Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.... more
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 669 episodes available.
February 19, 2025خبري ګړۍ ۲د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي....more1hPlay
January 24, 2025شنونکي: د نجونو تعلیم د حکومت لومړیتوبونو کې شامل نه دیپه "نا ویلې خبرې" خپرونه کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې د هلکانو په نسبت د نجونو د کم تعلیمي کچ لاملونه څه دي. د پاکستان حکومت وايي، په هغه هېواد کې تر ۲۶ مېلیونه زیات ماشومان ښوونځيو ته نه ځي چې زیات شمېر یې نجونه دي. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم نړیواله ورځ لمانځي او پر حکومتونو یې غږ کړی دی چې تعلیم ته دې توجه زیاته کړي. په پاډکاسټ کې د تعلیمي چارو د سرکاري سلاکارانو ډلې غړی عمر اورکزی او په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د تعلیم لپاره کارکوونکې فعاله رضیه مسیده مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ....more47minPlay
January 09, 2025فعالانې وايي پښتانه ښځو ته د حقونو له ورکولو پرته پرمختګ نه شي کولاید مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې پر ښځو د تشدد پر لاملونو بحث کړی دی. له دې پرته به دا هم واورئ چې په هغه صوبه کې ښځې تر اوسه د تعلیم او کار په برخه کې پوره حقونه ولې نه لري؟ په خپرونه کې د ښځو د حقونو مبارزه بختوره کلیواله او صابره غلزۍ مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ او پاډکاسټ سبسکرایب کړئ....more31minPlay
December 12, 2024پر ټولنیزو شبکو د جعلي حسابونو او انځورونو له لارې ښځې څنګه په نخښه کېږي؟په نا ویلې خبرې پاډکاسټ کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې خلک ټولنیزې شبکې څنګه کاروي او ټولنیزې شبکې پر ښځو څه اغېز لري. دا په داسې حال کې ده چې پوهان وايي چې پر ټولنیزو شبکو جعلي حسابونه، انځورونه او ویډیوګانې د ښځو رواني یا نفسیاتي صحت ګواښي. په خپرونه کې راسره د انټرنېټي ازادۍ مبارز فواد پیرزاده او د ښځو د حقونو مبارزه او د نفسیاتي چارو پوهه صبیحه اسرار مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ....more34minPlay
November 25, 2024ملګري ملتونه: د نړۍ شاوخوا ۷۳۶ مېلیونه ښځې د جنسي یا جسماني تشدد ښکار شوې ديدا اونۍ د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر ښځو د تشدد په اړه خبرې شوې دي. ملګري ملتونه د نومبر ۲۵مه پر ښځو د تشدد مخنیوي د نړیوالې ورځ او بیا د نومبر له ۲۵مې څخه تر ډېسېمبر تر ۱۰مې پورې پر ښځو د تشدد پر وړاندې ۱۶ ورځنی کیمپېن ترسره کوي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر ښځو د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. په پاډکاسټ کې دا ځل راسره د بشري حقونو مبارزه نیلم رحیم او وکیله مهوش محب کاکاخېل مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ....more39minPlay
October 30, 2024شنونکي: د پوهاوي کموالي له وجې پر ماشومانو جنسي تشدد ورځ تر بلې زیاتېږيد مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلي خبرې" کې مو دا ځل پر ماشومانو د جنسي تشدد په اړه بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو مخه ولې نه نیول کېږي او په دې لړ کې د ماشومانو پوهاوی څومره اړین دی. په خپرونه کې د ماشومانو حقونو مبارز عمران ټکر، د نفسیاتي یا رواني چارو پوهه او د جنسي تشدد ښکار ماشومانو د روغتیايي مرکز غړې انیلا خان او د مشال راډیو خبریاله فرخنده اسد مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ....more1h 1minPlay
October 09, 2024د اکتوبر میاشت ولې د سینې سرطان په اړه پوهاوي ته ځانګړې کېږي؟د مشال راډیو په پاډکاسټ نا ویلي خبرې کې مو دا ځل د سینې د سرطان پر علاماتو، درملنې او د ناروغۍ په اړه په ټولنه کې پر پوهاوي بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، د سینې سرطان په اړه د پوهاوي غونډې کېږي او که نه؟ په خپرونه کې مو د پېښور په لېډي رېډنګ روغتون کې عمومي جراح ډاکتر عنایت الله، د سینې سرطان او نورو ناروغیو په اړه د اګهۍ لپاره د کارکوونکې ادارې هیومن کېیر یو چارواکی محمد سلمان، له سرطانه رغېدلې راني حسین او د مشال راډیو خبریاله خالده نیاز مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ....more55minPlay
September 18, 2024پښتنې نجونه د ورزش په ډګر کې کومې ستونزې لري؟د مشال راډيو په پاډکاسټ نا ویلې خبرې کې مو دا ځل پر دې خبرې کړې دي چې په خیبر پښتونخوا کې په سپورټي سیالیو کې د هلکانو په نسبت د نجونو شمېر ولې کم دی؟ پر دې هم غږېدلي یو چې پښتنې نجونه او ښځې د لوبو او ورزش لپاره څومره موقعې او مرکزونه لري. په خپرونه کې راسره فوټبالر عتیق شینواری او د پېښور یوه ورزشکاره سونیا مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ....more36minPlay
September 04, 2024پښتنې ښځې ولې خپلې ناروغۍ پټوي؟د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې دا ځل پر دې موضوع بحث شوی دی چې اکثره پښتنې ښځې د سینې سرطان او دا ډول د ښځو ځینې نورې ناروغۍ ولې پټوي او د دې په ویلو کې ولې شرم محسوسوي؟ ډاکټران وايي چې د ناروغۍ په اړه پر وخت کورنۍ نه خبرولو او درملنې نه کېدو له امله زياتره ښځې له نورو روغتيايي ستونزو سره مخامخېږي. په پاډکاسټ کې پر دې موضوع د بحث لپاره د ښځو د ناروغیو په اړه د اګاهۍ په پروګرامونو کې برخه اخیستونکې او مدني فعاله لاریب اطهر، د بشري حقونو فعاله ډاکټره رابعه نور، د ښځو د ناروغیو ماهره ډاکټره شهلا مندوخېل او د پېښور اوسېدونکې راني حسېن مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ....more39minPlay
August 21, 2024فعالان: د سرو زرو سینګارتوکو اخیستو وس نه لرلو له وجې د نجونو ودونه ځنډېږيپه پښتنو کې پلارګنۍ اکثر خپلې ودېدونکې لور ته د سرو زرو سینګارتوکي یا کالي جوړوي خو ډېری کورنۍ وايي چې د ګرانۍ له وجې دا کار ګران شوی دی. د بشري حقونو مبارزان وايي چې د دې دود له وجې د ځینو نجونو رشتې اغېزمنېږي او ودونه یې ځنډېږي. په نا ویلې خپرونه کې مو دا ځل پر همدې موضوع بحث کړی دی. په خپرونه کې د بشري او ښځو د حقونو مبارزانې نیلم رحیم او تاجمینه، خبریال جمیل مومند او د چارسدې اوسېدونکې مریم بي بي مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ....more34minPlay
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 669 episodes available.