Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
June 16, 2022وږمه د خپل هنر او کړېدلي ژوند کيسه کويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه نوميالۍ سندرغاړې وږمه ده. نوموړې وايي، څه د پاسه ۳۵ کاله يې پښتنو ته سندرې وويلې. پر دې سربېره چې نوموړې په وروستيو کې ناروغه شوې وه او درملنه يې روانه ده، لا هم سندرې وايي. وږمه د خپلو سندرو له مينه والو غواړي چې تر خپلې وسې دې ورسره مالي مرستې وکړي. دې د خپلو سندرو خپرولو لپاره يوټيوب چينل هم جوړ کړی او پر پښتنو غږ کوي چې هغه سبسکرايب کړي. د وږمې د ژوند او هنر په اړه د هغې خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more49minPlay
June 02, 2022اسفنديار مومند: د هنر پيل مې په ډېره غريبۍ کې کړی وود دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. نوموړی وايي، د هنر اولنۍ ورځې يې د سختې غريبۍ وې، خو وايي چې محنت يې جاري وساته او د سيمې په خلکو يې ځان د يوه سندرغاړي په توګه ومانه. په وروستیو کې د مومند د يوټيوب چينل د خوښوونکو (سبسکرايبرز) شمېر ۱۰۰،۰۰۰ ته رسېدلی. دی وايي، دې کار يې حوصله نوره هم لوړه کړې او د لا ښکليو سندرو جوړولو او خپرولو هڅې به کوي. د مومند دا خبرې او ځينې نوې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more53minPlay
May 26, 2022مينه ګل وايي عزت او شهرت يې د پښتو سندرو له برکته دید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې د پنجاب په راولپېنډۍ ښار کې زېږېدلې، د سندرو پيل يې د پاکستان ټېلېوېژن له اسلام اباد مرکزه کړی او په وروستيو کې يې يوشمېر سندرې د پېښور په شخصي سټوډيوګانو کې جوړې کړې دي. مينه ګل وايي، پښتنو یې هنر ته درانه کتلي. دا زياتوي چې د پيسو لپاره به د خپلو سندرو پر معيار هېڅکله معامله و نه کړي. د مينې ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more51minPlay
May 19, 2022عادل يار خان د سندرو ترڅنګ د ویښتو جوړولو هنر هم لريد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی عادل يار خان دی. ده له يوشمېر غزلونو سره، سره ټپې هم ويلي او پر انټرنېټ يې خپرې کړې دي. عادل وايي، رسمي زده کړې يې تر لسم ټولګي کړي. د ده په خبره، زيات شوق يې له سندرې ويلو سره دی، خو په پېښور کې د خپلې کورنۍ د ویښتو جوړولو په دوکان يا سالون کې کار هم کوي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more52minPlay
May 12, 2022عنايت الله رسمي او هنري زده کړې په يتيم خانه کې کړيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو ځوان او تعليم يافته سندرغاړی عنايت الله دی. نوموړی وايي، په وړوکتوب کې د پلار تر مړينې وروسته په مینګوره کې د "خپل کور فاونډيشن" په نوم يوه يتيم خانه کې داخل شو. د ده په خبره، په همدې اداره کې ورته فرصتونه برابر شول چې د رسمي زده کړو ترڅنګ په بېلا بېلو غيرنصابي سرګرميو کې برخه واخلي. عنايت الله، چې تېر وړوکي اختر ته يې نوې سندره خپره کړې، زياتوي چې په پښتو موسيقۍ کې نوې تجربې کول غواړي. د نوموړي دا خبرې او د نوې سندرې ترڅنګ يې ځينې پخوانۍ هغه هم د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
April 28, 2022اصف علي وايي خپل شاګردان ښه شعر ويلو ته هڅويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی او موسيقار اصف علي دی. نوموړي يوه موده د هارمونيم غږوونکي په توګه کار کړی او دا مهال خپله د سندرو ويلو ترڅنګ د سيمې سندرغاړو ته هم سندرې جوړوي. اصف علي يوشمېر شاګردان هم لري او وايي چې د هغوی د سندرو لپاره معياري شعرونه ورته انتخابوي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more54minPlay
April 21, 2022ظفر فاروق وايي د هنر مزل یې اسانه نه وود دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د نوښار يو پېژندلی رباب غږوونکی، سندرغاړی او موسيقار ظفر فاروق دی. نوموړی وايي، د ژوند ۲۵ کلونه يې د موسيقۍ زده کړې ته ورکړي او لا هم ځان يو زده کوونکی حسابوي. فاروق زياتوي چې په پښتو فلمي سندرو کې د رباب غږولو ترڅنګ يې د سيمې نومياليو سندرغاړو ته سندرې جوړې کړې دي. د ظفر فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more51minPlay
April 14, 2022جليل شبنم وايي سلګونه سندرې یې ویلي خو حکومتي انعام یې نه دی ګټلید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی جليل شبنم دی. نوموړی وايي، په قوم خټک دی او د سندرې ويلو يې څه د پاسه ۴۰ کاله وشول. شبنم په خپګان زياتوي چې د پېښور راډيو او ټېلېوېژن لپاره د سلګونه سندرو ثبتولو باوجود تر دې دمه حکومتي جايزه نه ده ورکړل شوې. د ده دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
April 07, 2022عرفان کمال: ټپه او چاربېته له پلاره راپاتې ديد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د مردان يو پېژندلی سندرغاړی عرفان کمال دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. کمال وايي، د خپل پلار له ژوند او سندرو په الهام اخيستو هڅه کوي پښتنو ته ښه شعر او موسيقي وړاندې کړي. د عرفان کمال دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
March 31, 2022اعجاز سرحدي: زما له مړينې سره به پښتو سارينده هم مړه شيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور نوميالی سارينده غږوونکی اعجاز سرحدي دی. نوموړی د هغو پاکستانيو هنرمندانو له ډلې دی چې د مارچ پر ۲۳مه ورته حکومت د ښې کارکردګۍ پر اساس صدارتي جايزې ورکړې. خو سرحدي وايي، دی اندېښمن دی چې که حکومت ورسره د سيمې ځوانانو ته د ساريندې ورزده کولو په چارو کې مرسته و نه کړي، نو ښايي دا ساز نور فنا شي. د سرحدي دا خبرې او په سارينده غږولې خينې نغمې يې لاندې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more54minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.