Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 756 episodes available.
June 07, 2017د پاکستان په اړه د ولسمشر غني دريځ سخت ولي دی؟پاکستان په اړه د نرم دريځ لرونکي اشرف غني دريځ اوس ولي د هغه هېواد پرضد دومره سخت دريځ دی؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان د پوځ پخواني چارواکي برېګېډيير سيد نذير او په کابل کې خبريال او ځېړونکي بلال سروري سره بحث شوې دي....more28minPlay
May 31, 2017د افغانستان په ثبات کې ګاونډیان څه رول لوبوای شي؟ټاکل شوې ده چې د جون پر شپږمه نېته د افغانستان په کوربه توب په کابل کې د سولې کانفرنس جوړ شي چې پکې دګاونډيو هېوادونو استازيو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.ايا افغان حکومت به و توانېږي چې ګاونډيان د سولې ملاتړ ته و هڅوي؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلام کې د پاکستان پخوانی سفارتکار ایاز وزير، په لندن کې مېشت خبريال سميع يوسفزي او په کابل کې د سولې او شخړو مطالعاتو څېړنيز مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي سره بحث شوې ده....more28minPlay
May 24, 2017په پاکستان کې ولې د ټولنيزو رسنيو فعالين له ځورونو سره مخامخ دي؟په پاکستان کې يو ځل بيا د ټولنيزو رسنيو فعالينو پرضد ددې هېواد پلټنو فدرالي ادارې اېف ای اې کاروايي کړې او ځينې کسان يې نيولي او ځینې يې د پوښتنې ګروېژنو لباره ور غوښتې. دا لومړۍ ځل نه دی بلکې وړاندې هم د ټولنيزو رسنيو فعالين تښتول شوي چې وروسته خلاص کړل شو. په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو فعالينو پرضد پراخېدونکيو دغو حکومتي اقداماتو موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د غير حکومتي ادارې ډېجېتل مېډيا مشر اُسامه خلجي او ليکوال او فعال تعليمند خان سره څېړل شوي دي....more27minPlay
May 17, 2017ايا سېفران کمېټۍ د غړيو اختلافات فاټا اصلاحات له ځنډ سره مخامخوي؟د پاکستان قامي اسمبلۍ د سرحداتو او قبايلي سيمو کمېټۍ د فاټا اصلاحاتو پر مجوزه قانون بحث کوي خو لا همو پکې خاص پرمختګ نه دی شوی.د کمېټۍ د غړيو خپل منځي اختلاف خو به د اصلاحاتو قانون له خنډه سره نه مخامخوي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سېفران کمېټۍ له غړي قیصر جمال او د فاټا وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند سره څېړل شوې دي....more27minPlay
May 10, 2017د فاټا اييني اصلاحاتو په منظورۍ کې خنډ او ځنډ ولې؟په اسلا م اباد کې د قبايلي سيمو اصلاحاتو په اړه شوې ټوله ګونديزه غونډه کې حکومت ته دهړکه ورکړل شوې وه چې که اييني اصلاحات ژر تر ژره په پارليمان کې د منظورۍ لپاره وړاندې نکړل شو نو دوی به د احتجاج په توګه د مې پر شلمه نېټه اسلام اباد و تړي.د فاټا اصلاحاتو پارليمان ته په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ ولې ده؟دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له سنېټر سجاد طوري او د فاټا وکيلانو له يو مشر اعجاز مومندسره څېړل شوې ده....more27minPlay
May 03, 2017د پاکستاني پلاوي د کابل سفر لاس ته راوړنې؟د پاکستان پارلماني پلاوی د افغانستان د دوه ورځني سفر وروسته اسلام اباد ته ستون شوی دی.د سفر يو مهم هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ځای ولاړې خبرې بيا پیلول دي. آیا سفر ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او که څنګه.؟ دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان پارلماني ډله کې شامل غازي ګلاب جمال او د افغانستان مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي سره څېړل شوې ده....more28minPlay
April 26, 2017له اسلام اباد او کابل سره د ترمپ انتظاميې اړيکېپه افغانستان کې پر پوځي مرکز بريد کې د شاوخوا ۱۵۰ پوځیانو وژنه، ددې هېواد په داخلي چارو کې د روس زيات فعاليت، د امريکا دفاع وزير او ملي امنيت سلاکار د کابل وروستيو سفرونه ته په پام سره د واشنګټن له اسلام اباد او کابل سره تعلقات د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي دي. د پاکستان پخوانی سفارتکار ایاز وزير او افغان کارپوه اباسين بریاله د بحث مېلمانه دي....more25minPlay
April 19, 2017په اسلامي ټولنه کې د قانون واکمنيمشال خان د اپريل په ديارلسمه نېټه بلوه ګرو د مذهب سپکاوي په تور وژلی وو خو وروسته پوليسو وويل چې پلټنو و ښودله چې مشال خان د مذهب سپکاوی نه دی کړی.هم دې ته په کتو سره د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په اسلامي ټولنه کې د قانون پر واکمنۍ خبرې شوي ؟ ديني عالم مفتي فضل منان د بحث مېلمه دی....more27minPlay
April 12, 2017ايا ملاله به د سولې استازې په توګه اغېزناکه رول و لوبوي؟ملګرو ملتونو د اپريل پر لسمه ملاله يوسفزۍ د سولې استازې و تاکله.ايا د سولې استاذې په توګه به دا بريالۍ شي چې په سيمه کې د سولې او نجونو د زدکړو لپاره اغيزناکه کار وکړی شي.؟ د باچا خان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن مشر خادم حسين او د ملالې يوسفزۍ د مبارزې څېړونکې او د کوټې نجونو کالج ښوونکې ساره خان د بحث مېلمانه دي....more28minPlay
April 05, 2017د پاکستان افغانستان تعلقات او د مسکو کېدونکې غونډهد پاکستان او افغانستان پوځي چارواکيو د سېشنبې په ورځ ټيلي فوني تماس نيولی او د ډېورنډ کرښې د دواړه غاړو پر امنيتي وضعيت يې خبرې کړي. بل خوا د افغانستان په اړه د روس په کوربه توب د اپريل په نيمايي کې په مسکو کې غونډه کېږي او کابل د ټېټې کچې چارواکيو ورلېږولو پرېکړه کړې ده. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د اسلام اباد او کابل پر تعلقاتو خبرې شوي. د پاکستان پخوانی سفارتکار اياز وزير او په کابل کې د سولې او شخړو مطالعاتي مرکز څېړونکي حکمت الله اعظمي د بحث ميلمانه دي....more28minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 756 episodes available.