د ۲۰۲۲ کال د نومبر مياشت په ديرشمه نېټه د (OpenAI) ادارې مسوولينو د (ChatGPT) په نوم د نوي مصنوعي ځيرکتيا سيسټم د خپرولو اعلان وکړ. دوی وويل مونږ دا روبوټ ډوله سيسټم په داسې ډول روزلی چې تاسو سره خبرې وکړي، ستاسو د پوښتنو ځواب درکړي، تاسو ورسره بحث او د نظرتبادله کولی شئ او ستاسو ستونزې به راکمې کړي.