Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
August 01, 2024ناصر رېشم وايي معذورۍ يې د هنر مخه نه ده نيولېد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات د خوازه خېلې يو ځوان سندرغاړی ناصر رېشم دی. نوموړي د يوشمېر غزلونو ترڅنګ په بېلا بېلو اندازونو ټپې هم ويلې دي. رېشم وايي په ماشوموالي کې ګوزڼ وهلی وو چې له وجې يې په ښۍ پښه معذوره شو خو زیاتوي چې پر هغې سربېره یې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی دی. د ناصر رېشم خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more51minPlay
July 25, 2024عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل ديد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی عادل يار خان دی. نوموړی د سندرو ويلو ترڅنګ د پېښور په ګلبهار کې د وېښتو جوړولو يو دوکان (سالون) هم لري. دی وايي، ۱۰ کاله وشول چې د پښتو موسيقۍ ميدان ته وروتلی او تر اوسه يې ۳۵ سندرې خپرې کړې دي. عادل يار خان زياتوي چې په پښتو غزل ويلو کې نوم ګټل غواړي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
July 11, 2024"د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د ګيله من وزير د ژوند هنري اړخ ته ځانګړې کړې ده. هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال مخکښ او پېژندلی شاعر وو. پر نوموړي د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې حمله وشوه او په سخت ټپي حالت کې د هغه ښار په پېمز روغتون کې بستر شو خو نوموړی د جولای پر ۱۱مه ومړ. د نوموړي پر مړينه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه او پلويانو ترڅنګ د سيمې سياسي او قومي مشرانو او مدني فعالانو خپګان وښود. په خپرونه کې د ګيله من وزير د شعر، له موسيقۍ سره يې د مينې او د ولسي محبوبيت د لاملونو په اړه د سيمې د پېژندليو سندرغاړو او شاعرانو خبرې اورېدای شئ....more53minPlay
July 04, 2024ګوهر جان وايي د صوابۍ ګڼ ځوانان د موسيقۍ زده کړو ته لېواله ديد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ يو پېژندلی سندرغاړی ګوهر جان دی. نوموړی د مانېرۍ کلي دی او د سندرې ويلو ترڅنګ شعر هم ليکي. ګوهر جان وايي، موسيقۍ يې له بېلا بېلو استادانو زده کړې. د ده په خبره، د صوابۍ ګڼ ځوانان غواړي چې سندره ويل او يا هم کوم ساز غږول زده کړي. دی دعوه کوي چې د پښتو ځینو موسيقارانو یې کمپوزونه غلا کړي دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more55minPlay
June 27, 2024مينه ګل وايي د خپلو سندرو شعر او موسيقۍ ته خاص پام کويد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې وايي د سندرو پيل يې په ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان ټېلېويژن له اسلام اباد څانګې څخه کړی دی. د دې په خبره، اول به يې اردو او سرايکي سندرې ويلې خو وروسته يې د ځينو پښتنو هنرمندانو په مشوره پښتو سندرو ويلو ته مخه کړه. مينه ګل خوشاله ده چې پښتنو يې يوشمېر سندرې خوښې کړې دي. د نوموړې دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
June 13, 2024يمي خان وايي د ده د سټوډيو ګڼې پښتو سندرې مشهورې شوې ديد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان هنرمند يمي خان دی. نوموړی په هم هغه ښار کې د "يمي سټوډيو" په نوم د موسيقۍ د ثبت يو ځای لري چې د ده په خبره، د پښتو تقريباً ټولو پېژندليو سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. يمي خان زياتوي، اوسمهال موسيقي ډېجېټل یا کمپیوټري شوې خو ده کوښښ کړی دی چې په پښتو سندرو کې د سيمې روايتي سازونه وکاروي. نوموړی خپله هم کله نا کله سندره وايي او د ټولنيزو شبکو له لارې يې خلکو ته رسوي. په خپرونه کې د يمي خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ....more53minPlay
June 06, 2024اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دید دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېښور مېشتی سارينده غږوونکی، اعجاز سرحدي دی. نوموړی په سيمه کې د ساريندې يوازينی غږوونکی دی. سرحدي د ساريندې د نوميالي استاد منير سرحدي زوی دی. اعجاز سرحدي وايي، تر پلار مخکې يې نيکه هم سارينده غږولې وه چې د ده په خبره، رېکارډونه يې په “ال انډيا راډيو” کې شته. سرحدي دعوه لري چې سارينده ډېر کلونه پخوا د خيبر د تيرا هنرمندانو ايجاد کړې وه. د نوموړي دا خبرې او غږولې ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more51minPlay
May 30, 2024امتياز حسين وايي د پاړه چينار په ميوزک اکاډمۍ کې ۲۳ شاګردان لريد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د کورمې يو ځوان او تعليم يافته هنرمند امتياز حسين دی. نوموړی الېکټريکل انجينير دی خو وايي له موسيقۍ سره يې شوق دی او په هم هغه ميدان کې نوم ګټل غواړي. حسين له ۲۰۱۸ز کال راهيسې په پاړه چينار کې يوه ميوزک اکاډمي لري چې د ده په خبره، دا مهال پکې د سيمې ۲۳ ځوانان موسيقي زده کوي. نوموړی د پنجاب په مرکز لاهور کې د موسيقۍ زده کړې کوي او غواړي چې په هغه ښار کې هم د رباب د زده کړې يو مرکز پرانېزي. د حسين د هنري کارونو په اړه يې خبرې او غږولې ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
May 23, 2024رفيع حنيف وايي د کابل سقوط تر بل هر چا زيات افغان هنرمندان ځپلي ديد دې اونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه په پېښور کې مېشت يو افغان کډوال سندرغاړی رفيع حنيف دی. دی وايي، د ۲۰۲۱ز د اګست له ۱۵مې سمدستي وروسته، چې کابل د افغان طالبانو لاسو ته ولوېد، د ده په شمول ګڼ افغان هنرمندان افغانستان پرېښودو ته اړ شول. حنيف زياتوي، په پېښور کې کار روزګار نه لري او ژوند يې سخت دی. د نوموړي په خبره، په دې لټه کې دی چې کوم غربي هېواد ته ولاړ شي او خپل ژوند له نوي سره پيل کړي. د رفيع حنيف دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
May 16, 2024اياز خان وايي د خپلو سندرو له وجې د سوات پر خلکو ډېر ګران دید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اياز خان دی. نوموړي يوشمېر غزلونه، سندرې او ټپې ويلې دي. دی په سيمه کې ولسي پروګرامونو ته هم ځي او وخت په وخت نوې سندرې خپروي. اياز خان وايي، د سوات ولس د يو سندرغاړي په توګه منلی دی او ډېره مينه يې ورکړې ده. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more56minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.