Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.... more
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 669 episodes available.
November 23, 2022د پاکستان سياست ولې د پوځ د نوي مشر ټاکنې شاوخوا څرخي؟په پاکستان کې د پوځ د نوي مشر ټاکلو ورځو له رانېږدې کېدو سره سم د هغه هېواد سیاسي فضا لا تودېږي. ټاکل شوې چې د نومبر پر ۲۹مه د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده پای ته ورسي خو د قانون له مخې، تر دې مخکې یې باید ځایناستی وټاکل شي. پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د سیاست او رسنیو پوښښ ولې د دې موضوع شاوخوا څرخي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې اورېدای شئ....more28minPlay
November 16, 2022تحريک طالبان پاکستان ولې پر اوربند سربېره بريدونو ته دوام ورکړی؟د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې د نومبر پر ۱۶مه په يوه وسلوال بريد کې شپږ پوليسان وژل شوي دي. د دې حملې ذمه واري ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان په داسې حال کې منلې چې له دې ډلې سره د حکومت د اوربند تړون لاهم پر ځای دی. دا چې پر اوربند سربېره پاکستانيو طالبانو ولې بريدونو ته دوام ورکړی دی؟ د مشال تر رڼا لاندې اوونيزه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی چې د غږ په ځای کې یې اورېدلای شئ....more28minPlay
November 09, 2022قبايلی ضلعو کې د ښځو احتجاج څنګه رجحان دی؟د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د نومبر پر اتمه نېټه جينکو د خپلو تعلیمي حقونو لپاره مظاهره کړې وه. ځايي خلک دا په دې سيمه کې یو تاریخی احتجاج ځکه بولي چې په وينا يې ښځو په لومړي ځل مظاهره کړې ده. په قبايلی ضلعو کې وخت پر وخت دغسې مظاهرې شوې دي. پوښتنه دا ده چې د ښځو او جينکو د خپلو حقونو لپاره سړکونو او لارو کوڅو ته راوتل يو څنګه رجحان دی؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ...more28minPlay
November 02, 2022شمالي وزیرستان کې ولې هدفي وژنې روانې دي؟په شمالي وزیرستان کې پر احتجاجونو او پرلتونو سربېره هم د هدفي وژنو لړۍ دوام لري او د دې ترڅنګ په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې له شتمنو خلکو څخه د باج یا قلنګ اخیستو راپورونه هم زیات شوي دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث مو همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی....more27minPlay
October 26, 2022د خبريال ارشد شريف وژنه او پاکستان کې خبريالانو ته ورپېښ خطرونهد اکتوبر پر ۲۳مه نېټه په کينيا کې د پاکستان يو مشهور خبريال ارشد شریف وویشتل شو. د کينيا پوليس دعوه کوي چې هغه يې په غلطۍ وژلی دی خو د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان بې له کوم ثبوت وړاندې کولو هغه يوه هدفي وژنه بللې ده. پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ....more27minPlay
October 19, 2022ضمني انتخاباتو کې د جې یو ای (ف) او اې اېن پي د ماتې لاملونه څه دي؟د اکتوبر پر ۱۶مه نېټه د پاکستان د قامي اسمبلۍ د اتو څوکيو ډکولو لپاره په شویو انتخاباتو کې د تحریک انصاف مشر عمران خان د خيبر پښتونخوا په درېواړه حلقو کې په پاکستان جمهوري غورځنګ کې شاملو ګوندونو، جمعیت علما اسلام (ف) او عوامي نیشنل پارټۍ ته ماتې ورکړه. د دې دواړو ګوندونو د ماتې لاملونه څه دي؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ....more28minPlay
October 13, 2022پاکستان کې پر ښځو د تشدد پېښې ولې زیاتېږي؟په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، په هغه هېواد کې هر کال پر ښځو د تشدد بېلابېلې پېښې په زیاتېدو دي او پکې د وژل شویو ښځو شمېر هم لوړېږي. دوی وايي، حکومت باید د حقونو او د ښځو د ساتنې قوانین عملي کړي. موږ د "نا ویلې خبرې" خپرونې دویم ټوک همدې موضوع ته ځانګړی کړی او پکې مو په کورني تشدد، د خوښې واده او نورو معاملو کې د ښځو وژنو ته کتنه کړې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more30minPlay
October 12, 2022د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟په سوات کې د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په زرګونو کسانو د وسلوالو بريدونو پرضد غونډه وکړه. د دې ترڅنګ په تېرو څو میاشتو کې په نورو ښاري او قبايلي ضلعو کې هم د وسلوالو بريدونو پرضد ورته لاريونونه او غونډې شوې دي. پوښتنه داده چې د وسلوالو په مخنيوي کې ولسي پاڅونونه څومره اغېزناکه دي؟ پر دې موضوع بحث د غږ په ځای کې واورئ....more27minPlay
October 05, 2022ایا د پاکستان اقتصادي وضعيت په ښه کېدو دی؟له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې د امریکايي ډالر پرتله د پاکستانۍ روپۍ ارزښت لوړ شوی دی. يو وخت د يوه امريکايي ډالر قیمت ۲۳۹روپۍ ته رسېدلی وو. د دې ترڅنګ حکومت د تېلو قيمتونو هم کم کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اقتصاد له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او په هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده. پوښتنه دا ده چې د ډالر پرتله د روپۍ ارزښت ولې مخ په ښه کېدو دی او ایا دا د هغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لوري ته اشاره کوي؟ په دې اړه په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more25minPlay
September 28, 2022خیبر پښتونخوا کې امنیت څنګه ټینګېدای شي؟له یوې مودې راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې وسله وال بريدونه بیا زیات شوي دي. پاکستان، په تېره خيبر پښتونخوا او قبايلي ضلعې، له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهيسې د وسله والو ډلو د فعاليتونو له کبله د ناامنۍ ښکار دي. پوځ او حکومتونو د وسله والو د ختمولو لپاره يوشمېر عمليات، سياسي او قانوني اقدامات کړي دي خو لا یې هم د امنیت ټینګښت په لړ کې يې پوره نتیجه نه ده ورکړي. په ناامنه سيمو کې بشپړ امن څنګه راتلای شي؟ پر دې موضوع په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 669 episodes available.