
Sign up to save your podcasts
Or


چندڼو ځنګل د کليد راډيو خپرونه ده چې پخوا ثبت شوې او د راډيو په څپو خپره شوې ده. د اورېدونکو د بيا بيا غوښتنو په پايله کې اړ شوو چې دلته يې خپره کړو.
که د شپې خوب نه درځي، پر سفر ياست او يا هم له خپل کلي کور او هېواد څخه مسافر ياست حتماً يې واورئ، باوري يو چې ذهن به مو ارام کړي.
دا دی یو ځل بیا موږ له دې ویاړه برخمن یو چې ستاسو خیالونه د بیلا بیلو رنګینو هنري شعرونو او زړه راښکوونکو سندرو پر چرګۍ میلمانه کوو.
چندڼو ځنګل د کليد راډيو پخوانۍ خپرونه ده چې د خلکو په بار بار غوښتنه مو دلته له تاسو سره شريکه کړه. هيله ده په خوند يې واورئ او خپل ماضي په کې وګورئ.
مونږ په چندڼو ځنګل خپرونه کې هڅه کړې چې ستاسو ادبي ذوق په کې خړوب کړو. باوري يو چې د دې خپرونې په اورېدو سره به تاسو د خيال په وزرونو خپل ماضي ته له ځان سره بوځو او د خپل تېر ژوند ټولې خاطرې به مو يوه يوه درپه زړه کړو.
اورېدل يې مه هېروئ.
From the publisher's feed