Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
October 12, 2023عرفان زېده وال وايي اول ناامنۍ او اوس ګرانۍ پښتو هنر اغېزمن کړی دید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ د زېدې کلي يو سندرغاړی او باجه (هارمونيم) غږوونکی عرفان زېده وال دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی. زېده وال د هنر پيل له تبلې غږولو کړی وو خو وروسته يې باجه او ورسره سندره ويل زده کړل. دی وايي، ۲۵ کاله د نوميالي ولسي سندرغاړي کفايت شاه باچا په هنري ډله کې پاتې شوی. هغه زياتوي چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له وجې د هنرمندانو کار روزګار خراب شوی دی. د عرفان زېده وال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
September 28, 2023ځوان سندرغاړی شهاب شاهین وايي سوات کې د موسیقۍ سټوډیو پرانیزيپه هارون باچا هنري ګړۍ کې مو نن د سوات ځوان سندرغاړی شهاب شاهین مېلمه دی. د نوموړي مورنۍ ژبه توروالي ده خو له پښتو سره د مینې له کبله پښتو سندرې وايي. هغه اوسمهال د موسیقۍ زده کړې کوي او د لاهور له بیکنهاوس نیشنل یا ملي پوهنتونه یې د تیېټر (تیاتر)، فلم او ټېلېوېژن په څانګه کې لوړې زده کړې کړې دي. په خپرونه کې د شاهین سندرې هم درخپروو....more53minPlay
September 21, 2023کمال خان وايي خپل هنر د ولس بیدارۍ لپاره کارول غواړيپه هارون باچا هنري ګړۍ کې مو دا اوونۍ د ملاکنډ له ځوان سندرغاړي کمال خان سره خبرې کړې دي. نوموړي د خپل اواز او د ښه شاعرې د انتخاب له کبله په کم وخت کې په پښتو موسیقۍ کې نوم ګټلی دی. دی وايي، خپل هنر د ولس بیدارۍ لپاره کارول غواړي. په خپرونه کې د نوموړي سندرې هم اورېدای شئ....more53minPlay
September 14, 2023خالد ملک: سندرغاړي د سندرو زياتو لګښتونو پرېشانه کړيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی خالد ملک دی. نوموړی اصلاً د صوابۍ دی خو په پېښور کې لوی شوی او هم له هغه ځايه يې د هنر پيل کړی دی. د ملک يوشمېر سندرې مشهورې شوې دي. دی البته وايي چې اوسمهال د يوې سندرې په جوړولو لږترلږه ۵۰،۰۰۰ روپۍ لګښت کېږي او په خبره يې چې پښتانه سندرغاړي له دې امله پرېشانه دي. د خالد ملک دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
September 07, 2023خورشید عالم صابر وايي خپلو سندور ته ویډیو جوړول ورته ګران ديد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه سندرغاړی خورشيد عالم صابر دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مردان د بخشالي کلي دی. ۵۳ کلن صابر د خپل ژوند زياتره وخت د عربي هېوادونو په مساپرۍ کې تېر کړی او اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې کار روزګار کوي. صابر وايي، يوشمېر کمپوزونه يې د مشهورتيا وړ وي، خو دی يې ولس ته په ويډيويي بڼه د وړاندې کولو په چل نه پوهېږي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more55minPlay
August 31, 2023بلال شفقت وايي، شپېلۍ د نړۍ تر ټولو ګران ساز دید دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو نوميالی شپېلۍ يا فلوټ غږوونکی بلال شفقت دی. نوموړی وايي، کورنۍ يې شاوخوا ۷۰ کاله مخکې له لاهوره پېښور ته کډه شوې ده. د شفقت د کورنۍ يوشمېر کسان بېلا بېل سازونه غږوي او شاګردان هم روزي. د شفقت په خبره، د سيمې له تقريباً ټولو نومياليو سندرغاړو سره يې په سټوډيو کې او يا هم پر سټيج په شپېلۍ همکاري کړې ده. دی دعوه کوي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې يې د پښتو په سلګونه زره سندرو کې شپېلۍ غږولې. د نوموړي دا خبرې او غږولې ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
August 24, 2023خيال ګل نسيم وايي نوې سندرې یې ځکه نه راځي چې د ثبت پیسې نه لريد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی سندرغاړی خيال ګل نسيم دی. د ده پلرنی ټاټوبی د صوابۍ "پرمولي" کلی دی خو د موسيقۍ د زده کړې لپاره شاوخوا ۱۷ کاله وړاندې د چارسدې اتمانزیو ته کډه شوی وو او له خپلې کورنۍ سره اوس هم هلته اوسي. نسيم يوشمېر غزلونه او ولسي سندرې ويلې دي خو په وروستيو کلونو کې يې نوې سندره نه ده خپره کړې. دی زياتوي، نوي کمپوزونه يې تيار کړي، خو په سټوډيو کې يې د ثبتولو پيسې نه لري. د خيال ګل نسيم دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more53minPlay
August 17, 2023طاهر فېروز وايي د کیسټونو سندرې تر ډېجېټل هغو زياتې خوندورې وېد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د بلوچستان د کوټې يو پېژندلی سندرغاړی طاهر فېروز دی. نوموړی په پښتو ادبياتو کې ماسټري لري. د ده په وينا، د سندرو پيل يې د پاکستان راډيو له کوټې څانګې کړی. وروسته يې د ټېلېويژن پروګرامونو ترڅنګ يوشمېر کیسټونه هم خپاره کړل. فېروز له يوه ځايي اېف اېم راډيو سره د يوې هنري خپرونې د کوربه په توګه هم کار کوي. نوموړی زياتوي، د اوسنيو ډېجېټل سندرو خوند د کیسټونو هغو ته نه رسي. د ده دا خبرې او سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ....more54minPlay
August 10, 2023جلال خان یوسفزی وايي د نوي نسل لپاره د موسیقۍ زده کړو انتظام اړین دید دې اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" کې مو سندرغاړی جلال خان یوسفزی مېلمه دی. نوموړی د خیبر پښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی، د پېښور له اېډورډز کالج او پوهنتونه یې زده کړې دي او د سندرو ویلو تر څنګ په اسلام اباد کې وکالت هم کوي. په خپرونه کې له یوسفزي سره د هغه پر ژوند او هنر غږېدلي یو او سندرې یې هم درخپروو. بشپړه خپرونه واورئ....more52minPlay
August 03, 2023شان خان وايي ټولنیزو شبکو هنرمندانو ته زیاته ګټه رسولې دهدا اوونۍ مو په هارون باچا هنري ګړۍ کې د جنوبي وزیرستان له سندرغاړي شان خان سره خبرې کړې دي. نوموړی اوسمهال په اسلام اباد کې اوسي او د پښتو تر څنګ یې په اردو ژبه هم سندرې ویلې دي. شان خان د نومیالي سندرغاړي کمال مسید زوی دی. دی وايي، ټولنیزو شبکو د ده په ګډون ګڼو پښتنو هنرمندانو ته ګټه رسولې ده. په خپرونه کې د خان د ژوند او هنر په اړه نورې خبرې او سندرې اورېدای شئ....more53minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.