Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
September 29, 2022عبيد خان وايي په سندرو کې ژوندي سازونه کارويد دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ يو ځوان سندرغاړی عبيد خان دی. نوموړي په وروستيو کې د خاطر اپرېدي يو غزل ثبت او پر خپل يوټيوب چینل خپور کړی دی. عبيد خان وايي، د موسيقۍ رسمي زده کړې يې نه دي کړي، خو د سيمې ځينې استادان ورسره وخت په وخت په کمپوزونو جوړولو کې مرسته کوي. دی زياتوي چې رباب، سارينده، وايلن او کلارنټ يې د خوښې سازونه دي او هڅه کوي چې په خپلو سندرو کې يې په ژوندۍ بڼه وکاروي. د عبيد خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more54minPlay
September 22, 2022عنايت الله: د سوات هنرمندان د طالب وسله والو بیا فعالیدنې اندېښمن کړيد دې اوونۍ د (هارون باچا هنري ګړۍ) خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی عنايت الله دی. نوموړي د خپلو رسمي زده کړو ترڅنګ هنر ته هم وخت ورکړی او وخت په وخت يې سندرې جوړې او پر انټرنېټ خپرې کړې دي. عنايت الله وايي چې موسيقي يې د پاکستانيو استادانو ترڅنګ له امريکايي هنرمندانو هم زده کړې. دی البته په سوات کې د طالب وسله والو د بېرته فعاليت خبرو اندېښمن کړی او له حکومته غواړي چې د عامو خلکو سره سره د سيمې د هنرمندانو د ژوند د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي. د عنايت الله دا خبرې او ځينې نوې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more54minPlay
September 15, 2022وږمه صدارتي جايزې ته نومول کېدو خوشاله کړېد دې اوونې د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه نوميالۍ سندرغاړې وږمه ده. د پاکستان حکومت په وروستيو کې اعلان وکړ چې نوموړې ته به د ۲۰۲۳ز د مارچ پر ۲۳مه صدارتي جايزه ورکوي. وږمه دې خبر خوشاله کړې ده او وايي چې دا انعام د خپلو پښتنو وروڼو خويندو په نوم کوي. په خپرونه کې د هغې د ژوند او هنر په اړه خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ....more53minPlay
September 08, 2022رېشم یوسفزی وايي د پښتو ادب او موسیقۍ خدمت کول غواړيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبرپښتونخوا د سوات يو ځوان سندرغاړی رېشم يوسفزی دی. نوموړی په وړوکتوب کې ګوزڼ وهلی وو. هغه وايي، درزيتوب يا خياطي يې مسلک دی او ترڅنګ يې سندرې هم وايي. دی زياتوي چې د خپل هنر له لارې د پښتني ادب او موسيقۍ خدمت کول غواړي. د رېشم يوسفزي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more53minPlay
September 01, 2022له سېلاب ځپليو سره د مرستو لپاره د خيبرپښتونخوا د سندرغاړو هلې ځلېد دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمانه د خيبرپښتونخوا دوه نوميالي سندرغاړي بختيار خټک او کرن خان دي. دوی دا مهال د سېلاب ځپليو لپاره د مرستو ټولولو پر چارو بوخت دي. پر دې فلاحي کارونو او هنر مو يې ورسره خبرې کړې دي. په خپرونه کې د بختيار خټک او کرن خان سندرې هم اورېدای شئ....more53minPlay
August 25, 2022سني خان ترک: کاناډا مېشتي پښتانه او افغانان پر خپلې موسيقۍ ميين ديد دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه کاناډا مېشتی ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. دی د مانسهرې په اوګۍ نومې کلي کې زېږېدلی او لوی شوی، خو له تېرو پينځو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا ښار کې له خپلې کورنۍ سره يوځای اوسي. ترک وايي، سندره او هارمونيم يې د خپل کلي له يوه استاده ياد کړي او هڅه کوي په خپلو سندرو کې د پښتو ولسي موسيقۍ خواږه ځای کړي. نوموړی خوښ دی چې په کاناډا کې ورته پښتانه او افغانان د موسيقۍ محفلونه جوړوي. د سني خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
August 15, 2022پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ افغان هنر او فرهنګ څه ډول اغېزمن کړي؟د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ يو کال پوره شو. پر همدې نېټه مو د "هارون باچا هنري ګړۍ" په ځانګړې خپرونه کې په افغانستان کې پر ښکليو هنرونو د بنديز موضوع ته کتنه کړې. په خپرونه کې هغو افغان سندرغاړو چې دا وخت له افغانستان د باندې ژوند کولو ته اړ شوي، خپل احساسات او تاثرات شريک کړي. د چارو دوو شنونکو هم د پښتون افغان وطن د لرغوني موسيقۍ او فرهنګ پر ارزښت او ورته د طالبانو له لاسه پر پېښو خطرونو رڼا واچوله. په خپرونه کې سندرې هم اورېدای شئ....more54minPlay
August 04, 2022اياز خان وايي سندره يې ژوند دیدا اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو پېژندلی سندرغاړی اياز خان دی. نوموړي اولنۍ سندره په ۱۹۹۸ز کال کې ويلې وه او تر هغې وروسته يې د پام وړ شمېر غزلونه، سندرې او ټپې ثبت او خپرې کړې دي. اياز خان وايي، خپل ټول وخت او انرژي يې د هنر زده کړې او د سندرو جوړولو ته ورکړي دي. نوموړی خوښ دی چې د سوات خلک يې د موسيقۍ محفلونو ته وربولي او له سندرو یې خوند اخلي. د اياز خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more53minPlay
July 07, 2022خالد ملک: پېښور ته له کډه شويو افغان هنرمندانو سره تر خپلې وسې مرستې کوود دې اونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی خالد ملک دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی صوابۍ دی خو د ژوند لويه برخه يې په پېښور کې تېره کړې او اوس هم له هغه ځايه خپل هنري کارونه مخ ته وړي. ملک وايي، په ۲۰۱۶ز کال کې يې د “ليلا ليلا ليلا” په نوم يوه سندره مشهوره شوه او تر هغې وروسته ده کوښښ کړی چې خپلو اورېدونکو ته نورې ښکلې سندرې وړاندې کړي. ملک زياتوي چې پېښور ته نوي کډه شوي افغان هنرمندان له يوه مشکل حالت سره مخامخ دي او دا چې دوی يې تر ممکنه بريده مرستې کوي. د خالد ملک د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more50minPlay
June 23, 2022ماسټر رحيم ګل په خیبر پښتونخوا کې پر موسیقۍ د بندیز لګېدو ویره لريد دې اوونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه د کواټ يو پېژندلی سندرغاړی ماسټر رحيم ګل دی. نوموړی وايي، د هنر يې ۳۰ کاله وشول خو زياتوي چې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د ده په شمول د سيمې هنرمندان له مالي او امنيتي ستونزو سره مخامخ دي. رحیم ګل وايي، د پښتونخوا د جنوبي ضلعو په کليو کې يو وارې بيا سختدريځه ډلو فعالیتونه پیل کړي او هنرمندان د موسيقۍ پروګرامونو ته نه پرېږدي. د نوموړي خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more50minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.