Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 756 episodes available.
December 13, 2017فاټا اصلاحات: ژمنې کېږي او ماتېږي خو ولې؟د فاټا اصلاحاتي رپورټ عملي کولو په اړه حکومت څو ځله داسې ژمنې کړي خو لا هم يې پوره کړي نه دي. اخر ولې حکومت ژمنې کوي او بيا يې نه پوره کوي؟دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي. په قامي اسمبلۍ کې د خېبر اېجنسۍ استازی حاجي شاه جي ګل اپرېدی او د اېکسپريس ټرپیون ورځپاڼې خبريال او څېړونکی افتخار فردس د بحث ميلمانه دي....more28minPlay
December 06, 2017د پيپلز ګوند پنځوس کلونه: عروج او زوال؟د پاکستان پيپلز پارټۍ د جوړېدو پنځوس کلونو پوره شوي دي.د مشال تر رڼا لاندې بحث کې ددې ګوند په عروج او زوال خبرې شوي او دا هم کتل شوي چې د پيلز پارټۍ د پاکستان پر سياسي منظرنامه څه اثر اچولی دی؟د بحث ميلمانه مو ددې ګوند دوه مهم مشران رحيم داد خان او ميا مظفر شاه دي....more23minPlay
November 15, 2017په فاټا کې د انټرنيټ ازادي او ګواښونهپه قبايلي سيمو کې د انټرنيټ د ازادۍ او هلته استعمالونکيو ته ور وړاندي ګواښونو جاج اخستل شوی دی.په اسلام اباد کې د انټرنيټ ازادۍ لپاره د غير حکومتي ادارې (( بولو بهی)) مشر اسامه خلجي او د فاټا ځوانانو جرګې مشر نظام الدين خان د بحث مېلمانه دي....more25minPlay
November 01, 2017د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت ولې کم شوی او څنګه زياتېدای شي؟د دوه اړخيزه تجارت د کمېدو لاملونه څه دي او دا څنګه زياتېدای شي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د افغانستان سوداګرو اتحاديې مشر خان جان الکوزی او د پاکستان د سوداګرانو اتحاديې مرستيال مشر دارو خان اڅکزي سره څېړل شوې دي....more25minPlay
October 25, 2017د ريکس ټېلرسن د اسلام اباد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ فاصلې کمې کړې؟آیا د ريکس ټېلرسن د اسلام اباد سفرد دواړو هېوادونو ترمنځ شته فاصله راکمه کړې ده او که څنګه؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پېښور پوهنتون د سميځو مطالعاتو مرکز مشر ډاکټر سرفراز او د پاکستان پوځ پخواني چارواکي برېګېډيير سيو نذير سره څېړل شوې دي....more26minPlay
October 18, 2017د فاټا حېثېت بدلون په لړ کې څومره پرمختګ شوی؟د فاټا د راتلونکې انتظامي او اييني حېثېت د بدلون په اړه تر اوسه کوم پرمختګونه شوي دي.؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په قامي اسمبلۍ کې د خېبر اېجنسۍ استاذي حاجي شاه جي ګل اپریدي، د پېپلز ګوند يو مشر او له باجوړه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي اخوندزاده چټان او هم له خېبر اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حميدالله جان اپريدي سره څېړل شوې دي....more27minPlay
October 11, 2017د پاکستاني او امريکایې چارواکيو لېدنو اړيکې څومره ښې کړې دي؟د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د امريکايې چارواکيو يو پلاوی به ډېر ژر د اسلام سفر وکړي.پوښتنه داده چې تر اوسه شويو ليدنو د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ تاوتريخوالی څومره کم کړی دی؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې پخواني ډپلوماټ اياز وزير او د پاکستاني پوځ پخواني افسر برېګېډيير سيد نذير سره څېړل شوې دي....more26minPlay
October 04, 2017د کابل او اسلام اباد د خبرو اترو تازه بهير به څه نتيجه ورکړي؟پوښتنه دا ده چې ایا د افغانستان او پاکستان د مشرانو دغه نوې ليدنې او ژمنې به د پخوا برعکس څه نتيجه ورکړي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ اياز وزير، په کابل ليکوال او د سياسي چارو پوه اسماعيل يون او د کابل پوهنتون ښوونکي نصرالله ستانکزي سره څېړل شوي دي....more28minPlay
September 07, 2017بحث: د نړيوالو نيوکې او د پاکستان غبرګونپر پاکستان د ځينو هېوادونو دا نيوکې ډېرې شوې چې دغلته وسله والې ډلې ځای لري.اسلام اباد دا تورونه ردوي. نن د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې غږيږو چې ايا رښتيا هم د پاکستان امنيتي ځواکونو د ترهګرو پر ضد څه نه دې کړي او کنه بهرنۍ پاليسې يې دومره خرابه ده چې نړيوال نه شي قانع کولی. د بحث کوربه بشير ګواښ او مېلمانه يې افراسياب خټک او اسد منير دي....more24minPlay
August 23, 2017د افغانستان په اړه د ټرمپ انتظاميې تګلارې د اسلام اباد او واشنګټن پر اړيکو اغېزد افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د ټرمپ انتظاميې نوې تګلاره به اسلام اباد او واشنګټن د محاز ارايي پر لور بوزدي او که څنګه؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه بريګېډيير سيد نزير او دلته په پراګ کې د مشال راډيو انګريزي څانګې خبريال او څېړونکی ابوبکر صديق او د پاکستان او افغانستان له يو شمېر نور پوهانو سره بحث شوې دي....more27minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 756 episodes available.