Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
April 04, 2024زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې دهد دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی هارمونيیم غږوونکی او موسيقار زر محمد زرو دی. نوموړي ګڼو پښتنو سندرغاړو او داراز پښتو فلمونو ته سندرې جوړې کړې دي. دی البته له پښتنو فلمسازانو ګيله من دی چې د سندرو د ویډيو کولو په برخه کې پښتني او اخلاقي ارزښتونه په پام کې نه نيسي. د زر محمد زرو خبرې او جوړې کړې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more55minPlay
March 28, 2024اجمل عزيز وايي سندره يې ځکه نه راځي چې د ثبت پيسې يې نه لريد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی اجمل عزيز دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي. عزيز وايي، د اسلام اباد په مېوې منډۍ کې خپل وړوکی کاروبار هم لري. نوموړی البته زياتوي چې د يوې سندرې ثبت زرګونه روپۍ غواړي او همدا وجه ده چې سندرې يې په ځنډ راځي. د اجمل عزيز دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
March 21, 2024سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږديد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو پېژندلی سندرغاړی سردار يوسفزی دی. نوموړي ګڼې سندرې ويلي چې د کېسټونو او انټرنېټي ويډيګانو له لارې خلکو ته رسېدلې دي. د يوسفزي ځينې سندرې مشهورې شوې هم دي. خو نوموړی وايي چې له تېرې څه مودې راهيسې يې د روزګار غمونه سېوا او هنري کارونه ټکڼي شوي دي. د سردار يوسفزي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more52minPlay
March 14, 2024ډاکټر عرفان خليل وايي د پېښور ډېری هنرمندان مرستو ته اړتيا لريد دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی ډاکټر عرفان خليل دی. نوموړی هوميوپیتېک ډاکټر دی او وايي چې د سندرو پيل يې په ۱۹۹۲ز کال کې د پاکستان ټېلېويژن له پېښور څانګې څخه کړی دی. خليل د يوشمېر کیسټونو خپرولو ترڅنګ د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ويلې دي. د نوموړي په خبره، په پېښور او شاوخوا کې د نعت ويلو لپاره هم شهرت لري. خليل د هنرمندانو د خيرښېګڼې لپاره د کارکوونکې يوې ټولنې فعاله غړی هم دی. په خپرونه کې د ډاکټر عرفان خليل د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او د ځينو سندرو ترڅنګ يې يو نعت هم اورېدای شئ....more53minPlay
February 22, 2024صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لريد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی صادق اپرېدی دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی د خيبر ضلعې تيرا سيمه ده خو دی له خپلې کورنۍ سره يو ځای شاوخوا ۲۰ کاله پخوا پېښور ته کډه شوی دی. اپرېدی وايي، د کورنۍ مشرانو يې په پښتو موسيقۍ کې نوم ګټلی او اوسمهال یې يوشمېر نور خپلوان هم د موسيقۍ په ميدان کې فعاله دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
February 15, 2024وحيد حيدر وايي غزل ويل زيات محنت غواړيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د اورکزيو يو پېژندلی سندرغاړی وحيد حيدر دی. نوموړی په پېښور کۍ اوسي او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي. حيدر د يوې هنري کورنۍ دی، پلار او ترونو يې هم موسيقي کړې ده او نوم يې ګټلی دی. دی وايي، غزل يې زيات خوښېږي او په ښه توګه يې د ويلو هڅه کوي. د حيدر د هنر په اړه يې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
February 01, 2024سني اتل يوسفزی وايي کورنۍ يې د هنري هلو ځلو ملاتړې دهد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی سني اتل يوسفزی دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مردان دی او د خپلو زده کړو ترڅنګ يې رباب غږول او سندره ويل زده کړي دي. يوسفزی وايي، زياته توجه يې سندرې ته ده او غواړي سندرغاړی شي. د نوموړي خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
January 25, 2024بلال خان بلال وايي "اهنګ کده" کې خلک د رباب تر څنګ ګېټار هم زده کويد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو ځوان او تعليم يافته رباب غږوونکی بلال خان بلال دی. نوموړی په اسلام اباد کې د "اهنګ کده" په نوم د موسيقۍ، په تېره د رباب د زده کړې يو مرکز چلوي. ده او ملګرو يې د جنورۍ پر ۱۹مه د هغې مرکز شپږمه کليزه ولمانځله. بلال خوښ دی چې په تېرو کلونو کې يې يوشمېر شاګردان روزلي او مرکز يې اوس د پخوا پرتله زيات فعاله دی. د بلال خان بلال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
January 18, 2024اصف کمال وايي د سندرې ويلو لپاره له استاده زدکړه ضروري دهد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی سندرغاړی اصف کمال دی. نوموړی د غزل ترڅنګ ټپه او چاربېته هم وايي. د کمال په خبره، موسيقي يې له استادانو زده کړې او خوښ دی چې په غږ يې يوشمېر سندرې مشهورې شوې دي. نوموړی پر ځوانو سندرغاړو غږ کوي چې موسيقي زده او د خپلو سندرو لپاره ښه شعرونه انتخاب کړي. د اصف کمال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
January 11, 2024اصف حسين وايي ګڼو سندرغاړو ته يې سندرې جوړې کړې ديد دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو نوميالی هنرمند اصف حسين دی. نوموړی سندرغاړی، د موسيقۍ استاد او ترتیبوونکی دی. دی د يوې هنري کورنۍ دی او وايي چې مشران يې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند له راجستانه پاکستان ته کډه شوي ول. نوموړی زياتوي، تقريباً ټولو پښتنو سندرغاړو ته يې سندرې جوړې کړې دي چې په وينا يې، ګڼې مشهورې شوې هم دي. په خپرونه کې د اصف حسين د ژوند او هنر په اړه غږېدلي یو او د ده جوړې کړې سندرې هم درخپروو....more52minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.