Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
July 27, 2023امجد شهزاد وايي تعلیمیافته پښتانه ځوانان هنر ته مخه کويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ یو پېژندلی شاعر او سندرغاړی امجد شهزاد دی. نوموړی د "هنر کور" په نوم د ښکلیو هنرونو د زده کړې یو مرکز هم چلوي. شهزاد وايي، په مرکز کې یې یوشمېر ځوانان موسیقي او رسامي زده کوي او ورته وخت په وخت له هنر سره پر تړلو موضوعاتو علمي غونډې هم جوړوي. په خپرونه کې د نوموړي د خبرو تر څنګ د هغه یوشمېر سندرې هم اورېدای شئ....more54minPlay
June 22, 2023شوکت سواتی وايي خوښ دی چې سندرې یې په ولسي پاڅونونو کې غږول کېږيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی شوکت سواتی دی. نوموړي د خپلو رسمي زده کړو ترڅنګ موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي.سواتی وایي، د موسيقۍ هدف يې ولس ته د مينې او امن پيغام ورکول دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more50minPlay
June 15, 2023اختیار ګل: په پښتنو کې غزل خوښوونکي کم ديد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی اختيار ګل دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او يوشمېر سندرې يې خپرې شوې دي. تېره اوونۍ د اختيار ګل يو نوی غزل خپور شو. نوموړی وايي، په راتلونکې کې هم غزل ثبتول غواړي خو زیاتوي، په پښتنو کې د غزل مینه وال کم دي. د اختيار ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more52minPlay
June 08, 2023شمالي افغان وايي ژر به خپلې نوې سندرې خپرې کړيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" مېلمه ځوان او پېژندلی سندرغاړی شمالي افغان دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي افغان زوی دی. افغان له خپل پلاره موسيقي زده کړې او ورسره يوځای په کاناډا کې اوسي. شمالي افغان په ورستيو کې پېښور ته تللی وو او هلته يې يوشمېر سندرې جوړې کړې دي. د ده په خبره، دا ځل يې د ولس خوښې ته کتلي او مستې سندرې يې ويلې دي. د نوموړي دا خبرې او سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
June 01, 2023فضل وهاب درد وايي، له سندرې سره يې د عشق تر بريده مينه کړې دهد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی فضل وهاب درد دی. نوموړي د يوې اوږدې مودې له محنت وروسته ځان د سيمې پر خلکو د يوه غزلبول سندرغاړي په توګه منلی دی. هغه د سندرې ويلو په فن کې د سيمې د يوشمېر ځوانو سندرغاړو لارښود هم دی. درد وايي، له هنر سره يې عشق کړی دی او غواړي پښتو ادب او موسيقۍ ته کار وکړي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
May 25, 2023حيدر خلجی وايي په سندرو کې د سولې او مينې پيغامونه ورکويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د بلوچستان د کوټې يو ځوان سندرغاړی حيدر خلجی دی. نوموړی له ۲۰۱۷ز راهيسې سندرې وايي. د ده په خبره، د موسيقۍ زده کړې هم په کوټه کې له يوه استاده کوي او هڅه يې ده چې د ولسي سندرو ترڅنګ غزل ويل هم زده کړي. خلجۍ زياتوي د هنر موخه يې د پښتو ژبې خدمت او پښتنو ته د سولې او مينې پيغامونه ورکول دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
May 18, 2023سيد ماهي شاه: د تعليمې ادارو زده کوونکي بايد له هنري زده کړو بې برخې پاتې نه شيد دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه سندرغاړی سيد ماهي شاه دی. نوموړی د کرک د يوه کلي او په پېښور پوهنتون کې د انګريزي ادبياتو استاد دی. ماهي شاه د خپلو رسمي زده کړو ترڅنګ موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او تر اوسه يې يوشمېر غزلونه ويلي دي. دی وايي، د خيبر پښتونخوا د تعليمي ادارو زده کونکي له هنري زده کړو، په تېره د موسيقۍ له هغو محرومه ساتل کېږي. ماهي شاه پر زده کوونکو غږ کوي چې د خپل دې حق ګتلو لپاره قانوني لارې چارې خپلې کړي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
May 11, 2023مير خان مقری: خلک د سندرې له زوره وېرېږيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی مير خان مقری دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي عبدالله مقري زوی دی او له یوې مودې راهيسې له خپلې کورنۍ سره يوځای د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي. میر خان مقری وايي، د خپل پلار پر پله يې پل ايښی او په سندرو کې د مينې، سولې او د ولسونو د يووالي پيغامونه ورکوي. دی زیاتوي، ځينې خلک د سندرې له همدې "زوره وېرېږي او بنديز پرې لګوي." دی له نړیوالې ټولنې غواړي چې له افغانستانه له وتلیو هنرمندانو سره مرسته وکړي. په خپرونه کې د مير خان مقري خبرې او سندرې اورېدای شئ....more52minPlay
May 04, 2023ګودر ځاځی وايي پر موسيقۍ بنديز نه شي لګېداید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی ګودر ځاځی دی. ده له سندرغاړي جاوېد اميرخېل سره په ګډه يوه ولسي سندره ويلې او په تېر وړوکي اختر کې یې خپره کړې وه. ځاځی وايي سندره يې د ټولنيزې ميډيا له لارې زياتو خلکو ته ورسېده او هغوی خوښه کړه. طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر موسیقۍ محدودیتونه ولګول چې له کبله یې د ځاځي په ګډون یوشمېر هنرمندانو هېواد پرېښود. خو نوموړی په دې اند دی چې د موسيقۍ او سندرې مخه نه شي نيول کېدای. د ګودر ځاځي دا خبرې او د یوشمېر سندرې یې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
December 15, 2022عرفان کمال وايي د هنر په مټ "په تش جېب باچا" دید دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې مو د خيبر پښتونخوا د مردان يو پېژندلی سندرغاړی عرفان کمال مېلمه دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد فضل ربي زوی دی. کمال په لږه موده کې د ټپو او چاربیتو په مټ ځان ته مينه وال پيدا کړي دي. دی وايي، د خپل پلار په څېر ده ته هم د سيمې خلکو د يوه سندرغاړي په توګه درانه کتلي دي. د عرفان کمال د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more54minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.