Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 658 episodes available.
January 06, 2021د کوټې هزارګان ولې په نښه کېږي؟د بلوچستان په مچ ښار کې د هزاره کان کېدونکيو د وژونو پرضد په کوټه کې درنا دوام لري. له تېرو شاوخوا ۱۷ کالونو راهيسې پر هزاره ګانو بريدونو کېږي. پوښتنه دا ده چې دوی ولې په نښه کېږي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي....more28minPlay
December 30, 2020پاکستان او افغانستان کې خبریالانو ته ورپېښ چېلنجونهد بې پولو خبريالانو سازمان (رپورټرز ود اوټ باډرز) د ۲۰۲۰ز کال کلني رپورټ کې ويلي چې سږکال په نړۍ کې د رسنيو ۵۰ کارکوونکي وژل شوي دي. سازمان پاکستان او افغانستان په هغو هېوادونو کې ياد کړي چې د رسنیو او خبريالانو لپاره زيات خطرناکه دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دواړو هېوادونو خبریالانو د محدودیتونو، بندیزونو، وېرونو، وژنو او ځورونو ذکر کړی دی. د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي چې په هېواد کې رسنۍ تر هېڅ محدودیت لاندې نه دي. هلته وزیراعظم عمران خان ویلي چې د هېواد رسنۍ له بشپړې ازادۍ برخمنې دي. د پاکستان د شخصیو رسنیو مالکان وايي، د سوداګریزو خبرتیاوو نشتوالي له وجې یې مالي مشکلات زیات شوي او د رسنیو ځینې کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړي او یا یې تنخاګانې ورکمې کړې دي. خو د پاکستان حکومت وايي، د رسنیو له مالکانو سره یې خبرې کړي چې ګوښه کارکوونکو ته دندې ورکړي او د نورو کارکوونکو تنخاګانې پر وخت ورکړي. له دې پرته حکومت ژمنه کړې چې د خبریالانو د تښتونو، ځورونو او وژنو قضیې څېړي او پکې ککړ کسان د قانون منګولو ته سپاري. په عین وخت کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او حکومت ټینګار کړی چې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی. د حکومت په وینا، د خبریالانو د وژنو په قضیو کې یې ځینې ککړ کسان نیولي او د قانون منګولو ته یې سپاري. بحث د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
December 23, 2020د پاکستان او افغانستان خبريالانو لپاره ۲۰۲۰ز کال څنګه وو؟د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په ۲۰۲۰ز کال کې د پاکستان او افغانستان خبریالانو ته د ورپېښو چیلېنجونو او ستونزو موضوع څېړلې. په دې کال کې د دواړو هېوادونو پر خبریالانو د بریدونو ترڅنګ د هغوی د وېرونې، ځورونې او په کار کې یې د خنډونو پیدا کولو یو شمېر پېښې ثبت شوې. د خبریالانو د ساتنې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) په خپل تازه کلني رپورټ کې ویلي چې روان کال په نړۍ کې ۲۱ خبریالان وژل شوي. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
December 16, 2020د ارمي پبلک سکول برید شپږم تلین: د وژلیو او ژوبلو زده کوونکو کورنۍ انصاف غواړيد مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو د پېښور پر ارمي پبلک سکول د بريد شپږم تلين په اړه بحث کړی دی. د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ښوونځي په برید کې د زده کوونکو او استادانو په ګډون ۱۴۴ کسان وژل شوي ول. د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د پاکستان سپریم کورټ د پېښې پلټنې لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړی وو چې د ۲۰۲۰ز کال په سېپټېمبر کې یې رپورټ خپور شو. په بحث کې تر برید شپږ کاله وروسته پر حالاتو او د اغېزمنو کورنیو پر دریځ او غوښتنو غږېدلي یو. په دې خپرونه کې د بشري حقونو فعال، وکيل او د پېښور ارمي پبلک سکول د برید ښکار شویو د ټولنې - شهدا فورم - مشر فضل خان اېډووکېټ، د دفاعي چارو پوه او پخوانی برېګېډییر سيد نذير او د پېښور پوهنتون د سياسياتو څانګې مشر پوهاند ډاکټر عبدالروف مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
December 09, 2020له اسمبليو د اپوزيشن ممکنه استعفا حکومت بې ثباته کولای شي؟د مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان ډموکراټيک موومنټ مشر مولانا فضل الرحمن د ډېسېمبر پر اتمه نېټه د اپوزيشن ګوندونو د اسمبلۍ ټولو غړيو ته ويلي چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې پورې دې د خپل ګوند له مشرانو سره خپلې استعفاګانې جمع کړي. که اپوزيشن استعفا ورکړي نو دا به د عمران خان په مشرۍ حکومت بې ثباته کړای شي؟...more30minPlay
December 02, 2020په شمالي او جنوبي وزيرستان کې هدفي وژنې ولې زياتې شوې؟د ضرب عضب او راه نجات په نوم د شويو پوځي عملياتو وروسته په شمالي او جنوبي وزيرستان کې هدفي وژنې بيا زياتې شوې دي. په شمالي وزيرستان کې په تېرو درې کالونو کې ۱۲۰ کسان په نښه شوي دي. هدفي وژنې ولې زياتې شوې؟ د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې څېړل شوې دي....more28minPlay
November 25, 2020د پاکستان نوی قانون د بیان ازادي له ګواښ سره مخامخولای شي؟د پاکستان د ډېجېټل حقونو فعالين او دا رنګه د انټرنېټ او ټېکنالوجۍ نړيوالې کمپنيانې له هغه وروسته اندېښمنې شوې دي چې کله د دې هېواد حکومت د نومبر پر ۱۹مه يو داسې يو رېګولېشن جاري کړ چې پاکستان ټېلي کميونيکشن اتارټي ته د ټولنيزو رسنيو د نظم په برخه کې پراخ واک ورکوي. د نويو قواعدو سره سم، د ټولنیزو رسنیو شرکتونه یا د انټرنیټ سهولت ورکونکي به په هغه صورت کې تر ۳.۱۴ ميليون ډالره جرمانه کيږي که چرې د اسلام بدنامولو، ترهګرۍ ته وده ورکولو، د کرکې او فحاشي خپرولو او يا ملي امنيت ته خطر پېښونکې موادو خپرولو مخنيوي یې ونکړ. تر دې وروسته د انټرنېټ او ټېکنالوجۍ نړيوالو ادارو استازي سازمان اشيا انټرنېټ کولېشن په يو بيان کې خبرداری ورکړی چې دوی ښايي په دې هېواد کې خپل فعاليتونه ودروي. د پاکستان ډېجيټل حقونو په اړه فعالو تنظيمونو او ټولنيزې رسنيو ځینې استعماليونکيو پر دې رېګولېشن تنقيد کړی او دا يې د بيان او اظهار ازادۍ تر پښو لاندې کولو يو کوښښ بللی دی.دا رېګولېشن به په رښتيا هم په پاکستان کې سنسرشپ او د بیان ازادي له منځه يوسي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړل شېوې دي...more28minPlay
November 18, 2020د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارتي تړون ارزښت؟پاکستان او افغانستان د نومبر پر ۱۷مه نېټه په کابل کې د ټرانزېټ او سوداګرۍ تړون لاسليک کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې د تړون پر ارزښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لا پراخولو پر موضوع د سوداګرو له مشرانو سره خبرې شوې دي....more30minPlay
November 11, 2020پاکستان جمهوري تحریک د اختلافاتو ښکار دی؟په پاکستان کې د واکمن تحريک انصاف پر ضد د اپوزيشن ګوندونو "پاکستان جمهوري غورځنګ (پاکستان ډېموکریټک موومېنټ - پي ډي اېم)" کې شامل پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ترمنځ په ځينو سياسي مسلو د نظر اختلاف پیدا شوی دی. ایا دا اختلاف پي ډي اېم کمزوری کولای شي؟ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه کې پر همدې پوښتنې بحث شوی دی. خپرونه د غږ په کړکۍ کې واورئ....more28minPlay
October 14, 2020د افغان سولې مذاکرات او د پاکستان کردارد مشال راډیو تر رڼا لاندې خپرونه کې د افغانستان سولې موضوع څېړو. د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د سېپټېمبر پر ۱۲مه پیل شوي وې. د سولې مذاکرو پر مهال د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې زلمی خليلزاد، همداراز د افغانستان پخلاينې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان سفرونه کړي دي. دا چې د افغانستان سولې مذاکراتو کې د پاکستان کردار څومره ارزښت لري. د پروګرام کوربه ګل اياز دی....more27minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 658 episodes available.