Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 755 episodes available.
October 05, 2022ایا د پاکستان اقتصادي وضعيت په ښه کېدو دی؟له تېرو شاوخوا دوو اوونيو راهيسې د امریکايي ډالر پرتله د پاکستانۍ روپۍ ارزښت لوړ شوی دی. يو وخت د يوه امريکايي ډالر قیمت ۲۳۹روپۍ ته رسېدلی وو. د دې ترڅنګ حکومت د تېلو قيمتونو هم کم کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان اقتصاد له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او په هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده. پوښتنه دا ده چې د ډالر پرتله د روپۍ ارزښت ولې مخ په ښه کېدو دی او ایا دا د هغه هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لوري ته اشاره کوي؟ په دې اړه په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more25minPlay
September 28, 2022خیبر پښتونخوا کې امنیت څنګه ټینګېدای شي؟له یوې مودې راهیسې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې وسله وال بريدونه بیا زیات شوي دي. پاکستان، په تېره خيبر پښتونخوا او قبايلي ضلعې، له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهيسې د وسله والو ډلو د فعاليتونو له کبله د ناامنۍ ښکار دي. پوځ او حکومتونو د وسله والو د ختمولو لپاره يوشمېر عمليات، سياسي او قانوني اقدامات کړي دي خو لا یې هم د امنیت ټینګښت په لړ کې يې پوره نتیجه نه ده ورکړي. په ناامنه سيمو کې بشپړ امن څنګه راتلای شي؟ پر دې موضوع په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
September 14, 2022ایا خیبر پښتونخوا کې بریدونه د حکومت او ټي ټي پي د اوربند ماتېدو په معنا دي؟په خيبر پښتونخوا کې په وروستیو کې په بېلابېلو وسله والو بريدونو کې يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پکې د ځينو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې په داسې حال کې منلې چې د پاکستان له حکومت سره یې اوربند په رسمي توګه لا هم پر ځای دی. پوښتنه دا ده چې د ټي ټي پي تازه حملې ایا د اوربند د ماتېدو په معنا دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د چارو له پوهانو سره څېړل شوې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدلای شئ....more28minPlay
September 07, 2022ایا د عمران خان د ژر انتخاباتو غوښتنه د پوځ نوي مشر ټاکلو له موضوع سره تړلې؟د تحریک انصاف مشر عمران خان د حکومت ضد ولسي غونډو او د ضمني انتخاباتو کیمپېن ته دوام ورکړی او ژر د ټولټاکنو د نېټې اعلانولو غوښتنه کوي. نوموړي په خپلو ویناوو کې کله په اشارو او کله هم مستقیماً پر پوځ نیوکې کوي خو د سېپټېمبر پر څلورمه یې د پوځ د نوي مشر ټاکنې په اړه څرګندونې د حکومت، پوځ او سیاسي مشرتابه له سخت غبرګون سره مخامخ شوې. تر دې مخکې به یوشمېر شنونکو ګومان کاوه چې عمران خان ځکه ژر د انتخاباتو غوښتنه کوي چې غواړي اوسنی حکومت د پوځ د راتلونکي مشر د ټاکلو موقع و نه لري. په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
August 31, 2022سيلابونو تیار فصلونه تباه کړي، ایا پاکستان د خوړو له بحران سره مخامخېدای شي؟په پاکستان کې سيلابونو د ځانی زیانونو ترڅنګ په لکونه ايکړه زرعي ځمکې هم ویجاړې کړي او تیار فصلونه يې له منځه وړې دي. زراعت ته اوښتی زیان تر کومې کچې دی، بحالي به يې څومره وخت واخلي او ایا پاکستان به د خوړو له بحران سره مخامخ شي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي....more26minPlay
August 24, 2022اسلام اباد کې د خیبر پښتونخوا د ښځو د غونډې موخې څه وې؟د خیبر پښتونخوا ښځو د اګست پر ۲۳مه په اسلام اباد کې لومړنی کلنی کنفرانس کړی دی. په "مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې مو د غونډې موضوع او ارزښت څېړلی دی. په خپرونه کې د خیبر پښتونخوا د حکومت د ښځو چارو مشره رفعت سردار، د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي بنسټ عورت فاونډېشن استازې شبینه ایاز او د ښځو او نرښځیو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان بلو وېنز مشر قمر نسیم مېلمانه دي. بحث د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
August 17, 2022خيبر پښتونخوا کې د وسله والو طالبانو د فعاليتونو پرضد د "ولسي پاڅون" لاملونه او اغېز؟په دي وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په دير او سوات کې وسلوال طالبان راڅرګند شول چې پرضد يې هلته ولسي مظاهرې وشوې. د مشال تر رڼا لاندې کې د دغه "ولسي پاڅون" لاملونه او اغېز د چارو له پوهانو سره څېړل شوي دي....more28minPlay
August 10, 2022کارپوهان د خراساني وژنه او د تحریک طالبان پاکستان غبرګون څنګه ارزوي؟تحریک طالبان پاکستان د اګست پر نهمه په يوه بيان کې د خپلو درې مشرانو وژنه تايید کړې ده. د اګست پر اوومه د افغانستان په برمل کې په وژل شويو کې د طالبانو مهم قوماندان عمر خالد خراسانی هم شامل وو. خراساني د طالبانو د هغې ډلې برخه وو چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو اترو بوخته ده. د چارو ځينو پوهانو دا اندېښنه ښوولې چې د عمر خالد خراساني وژنه ښايي د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ پر روانو خبرو اترو ناوړه اغېز وکړي خو طالبانو په بیان کې په دې اړه څه نه دي ويلي البته ادعا کوي چې د پاکستان پوځ ته به ماتې ورکوي. کارپوهان د خراساني تر وژنې وروسته د مذاکراتو عمل، د تحریک طالبان پاکستان غبرګون او د هغې ډلې او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ ممکنه تعلقاتو ته څنګه ګوري؟ ځواب یې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې اورېدای شئ....more27minPlay
August 03, 2022د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟د امريکا ډرون الوتکې د جولای پر ۳۱مه نېټه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست پر دويمه نېټه په بیان کې ویلي چې له نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو له قراردادونو سره سم، د ترهګرۍ پر ضد له دريځ سره ولاړ دی. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د الظواهري پر وژنه لا خاموشه دی. البته بريد يې د امريکا، افغانستان او سيمې د ګټو خلاف عمل بللی دی. پاکستان چې له د طالبانو حکومت سره ژورې اړيکې لري په تازه بیان کې په ظاهره د بريد ملاتړ کړی دی. نو په داسې حال کې پوښتنه پیدا کېږي چې ایا دا به د پاکستان او طالبانو پر اړيکو اغېز وکړي؟ پر دې او نورو پوښتنو په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
July 27, 2022د سپریم کورټ له فیصلې سره به په پاکستان کې سياسي بحران ختم شي؟په پاکستان کې د روان کال په اپرېل میاشت کې پیل شوی سياسي بحران لا تراوسه هم تم شوی نه دی. کړکېچ هغه وخت پیل شو چې کله د تحريک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د هغه وخت حزب اختلاف چې دا مهال په حکومت کې دی، د ناباورۍ تحريک کامياب کړ. پوښتنه دا ده چې د پنجاب د وزیراعلا د لانجمنو ټاکنو په اړه د سپریم کورټ تازه فيصلې سره به دا بحران نور پای ته ورسېږي او که به لا پسې زیات شي.؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي....more26minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 755 episodes available.