Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
January 16, 2025سلطان شاه وايي د سندرغاړي لپاره ټولنيزه ميډيا کارول ډېر مهم ديد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېښور مېشتی سندرغاړی سلطان شاه دی. نوموړی وايي، پلرنی ټاټوبی يې کورمه دی خو کورنۍ يې موده کېږي چې پېښور ته کډه شوې ده. د ده په خبره، نيکه او وروسته يې پلار هم موسيقي کړې او همدا لامل وو چې دی د پښتو موسيقۍ ميدان ته ووت او اولنۍ سندره يې په ۲۰۰۶ز کال کې ثبت او خپره کړه. شاه زياتوي چې اوسمهال د يوه سندرغاړي لپاره ډېره اړينه ده چې د ټولنيزو شبکو پر کارولو پوه وي او له هم هغې لارې خپلې سندرې خلکو ته ورسوي. د سلطان شاه دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
December 19, 2024نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتيد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی زرولي افغان دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي افغان زوی دی. دی په خپګان وايي چې له ۳۰ کلونو موسيقۍ کولو وروسته يې پر افغانستان واکمن طالبان نور هلته سندرو ويلو ته نه پرېږدي. افغان وايي، په کابل کې ټیکسي چلوي او خپله کورنۍ ساتي. د ده په خبره، د افغانستان شاوخوا ۲۶،۰۰۰ هنري کورنۍ د بېکارۍ له وجې مرستو ته اړ شوې دي. نوموړی وايي، د نویو سندرو جوړولو او د موسیقۍ د محفلونو له لارې د یو څو روپیو ګټلو لپاره کله نا کله پېښور ته ځي. په خپرونه کې د زرولي افغان دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ....more53minPlay
December 12, 2024ضياالدين ضيا وايي د "خيبر جرګې" سندره يې خورا مشهوره شوېد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د سوات يو سندرغاړی ضياالدين ضيا دی. نوموړی د مینګورې په سبزي منډیۍ کې د خپل روزګار ترڅنګ شوقيه سندرې وايي. ضيا په وروستيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ يوشمېر سندرې ويلې دي. دی وايي، د هنر هدف يې د پښتون وطن د ارامۍ او د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کول دي. د ضياالدين ضيا دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
December 05, 2024خانزاده اسفنديار خټک: پښتانه لا هم نڅا هنر نه بوليد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سيمې يو پېژندلی رقاص خانزاده اسفنديار خټک دی. نوموړي په پاکستان کې له بېلا بېلو استادانو د "کتک" په نوم هندۍ کلاسيکي نڅا زده کړې او وايي چې د همهغې پوهې په مټ يې د پښتنو په دوديزو نڅاګانو کې نوښتونه کړي دي. دی وايي، پښتانه د هنري او فرهنګي پروګرامونو او مېلو له لارې په خپلو سیمو کې امن بحالولای شي. په خپرونه کې د اسفنديار خټک د خبرو تر څنګ د نڅا ځينې نغمې هم اورېدای شئ....more53minPlay
November 28, 2024بلال جمشېد: هنرمندان بايد موسيقي د خپلې ګټې يوازېنۍ وسيله و نه ګرځويد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سيمې يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی بلال جمشېد دی. نوموړی د مردان دی، خو موده کېږي چې له خپلې کورنۍ سره په پېښور کې اوسي. جمشېد وايي، هڅه کوي چې د سندرې انداز يې ځانګړی وي. د ده په خبره، د پښتنو هنرمندانو د ژوند معيار به هله ښه کېږي چې هغوی د موسيقۍ ترڅنګ نور روزګارونه هم وکړي. د بلال جمشېد دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more52minPlay
November 21, 2024عزت ګل وايي د پښتو موسيقۍ د لویو استادانو صحبت يې نصيب شوی دید دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی عزت ګل دی. نوموړی وايي، کورنۍ يې کلونه پخوا د ننګرهار له پچيره اګام ولسوالۍ څخه پېښور ته کډه شوې. د عزت ګل په خبره، هنري زده کړې يې هم په پېښور کې له بېلابېلو استادانو کړې دي او له تېرو شاوخوا ۲۸ کلونو راهيسې سندرې وايي. نوموړی زياتوي چې هنر يې ښه پر مخ روان دی او له خپل ژونده خوشاله دی. د عزت ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
November 14, 2024اصغر اقبال وايي د موسیقۍ زده کړې لپاره یې خورا محنت کړید دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اصغر اقبال دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی کورمه دی، خو دی په پېښور کې زېږېدلی او هم هلته يې له بېلا بېلو استادانو موسيقي زده کړې ده. اقبال وايي، خورا زيات محنت يې کړی چې په وینا یې، ثمر يې ترلاسه کړی او په پښتو موسيقۍ کې يې نوم ګټلی دی. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more52minPlay
November 07, 2024زريالی صمدي وايي پېښور يې دويم کور او ژوند يې پکې ښه دید دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی زريالی صمدي دی. نوموړی د ننګرهار د يوې هنري کورنۍ دی. صمدي او کورنۍ يې له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهيسې په پېښور کې اوسي او هم هلته خپل هنري کارونه مخ ته وړي. صمدي وايي، د کډوالۍ د لومړيو وختونو په پرتله يې دا مهال په پېښور کې ژوند ارامه دی. په خپرونه کې د زريالي صمدي دا خبرې او ځينې نوې سندرې يې اورېدای شئ....more53minPlay
October 31, 2024ملنګ زين الله جان وايي چترالی سيتار يې بېرته ژوندی کړید دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی چترالی سيتار غږوونکی زين الله جان ملنګ دی. نوموړی وايي ۱۲ کلن وو چې سيتارغږول يې پيل کړل او وروسته يې له استادانو رسمي زده کړې وکړې. د ملنګ په خبره، د پاکستان راډيو او ټيلېوېژن د موسيقۍ پروګرانو سربېره يې په ګڼو پښتو فلمي سندرو کې هم سيتار غږولی دی. ملنګ زياتوي چې يوشمېر هېوادونو ته يې هنري سفرونه کړي دي او د پښتنو دا روايتي ساز يې نړيوالو ته ورپېژندلی دی. د ملنګ زين الله جان دا خبرې او د چترالي سيتار ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more52minPlay
October 24, 2024حيات افغان وايي د خپل هنر لپاره پېښور ته کډه شوید دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی حيات افغان دی. موده کېږي چې نوموړی له کابله پېښور ته کډه شوی او هلته يې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی دی. افغان وايي دی او کورنۍ يې په پېښور کې خوندي دي، حکومت کارډونه ورکړي چې هر کال يې تمديدوي. نوموړی زياتوي چې د هنر موخه يې پښتنو ته له وطن سره د مينې پيغام ورکول دي. د حيات افغان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.