې د امن پيغام خپور کړي. د نواز دا خبرې او د نوې سندرې په ګډون ځينې پخوانۍ هغه يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
September 09, 2021"کفايت شاه باچا د مينې او امن سړی وو"د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د نوميالي ولسي سندرغاړي کفايت شاه باچا پر ژوند او هنر خبرو او د هغه سندرو ته ځانګړې کړې ده. نوموړی د سېپټمبر پر درېيمه د صوابۍ په خپل کلي زیده کې خپلو شخصي دوښمنانو وواژه. د سيمې دوه پېژندلیو سندرغاړو، ګوهر جان او بختيار خټک، باچا د يوه ځانګړي سبک لرونکي سندرغاړي په توګه ياد کړ. د صوابۍ يو نوميالي شاعر او ليکوال او د پېښور پوهنتون يو استاد نورالامين يوسفزی بيا په دې اند دی چې باچا په سندرو کې ولس ته د مينې او امن درسه ورکاوه او زياتوي چې د هغه تشه به په ګرانه ډکه شي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more43minPlay
September 05, 2021غواړم په پېښور کې زياتې معياري سندرې رېکارډ کړم: رېشم يوسفزید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د سوات د خوازه خېلې يو ځوان سندرغاړی رېشم يوسفزی دی. نوموړی شعر هم ليکي او پلان لري چې خپله شعري ټولګه چاپ کړي. دی وايي، له دې امله د مېنګورې په يوه سټوډيو کې سندرې جوړوي چې د پېښور د سټوډيوګانو د خرچو وس نه لري. د رېشم يوسفزي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more34minPlay
August 29, 2021پښتو موسيقي زوال خوا ته روانه ده: استاد اې ار انورد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو په پېښور کې د موسيقۍ يو استاد اې ار انور دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی د صوابۍ سليم خان کلی دی، خو دی په کراچۍ کې زېږېدلی او هم هلته يې د سکول او کالج د زده کړو ترڅنګ د موسيقۍ درسونه هم اخيستي. استاد انور يو شمېر شاګردان روزلي او واي چې د پښتونخوا حکومت ته يې د يوې هنري اکاډمۍ جوړولو لپاره خپله يوه طرحه هم وړاندې کړې. د استاد په خبره، د پښتو زياتره اوسنۍ سندرې د شعر او موسيقۍ د معيار له پلوه کمزورې دي. د اې ار انور دا خبرې او جوړې کړې ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
August 12, 2021باچا خان مرکز د موسيقۍ د ثبت سټوډيو جوړه کړېدا اوونۍ مو په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د پېښور په باچا خان مرکز کې د "انګازې" په نوم د يوه ميوزک سټوډيو جوړېدو پر موضوع له سندرغاړو سره خبرې کړې دي. مرکز د سټوډيو انتظامي چارې نوميالي سندرغاړي ګلزار عالم ته ورکړي دي. نوموړی وايي، په سټوديو کې يې د موسيقۍ د ثبت عصري اسانتياوې برابر کړي او هڅه به وکړي چې له ځايي سندرغاړو معياري سندرې رېکارډ او خپرې کړي. په خپرونه کې د باچا خان مرکز د دې نوښت په اړه د سندرغاړو ګلزار عالم، فضل وهاب درد او بختيار خټک د خبرو ترڅنګ يو شمېر سندرې هم اورېدای شئ....more31minPlay
July 29, 2021د ایوب استاد جنازه له پردي کوره ووتهد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د نوميالي سندرغاړي ايوب استاد د ژوند او هنر ته ځانګړې کړې. نوموړی د جولای پر ۲۷مه تر اوږدې مودې ناروغۍ وروسته د ۸۲ کلونو په عمر کې ومړ او مړی يې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو. په خپرونه کې د جلال اباد د هنرمندانو د ټولنې د مشر کمين ګل، د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي او د افغانستان د ملي راډيو او ټېلېوېژن د يوه مشر افسر غني مدقق د تاثراتو ترڅنګ د ايوب استاد مشهورې سندرې هم اورېدای شئ....more41minPlay
July 18, 2021سندره له پلاره راپاتې ده: اصغر اقبالد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی اصغر اقبال دی. نوموړی وايي، پلرنی ټاټوبی يې کورمه دی خو دی په پېښور کې زېږېدلی او لوی شوی دی. د اقبال په خبره، خپل سندرغاړي پلار ته په کتو یې موسیقۍ زده کړه او سندرغاړی شو. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more33minPlay
July 08, 2021فلمونو ته له مجبورۍ سندرې وايم: عمران سواتید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو سندرغاړی عمران سواتی دی. نوموړی په پېښور کې اوسي او يو شمېر سندرې يې پر انترنېټ خپرې کړې دي. سواتی د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې وايي خو له دغه کاره ډېر خوښ نه دی. د ده په خبره، د فلمي سندرو شعر او د هغو وېډيوګانې اکثره معياري نه وي. د سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more36minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.