Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
January 04, 2024راجا استاد وايي د پښتنو حجرې يې په ټپو او چاربیتو ګرمې ساتليد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی راج محمد دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې دی او په "راجا استاد" مشهور دی. دی وايي، شاوخوا ۳۵ کاله يې پښتنو ته په حجرو کې ټپې او چاربیتې ويلي. د ده په خبره، کار يې سخت ځکه وو چې ټوله شپه به يې هارمونيم يا باجه په غاړه وه او په ولاړه به یې سندرې ويلې. راجا استاد پر ځوانو سندرغاړو غږ کوي چې د پښتو اصيله موسيقي له پامه و نه غورځوي. د نوموړي خبرې او ځينې ټپې او غزلونه يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
December 28, 2023اصف علي ريحان وايي ژر نوې سندرې خپرويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی هارمونيم غږوونکی او سندرغاړی اصف علي ريحان دی. نوموړی د پېښور د يوې هنري کورنۍ دی او وايي چې موسيقي يې له يوشمېر استادانو زده کړې ده. د ريحان په خبره، د هنر پيل يې له سندرغاړو سره له هارمونيم غږونې کړی وو، خو په ۲۰۱۰ ز کې يې د ځينو ملګرو په غوښتنه خپله سندرې ويل پيل کړل. دی وايي، دا مهال د يوه نوي البم پر جوړولو بوخت دی او زياتوي چې ژر به يې خپور کړي. د اصف علي ريحان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more55minPlay
December 21, 2023استاد امانت وايي په ۶ ژبو سندره ويلی شي او ۲۱ سازونه غږويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه په پېښور کې د موسيقۍ يو استاد امانت شفقت عليخان دی. دی د موسيقۍ په "ګواليار" کورنۍ پورې تړاو لري او وايي چې وروڼه او د کورنۍ ټول ځوانان يې موسيقي کوي. د ده په خبره، د پښتو او اردو پشمول په شپږو ژبو کې سندره ويلی شي او ۲۱ سازونه غږوي. استاد امانت وايي چې د شاګردانو شمېر يې شاوخوا ۳۰۰ دی، چې له ده سندره ويل او د بېلابېلو سازونو غږول زده کوي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه بشپړه خپرونه واورئ چې پکې نغمې هم لرو....more53minPlay
December 14, 2023دانش خان بريال وايي سیاسي مشران دې د هنر ودې ته پام وکړيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې کلا سېف الله يو هنرمند دانش خان بريال دی. دی پر ډبرو يا ګټو عکسونه جوړوي. له موسيقۍ سره مينې اړ کړی چې د يوشمېر پښتنو سندرغاړو انځورونه هم جوړ کړي. نوموړی وايي، هر هغه سندرغاړی يې خوښېږي چې په سندرو کې د ژوند او امن پيغام ورکوي. دی د سيمې له سياسي مشرانو غواړي چې د هنر د ودې چارو ته ډېر پام وکړي. په خپرونه کې د دانش خان بريال د دې خبرو ترڅنګ ځينې سندرې هم اورېدای شئ....more55minPlay
November 30, 2023سني خان ترک وايي د هنر هدف يې په ښکلې موسيقۍ کې ښه شعر ويل ديدا اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې د اوګۍ کلي دی خو يوه موده وشوه چې له خپلې کورنۍ سره په کاناډا کې اوسي. ترک وايي، شاوخوا ۲۰ سندرې يې خپرې کړي چې زياتره ولسي دي. دی زياتوي اوسمهال کوښښ کوي چې غزل ويل زده کړي او د پښتو د نومياليو شاعرانو شعرونه ووايي. د سني خان ترک خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
November 16, 2023عنايت الله وايي په امریکا کې د موسيقۍ زده کړې کول غواړيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی عنايت الله دی. نوموړي له خپل تعليم سره سره موسيقۍ ته هم وخت ورکړی او يوشمېر سندرې يې ويلې دي. عنايت الله وايي هڅه کوي چې د پښتو غزل او نظم د ويلو نوي اندازونه معرفي کړي. دی زياتوي، په امريکا کې د موسيقۍ سکالرشېپونو (بورسونو) ته يې درخواستونه جمع کړي او هيله من دی چې په هغه هېواد کې د زده کړو موقع ورته برابره شي. د عنايت الله دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
November 09, 2023تنوير عباس وير وايي موسيقي يې له انټرنېټه زده کړېد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ يو ځوان سندرغاړی او رباب غږوونکی تنوير عباس وير دی. ده په اسلام اباد کې د خپل سبق او روزګار ترڅنګ موسيقۍ ته هم وخت ورکړی دی. وير وايي، موسيقي يې تر ډېره د نومياليو رباب غږوونکو او سندرغاړو له يوټيوب چینلونو ياده کړې. دی البته زياتوي چې اوسمهال د يوه استاد په لټه کې دی چې په باقاعده توګه موسيقي ترې زده کړي. د تنوير عباس وير دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more52minPlay
November 02, 2023فضل اکبر راهي وايي د غني خان شیدايي دید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی فضل اکبر راهي دی. نوموړي په وروستيو کې د غني خان يو نظم ثبت او پر يوټيوب خپور کړی دی. د راهي په خبره، شعر يې د غني خان او اواز يې د سردار علي ټکر خوښېږي. دی زياتوي، هغه شعرونه سندره کوي چې د ولس لپاره مثبت پيغام پکې وي. د فضل اکبر راهي دا خبرې او د نوې سندرې ترڅنګ ځينې زړې هغه يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
October 26, 2023ګلنواز ولي وايي پښتو کمپوزونه يې په هند کې ثبت شوي ديد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی هنرمند ګلنواز ولي دی. دی د باجې (هارمونيم) استاد دی او سندرې هم وايي. ولي د هنګو د يوې هنري کورنۍ دی. نوموړی وايي موسيقي يې له استادانو زده کړې او دا مهال هڅه کوي چې خپل هنر د سيمې ځوانو شاګردانو ته انتقال کړي. ولي خوښ دی چې په وروستيو کې يې د هند د ځينو سندرغاړو لپاره پښتو شعرونه کمپوز کړي او هغوی ثبت کړي دي. د ده دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more52minPlay
October 19, 2023اسفنديار مومند وايي اوسمهال ارامه سندرې جوړويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. ده په لږه موده کې ګڼې سندرې جوړې او پر انټرنېټ خپرې کړې دي چې ورڅخه یې ځينې ډېرې مشهورې شوې دي. مومند وايي، د سندرغاړي جوړېدو لپاره يې ډېرې سختۍ ګاللې دي. دی زياتوي، په وروستيو کې يې د يوشمېر غزلونو ترڅنګ ټپې هم په ارامه موسيقۍ کې ويلي او خلکو خوښې کړې دي. د اسفنديار مومند دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more55minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.