Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
October 17, 2024رباب غږوونکي ماسټر اظهار له ۸ استادانو زده کړه کړېد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د تاڼې کلي يو پېژندلی رباب غږوونکی ماسټر اظهار دی. نوموړی وايي زده کړه يې له بېلا بېلو استادانو کړې او د خپل محنت په مټ بريالی شوی چې په پښتو رباب کې کلاسيکي رنګ جوت کړي. اظهار زياتوي چې په رباب کې يې يو تار اضافه کړی چې په خبره يې، دې کار يې هنر نور هم غښتلی کړی دی. د ماسټر اظهار خبرې او ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more51minPlay
October 10, 2024اسحاق خان وايي مساپرۍ يې هنر زيانمن کړید دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسحاق خان دی. نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولايت دی، خو يوه موده يې په پېښور کې ژوند کړی او له تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو راهيسې د چېک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې اوسېږي. خان د مشال راډيو په مرکزي دفتر کې د تخنيک په برخه کې د کار ترڅنګ وخت په وخت نوې سندرې هم خپروي. خو دی په خپګان وايي چې مساپرۍ يې د سندرو جوړولو امکانات ورته کم کړي دي. د اسحاق خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more55minPlay
October 03, 2024زياد خان وايي سندره بايد تر خپرواي مخکې راجسټر شيد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی وايلن غږوونکی او د موسيقۍ ثبتوونکی زياد خان دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د نوښار د يوې هنري کورنۍ دی، خو له تېرې څه مودې راهيسې په پېښور کې اوسي او هلته اډيو سټوډيو لري. د زياد خان په وينا، دی دا مهال په خيبر پښتونخوا کې یوازینی وايلن غږوونکی دی. نوموړي په خپله سټوډيو کې ګڼو پښتنو سندرغاړو ته سندرې جوړې او په موسيقۍ کې يې نوې تجربې کړې دي. خان وايي چې د سندرغاړو د سندرو د راجسټرولو کاروبار هم کوي. د زياد خان د هنري هلو ځلو په اړه یې خبرې او جوړې کړې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
September 26, 2024الماس خان اورکزی غزل ويل محنت طلبه کار بوليد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" مېلمه د سيمې يو سندرغاړی الماس خان اورکزی دی. نوموړی وايي، ۳۰ کلونه کېږي چې کورنۍ يې پېښور ته کډه کړې او د پښتو موسيقۍ په ميدان کې فعاله دی. اورکزي يوشمېر غزلونه او ولسي سندرې ويلي دي خو وايي غزل يې زیات خوښ دی. نوموړی وايي، دوه زامن يې هم هنرمندان دي او ورسره يوځای موسيقي کوي. د اورکزي د ژوند او هنر په اړه یې خبرې او ځينې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ....more49minPlay
September 19, 2024اسفنديار مومند وايي د نويو ټپو ویډيو يې پر انټرنېټ خورا زياته مشهوره شوېد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. نوموړي په وروستيو کې د سيمې له يوې سندرغاړې ثنا ګل سره د ویلو غبرګو ټپو ویډیو پر خپل رسمي یوټیوب چینل خپره کړه چې په دوو اونیو ۲.۵ مېلیونه ځلې ولیدل شوه. مومند دا يوه لويه لاس ته راوړنه بولي او وايي چې ده ته يې د لا ښو سندرو جوړولو روحيه بخښلې. دی زياتوي، کوښښ يې دی چې اسان فهمه شعرونه د سيمې له روايتي سازونو سره ووايي. د نوموړي دا خبرې او د مشهورو شويو ټپو ترڅنګ ځينې نورې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more52minPlay
September 12, 2024نصيب ګل وايي قوالي انسان ته ذهني سکون وربښيد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی نصيب ګل دی. نوموړی پېښور ته نيږدې د ماشو خېلو کلي د يوې هنري کورنۍ غړی دی. نصيب ګل وايي، ماشوم وو چې پلار يې مړ شو او دی اړ شو چې د کورنۍ د کفالت لپاره سندرې ووايي. دی زياتوي، موسيقي يې له څلورو بېلا بېلو استادانو زده کړې. د ده په خبره، د حجرو په محفلونو کې سندرې وايي او ترڅنګ يې د پېښور په ډبګرۍ کې د عبدالستار شاه باچا په دربار کې قوالي هم کوي. د نصيب ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
September 05, 2024عمران سواتی وايي"پاک - افغان دوستي" سندره به ژر خپره کړيد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی عمران سواتی دی. نوموړی د سوات د مینګورې دی، خو د خپلو هنري کارونو لپاره په پېښور کې اوسي. دی وايي، د موسيقۍ زده کړې يې له بېلا بېلو استادانو کړي. د ده په خبره، له يوشمېر ښځينه سندرغاړو سره یې ویلې غبرګې سندرې د خلکو زياتې خوښې شوې دي. سواتی زياتوي، د افغانستان او پاکستان د وګړو ترمينځ یې د دوستۍ په موخه يوه سندره جوړه کړې، چې ژر به يې خپره کړي. د عمران سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
August 29, 2024نياز خان وايي د "پټيالې کورنۍ" له استادانو موسيقي زده کويد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو سندرغاړی نياز خان دی. نوموړی وايي، له هندي کلاسيکي موسيقۍ سره خپلې مينې اړ کړ چې په لاهور کې د موسيقۍ د يوې مشهورې کورنۍ “پټياله ګهرانه” شاګرد شي. نياز خان زياتوي، د موسيقۍ د زده کړې لپاره مسلسل محنت شرط دی. نوموړی پر پښتنو غږ کوي چې د خپلو هنرمندانو قدر وکړي. د نياز خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more57minPlay
August 22, 2024سيد ماهي شاه وايي لومړۍ سندره يې له کورنۍ په پټه ويلې وهد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د کرک ضلعې يو ځوان سندرغاړی سيد ماهي شاه دی. نوموړی په انګليسي ادبياتو کې ماسټري لري او له تېرو څو کلونو راهيسې په پېښور پوهنتون کې استاد دی. شاه هنر ته هم وخت ورکړی او وخت په وخت پښتو سندرې خپروي. دی وايي، کورنۍ ورته په دې شرط د موسيقۍ کولو اجازه ورکړه چې خپل تعليم به پوره کوي او معياري شعر به وايي. نوموړی زياتوي، تعليم يافته پښتانه ځوانان د موسيقۍ ميدان ته راتلل غواړي خو د زدکړې موقعې ورته برابرې نه دي. د سيد ماهي شاه دا خبرې اوځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
August 08, 2024ذيشان جنت ګل وايي په ۸ کلنۍ کې يې سندرې ويل پيل کړي ولد دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی ذيشان جنت ګل دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او وايي په اته کلنۍ کې یې له خپل پلار سره پر سټېج سندرې ويل پيل کړي ول. ۲۴ کلن جنت ګل زياتوي چې په پېښور کې خپله اډيو سټوډيو لري او ترڅنګ يې د پښتو موسيقۍ د پرلیکه یا انلاین خپراوي کاروبار هم کوي. د نوموړي د هنري کارونو په اړه یې خبرې او ځينې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.