Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.... more
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 669 episodes available.
July 13, 2022خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په سوات، مانسهره، ډېره اسماعيل خان او د بلوچستان په چمن ضلع کې په دوو ورځو کې په ټرافیکي پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي. څلور واړه پېښې د جولای پر ۱۲ او ۱۳مه شوې دي. په پاکستان، په تېره بيا په خيبرپښتونخوا او بلوچستان، کې شاوخوا هره ورځ ټرافيکي پېښې کېږي. پوښتنه دا ده چې د دې پېښو لاملونه څه دي او مخنيوی يې څنګه کېدای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
July 06, 2022د پاکستان پارلېمان ولې تر اوږد ځنډ وروسته له طالبانو سره د خبرو منظوري ورکړه؟د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پنځمه نېټه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړه. دا خبرې اترې سږکال د مې په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مینځګړيتوب پیل شوې وې چې وروسته د جون پر لومړۍ نېټه ۵۳ کسيزه قبايلي جرګې په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره وليدل. پوښتنه دا ده چې وار له مخه د مذاکراتو څو پړاوونه شوي نو بیا ولې اوس له پارلېمانه منظورۍ ته اړتيا وليدل شوه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د قامي سلامتۍ کمېټۍ غړي سېنېټر انوارالحق کاکړ، د غونډې ګډونوال او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ او خبريال او څېړونکي احسان الله ټيپو سره څېړل شوې دي....more27minPlay
June 29, 2022ایا د پاکستان اېتلافي حکومت خپلمینځي اختلافات لري؟په وروستيو کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وفاقي اېتلافي حکومت د ځينو ګوندونو مشرانو پر یوشمېر حکومتي تګلارو نيوکې وکړې او ځينې غوښتنې يې وکړې. ځینې شنونکي ته په اېتلافي حکومت کې د خپلمینځي اختلافاتو په سترګه ګوري خو نور يې بيا يوازې پر یوشمېر موضوعاتو د نظر اختلاف ګڼي. د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "د مشال تر رڼا لاندې" کې دا ځل پر همدې موضوع بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
June 22, 2022ایا په قبایلي ضلعو کې د امنیت لا خرابېدو امکان دی؟په شمالي وزیرستان کې د جون پر ۱۹مه نېټه د څلورو ځوانانو وژنې او په کورمه کې قبايلي او فرقه ییز تاوتريخوالي د قبايلي ضلعو د امنيت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زېږولې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې ایا واقعي د قبايلي ضلعو امنيت د لا خرابېدو په حال کې دی؟ خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more27minPlay
June 15, 2022ایا د وفاقي او خیبر پښتونخوا بجټونو کې قبایلي سیمې له پامه غورځول شوي؟د پاکستان وفاقي حکومت د جون پر ۱۰مه او د خيبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۳مه د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د بوديجو قانوني مسودې اسمبلیو ته وړاندې کړې. د دواړو مسودو پر بېلابېلو اړخونو لا هم بحثونه روان دي. خو پر هغو بودیجو يوه نيوکه دا هم کېږي چې پکې د قبايلي ضلعو لپاره د اړتيا وړ پیسې نه دې اېښودل شوې. ايا په ریښتيا هم په بجټونو کې قبايلي ضلعې له پامه غورځول شوې دي؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبر پښتونخوا د مالیې له وزیر تیمور سليم جګړا او د صوبې په اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوند عوامي نېشنل پارټۍ له پارلېماني مشر سردار حسين بابک سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more26minPlay
June 08, 2022د حکومت او وسله والو طالبانو مذاکرات به قبايلی سيمو کې تلپاتې سوله راولي؟په پاکستان کې د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو تاوده بحثونه روان دي. هغو مذاکراتو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي چې پکې مهمې يې دا دي چې ایا په پایله کې به یې په سيمه کې تلپاتې سوله راشي او طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين، د پاکستان د پوځ له پخواني بريګېډيير سيد نذير او د خيبر پښتونخوا حکومت له وياند علي محمد سیف سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more28minPlay
June 01, 2022ازادو امېدوارانو ولې د بلوچستان بلدیاتي ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي؟د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې د مې ۲۹مې نېټې د بلدياتي انتخاباتو نارسمي نتيجې ښيي چې ازادو امېدوارانو تر ټولو زياتې یعنې شاوخوا ۱،۸۹۰ څوکۍ ګټلې دي. په هغه صوبه کې نهه کاله وروسته بلدياتې ټاکنې شوې چې پکې د سياسي ګوندونو پرتله د خپلواکه نوماندانو بریاوو شننونکي حیرانه کړي دي. پوښتنه دا ده چې ازادو امېدوارانو ولې دومره لویه بریا ترلاسه کړې ده؟ دا او نورې پوښتنې په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
May 25, 2022د تحریک انصاف لاریون پاکستان له کومو سیاسي او اقتصادي چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی؟پاکستان تحريک انصاف د مې پر ۲۵مه حکومت د انتخاباتو اعلان ته د مجبورولو لپاره د اسلام اباد پر لوري لاريون پیل کړ. خو حکومت په ځواب کې وايي چې تحریک انصاف ته د لاريون اجازه نه ورکوي او قامي اسمبلۍ به تر ۲۰۲۳ز کاله پورې خپله اييني موده پوره کوي. د پنجاب او اسلام اباد پوليسو وار له مخه د تحريک انصاف د غړو او مشرانو د نيولو لړۍ پیل کړې ده. په ځینو سيمو کې د احتجاجیانو او پوليسو ترمینځ نښتې هم شوې دي. د تحريک انصاف او واکمن ګوندونو ترمینځ ترینګلتیا بیخي زیاته شوې ده چې د هېواد سياسي نظام او اقتصادي وضعيت يې له چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې کې د روانې سياسي ناکرارۍ بېلابېل اړخونه څېړل شوي دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more24minPlay
May 18, 2022پاکستان حکومت ولې له طالبانو سره خبرې کوي او ایا دا به نتيجه ورکړي؟د پاکستان پوځ د پېښور کور کمانډر جنرال فیض حميد په مشرۍ يو پلاوی له ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو لپاره کابل ته تللی. دا خبره د مې پر ۱۷مه نېټه يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته کړې ده. حکومت او پوځ په رسمی توګه لاهم د دې تصديق نه دی کړی. دا لومړۍ ځل نه دی چې د پاکستان حکومت له وسله وال طالبان خبرې کوي بلکې تر دې وړاندې هم د دوی ترمنځ د سولې يوشمېر تړونونه شوي خو بیا مات شوي دي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې له طالبانو سره مذاکراتو ته اړ شوی او که چېرې د دوی ترمنځ يو تړون کېږی نو ایا دا به د پخوانيو هغو برعکس يوه نتيجه ورکړي؟ دا او نورې پوښتنې د چارو له پوهانو سره څېړل شوي دي....more28minPlay
May 11, 2022د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت له کومو ستونزو سره مخ دی؟د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان په اوسني حکومت کې شامل ګوندونو په داسې وخت کې د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د عدم اعتماد له لارې عمران خان له حکومته ګوښه کړی وو چې د هغه د واک د ايیني مودې پوره کېدو ته څه دپاسه يوه نيم کال پاتې وو. ځينې کارپوهان فکر کوي چې بايد پخواني اپوزیشن د تحريک انصاف حکومت پرې اېښی وای چې پنځه کلن اييني وخت يې پوره کړی وای دا ځکه چې په واک کې له راتلو سره سم به دوی ونه کولای شي چې د عمران خان له حکومت ور پاتې مشکلات په يوه نيم کال کې حل کړي. پوښتنه دا ده چې ایا په واک کې له راتلو وروسته اوسني حکومت ته دا احساس شوی چې دوی له مشکلاتو سره مخامخ دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو پوښتل شوې دي....more27minPlay
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 669 episodes available.