Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
December 08, 2022شوکت محمود وايي ولسمشریزې جايزې يې حوصله لوړه کړېد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی شوکت محمود دی. نوموړي د خپلې سرکاري نوکرۍ ترڅنګ هنر ته هم وخت ورکړی او يوشمېر سندرې يې ويلي دي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۲ز په مارچ کې د شوکت محمود د هنري کارونو د ستاينې په پار ورته صدارتي جايزه ورکړې ده. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more52minPlay
December 01, 2022د سوات له سندرغاړو اياز خان او ناصر رېشم سره خبرې او د هغوی سندرېد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمانه د سوات دوه ځوان سندرغاړي، اياز خان او ناصر رېشم دي. دوی په وروستيو کې په مېنګوره کې د موسيقۍ په يوه څلور ورځنۍ مېله کې سندرې وويلې. دا مېله پوليس محکمې جوړه کړې وه. دا سندرغاړي وايي، د سوات مدني ټولنه هم بايد ورته مېلې او د موسيقۍ محفلونه جوړ کړي چې د ځايي ولس له ترهګرۍ سره تړلې وېرې ترهې ختمې شي. په خپرونه کې د اياز خان او ناصر رېشم د خبرو ترڅنګ د هغوی سندرې هم اورېدای شئ....more53minPlay
November 24, 2022ګل اکبر راهي وايي سندرې يې مشهورې شوي خو د ژوند ضرورتونه په ګرانه پوره کويد دې اوونۍ د (هارون باچا هنري ګړۍ ) خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی ګل اکبر راهي دی. نوموړی وايي، موسيقي يې له خپل ماما، احمد ګل استاده زده کړې ده. راهي خوښ دی چې په وروستيو کې يې يو شمېر سندرې مشهورې شوې دي، خو زياتوي چې دومره عوايد نه لري چې خپل او د خپلې کورنۍ ضرورتونه په اسانه پوره کړي. د ګل اکبر راهي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more52minPlay
November 17, 2022له اداکار ارشد حسين سره د هغه پر فلم "روزي اېن لاک ډاون" خبرېد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پښتو او اردو ډرامو يو نوميالی اداکار ارشد حسين دی. نوموړی په پېښور کې اوسي او په وروستیو کې یې "په ټولبند کې د روزي" (روزي اېن لاک ډاون) په نوم يو ټېلي فلم پر يوټيوب خپور کړی دی. دی د فلم د کيسې ليکوال او هم هدايتکار دی. ارشد حسين په خپله په فلم کې د موسيقۍ د يو استاد کردار لوبولی دی. نوموړی وايي، د فلم کيسه تر ډېره د کورونا جهاني وبا په وختونو کې د سيمې خلکو، په تېره هنرمندانو ته، له ورپېښو ستونزو څرخي. په خپرونه کې د ارشد حسين د فلم په اړه د خبرو ترڅنګ ځينې سندرې هم اورېدای شئ....more53minPlay
November 10, 2022په اسلام اباد کې د بلال خان بلال د "اهنګ کدې" فعاليتونهد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د تاڼې کلي يو ځوان رباب غږوونکی بلال خان بلال دی. نوموړی په ټولنيزو علومو کې ماسټري لري او له تېرې څه مودې راهيسې په اسلام اباد کې د "اهنګ کده" په نوم د رباب او دموسيقۍ د يو شمېر نورو الاتو د زدکړې يو مرکز چلوي. بلال وايي، اوسمهال شاوخوا ۷۰ کسان، چې نجونه هم پکې شاملې دي، د ده په مرکز کې موسيقي زده کوي. د بلال خان بلال د هنري هلو ځلو په اړه د ده خبرې او په رباب غږولې ځينې نغمې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more49minPlay
November 03, 2022شاه فاروق وايي د سولې سندرو باوجود سيمه لا ارامه شوې نه دهد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی شاه فاروق دی. نوموړی وايي، د سندرغاړي په توګه شهرت دې ته اړ کړ چې له خپل پلرني ټاټوبي بنو څخه کوټې ته کډه شي. فاروق دا مهال په پېښور کې اوسي. دی وايي، سندرې يې دومره ډېرې دي چې دقيق شمېر يې نه دی ورمعلوم. دی البته په خپګان وايي چې له دې باوجود چې دی او يوشمېر نور پښتانه سندرغاړي په خپلو سندرو کې د امن غږ پورته کوي، سيمه لا هم ارامه نه ده. د شاه فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more52minPlay
October 27, 2022سردار يوسفزی وايي په سيمه کې سندرې ته درانه نه کتل کېږيد مشال راډيو د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې د دې اوونۍ مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو پېژندلی سندرغاړی سردار يوسفزی دی. نوموړی وايي، له ۱۹۸۴ز راهيسې سندرې وايي، خو اولنی غږیز البم يې په ۲۰۰۵ز کې خپور کړی وو. يوسفزی په خپګان وايي چې په سيمه کې يې هنر او هنرمند ته درانه نه کتل کېږي. د ده په خبره، په ملاکنډ کې يو وارې بيا د وسلوالو د موجوديت له امله که له يوې خوا عام خلک په وېره کې دي نو له بلې خوا هنرمندان په خلاص مټ هنر نشي کولی. د يوسفزي خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more53minPlay
October 20, 2022کرن خان وايي اسټراليا مېشتو پښتنو او افغانانو ډېره مينه ورکړهد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی کرن خان دی. نوموړی تازه د اسټراليا له هنري سفره پېښور ته ستون شوی دی. کرن خان وايي چې اسټراليا مېشته پښتنو او افغانانو نه يوازې په خپل محنت ځانته ښه او معياري ژوند برابر کړی بلکې په خپل کلتور او هنرمندانو هم مين دي. په خپرونه کې د اسټراليا د کنسرټونو په اړه د کرن خان خبرې او ځينې سندرې اورېدای شئ....more52minPlay
October 13, 2022ميرخان مقری وايي نړيوال بايد افغان هنرمندان له پامه و نه غورځويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان افغان سندرغاړی مير خان مقری دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی او له تېرې یوې مودې راهيسې د عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي. مقری د خپلو کاروباري هلو ځلو ترڅنګ وخت په وخت سندرې هم جوړوي او پر خپل يوټيوب چینل يې خپروي. نوموړي په وروستیو کې "د شاه زلمو وطن" په نوم يوه نوې سندره خپره کړې. مقری وايي، له هغې راهيسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د هغه هېواد هنر او موسيقي له سختو چیلېنجونو سره مخامخ شوي. دی له همدې امله پر نړيوالو غږ کوي چې د افغانستان د فرهنګ ساتونکي له پامه و نه غورځوي. د مير خان مقري دا خبرې او یوشمېر سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more54minPlay
October 06, 2022اختر شاه وايي تل يې معنا لرونکي شعرونه سندره کړيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د بټخېلې يو سندرغاړی اختر شاه دی. دی وايي، له دې باوجود چې کورنۍ یې دیني وه او د هنر مخالفه وه، خپل شوق سندرو ويلو ته اړ کړ. اختر شاه په يوه سرکاري محکمه کې نوکر دی خو زياتوي چې تنخا يې دومره نه ده چې د سندرو جوړولو لپاره ترې پيسې بېلې کړي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more52minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.