Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو درېیمه ماسپښینۍ خپرونه. په دې خپرونه کې لومړی خبرونه او بیا ځانګړې خپرونې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم درخپروو.... more
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.
July 01, 2021شخصي دښمني مې په ازادۍ هنر ته نه پرېږدي: کفايت شاه باچاد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو پېژندلی ولسي سندرغاړی کفايت شاه باچا دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې د زیدې کلي دی. باچا وايي، د ولسي سندرو ترڅنګ يې کله نا کله غزلونه هم ويلي دي. د ده په خبره، د کورنۍ شخصي دښمنۍ يې پر هنر سيوری غوړولی دی او نه شي کولای په خلاص مټ موسيقي وکړي. د باچا دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more41minPlay
June 24, 2021پنجاب کې پښتو موسیقۍ ته کار کوم: اجمل عزيزد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی اجمل عزيز دی. نوموړی په پېښور کې زېږېدلی خو له يوې مودې راهيسې د پنجاب په مرکز لاهور کې اوسي او هم هلته خپل هنري کارونه کوي. د عزيز د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more46minPlay
June 17, 2021د مینګورې اډيو سټوديو به مو د هنر چارې اسانه کړي: اياز خاندا اوونۍ په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د سوات د مرکزي ښار مینګورې د يوه ځوان سندرغاړي اياز خان خبرې او د هغه ځينې سندرې اورو. نوموړی خوشاله دی چې په همدې ښار کې د سندرو د ثبت يوه سټوډيو جوړه شوې. د اياز خان په خبره، دی او د سيمې نور سندرغاړي اوس کولای شي چې د پېښور پر ځای اوس په مینګوره کې د لږو پيسو په لګولو معياري سندرې جوړې کړي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more40minPlay
June 10, 2021د نوميالي شاعر امير رزاق امير ژوند او هنر ته کتنهد دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د ملاکنډ د نوميالي شاعر امير رزاق امير پر ژوند او هنر خبرو ته ځانګړې کړې ده. نوموړی د جون پر اوومه په ۶۳ کلنۍ کې د زړه درېدو له امله ومړ او په خپل کلي درګۍ کې خاورو ته وسپارل شو. د سيمې شاعرانو او فرهنګيانو د امير مړينه د پښتني شعر و ادب لپاره لويه ضايعه بللې. په خپرونه کې د دوی د خبرو ترڅنګ له موسيقۍ سره ويل شوي د امير رزاق امير ځينې شعرونه هم اورېدای شئ....more50minPlay
May 24, 2021د هنر هدف مې پښتو غزل ته کار کول دي: ارشاد ربانيد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو طرز جوړوونکی ارشاد رباني دی. نوموړی د چارسدې دی او وايي چې له موسيقۍ سره شوق ورڅخه کمپوزر جوړ کړ. د رباني په خبره، هڅه کوي چې د سيمې د منل شويو شاعرانو شعرونه کمپوز کړي او تکړه سندرغاړي يې ووايي. د رباني خبرې او سندرغاړو ويلي د ده کمپوزونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more44minPlay
May 06, 2021د مزدورۍ په پيسو سندرې جوړوم: ضياالدين ضياد دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د سوات د مېنګورې يو سندرغاړی ضياالدين ضيا دی. نوموړی هلته په سبزي منډیۍ کې د خپل کار روزګار ترڅنګ هنر ته هم وخت ورکوي. ضيا وايي، کمې سندرې ځکه خپروي چې د اډيو او وېډيو خرچې يې نه شي پوره کولی. د ضیا د ژوند او هنر په اړه خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
April 29, 2021د خپلو سندرو له لارې د پښتو ژبې خدمت کوم: اصف عليد دې اوونۍ "هارون باچا هنری ګړۍ" حپرونې ته مو له پېښوره موسيقار او سندرغاړی اصف علي مېلمه کړی. ده د هنر پيل له باجې غږولو کړی وو خو له تېرو څو کلونو راهيسې سندرې هم وايي. نوموړی سندرغاړو ته د طرزونو جوړولو ترڅنګ يو شمېر شاګردان هم روزي. د اصف علي د هنري کارونو په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more44minPlay
April 19, 2021استادان مې راته وايي چې ولسي سندره ښه ويلی شم: سني خان ترکد "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی سني خان ترک دی. نوموړی د مانسهرې د اوګۍ کلي دی، خو له تېرو څو کلونو راهيسې د کاناډا په وېکټوريا ايالت کې اوسي. ترک په مارچ کې پاکستان ته ولاړ، واده يې وکړ او اوسمهال د پېښور د موسيقارانو په مرسته نوې سندرې جوړوي. دی خوښ دی چې په کاناډا کې يې هم د هنر ملګري پيدا کړي او کنسرټونه کوي. د ترک خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په خای کې اورېدای شئ....more46minPlay
April 08, 2021سندرغاړي دې د خپراوي قانون وپېژني او استعمال دې یې کړي: همايون خاند مشال راډيو په "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه کې د سندرغاړي همايون خان خبرې اورئ. د هغه له نويو ټپو، د سندرو د ثبت له نوې سټوډيو یې او ځوانانو لپاره د موسيقۍ د زده کړو له هڅو به هم خبر شئ. هغه په پاکستان کې د کاپي رایټس (د خپراوي یا چاپ حقونو) قانون په اړه هم غږېدلی. خپرونه د غږ په کړکۍ کې اورېدای شئ....more48minPlay
April 05, 2021اول ترهګرۍ او اوس جهاني وبا هنرمندان زښت ځپلي: شوکت محمودد مشال راډيو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته مو له پېښوره سندرغاړی شوکت محمود مېلمه کړی وو. دی د سندرو ويلو ترڅنګ سرکاري نوکري هم کوي. محمود وايي، غزل يې زيات خوښېږي خو کله نا کله مستې سندرې هم وايي. نوموړی زیاتوي، له هغه راهيسې چې د کورونا وایرس جهاني وبا خپره شوې، د پښتونخوا د زياتره هنرمندانو کارونه ختم شوي او ژوند يې ګران شوی دی. د شوکت محمود دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more55minPlay
FAQs about درېیمه ماسپښینۍ خپرونه:How many episodes does درېیمه ماسپښینۍ خپرونه have?The podcast currently has 843 episodes available.