Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 756 episodes available.
March 29, 2017پر ټولنيزو رسنيو د بنديز ګټې او تاوانونهد پاکستان حکومت هلې ځلې پيل کړي چې پر ټولنيزو رسنيو محدوديتونه ولګوي. په دې لړ کې يې د ځينې ويب پاڼي تړلې اود فيسبوک له چارواکيو سره يې هم تماس نيولی دی. پر ټولنيزو رسنيو د بنديز يا محدوديتونو لګولو ګټې او تاوانونه څه دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تررڼا لاندې بحث کې د عبدالولي خان پوهنتون جرنلزم څانګې استاد ضياوالله همدرد او ليکوال ظفزالله خان سره څېړل شوې دي....more28minPlay
March 22, 2017ايا پوځي عدالتونه د ترهګرۍ مخه نيولای شي؟د پاکستان قامي اسبملۍ د سېشنبې په ورځ د پوځي عدالتونو بيا جوړولو قانون منظور کړ خو په سېنټ کې د غړيو د کموالي له وجې پر قانون رايې اچونه تر بلي اوونی پورې و ځنډول شوه. پر پوځي عدالتونو د بشري حقونو سازمانونه نيوکي کوي خو حکومت دریځ لري چې په هېواد کې د روانې ترهګرۍ د مخنيوي لپاره پوځی عدالتونو جوړول اړين دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې هم دا موضوع د پوځ پخواني چارواکي برېګيډیر سيد نذير، پخوانی ډپلوماټ اياز وزیر، د سپريم کورټ وتلي وکيل قاضي انور او د پاکستان هيومن رايټس کمېشن يو مشر کامران عارف سره څېړل شوې ده....more26minPlay
March 15, 2017د فاټا اصلاحات او د ښځو حقونهد قبایلي سیمو میرمنو غوښتنه کړې ده چې د فاټا په اصلاحاتو کې دې د ښځو حقونه خوندي کړل شي او د هغوي د پرمختیا، تعلیم او روغتیا د ستونزو هوارولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړل شي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې پر دغه موضوع بحث کوو.کوربه شاهین بونیری دی....more26minPlay
March 08, 2017د پاکستان په اسمبليو او سياست کې ښځې څومره بااختياره دي؟د مشال تر رڼا لاندې بحث د ښځو نړيوالې ورځې ته ځانګړۍ شوی چې پکې د قامي اسمبلۍ غړې مسرت احمد زيب او د بشري حقونو ادارې نېشنل هېومن رايټس کمېشن اف پاکستان لپاره د قبايلي او نيمه قبايلی سيمو استاذې بېګم جانې سره پر دې خبرې شوې چې ددې هېواد په اسمبليو او ګوندونو کې فعاله ښځې څومره بااختياره دي؟...more27minPlay
March 01, 2017د اقتصادي همکارۍ سازمان په مخ کې سياسي خنډونه؟په اسلام اباد کې د چارشنبې په ورځ د قتصادي همکارۍ سازمان سرمشريزه کې د غړيو هېوادونو ترمنځ د رابطو او تجارت پر زياتولو سلا وشوه. دا په داسې حال کې ده چې امنيتي اندېښنو له کبله پاکستان له افغانستان سره د تورخم او چمن لارې لا هم تړلې دي. هم دغه شان افغانستان ددې سازمان د منځنۍ اسيا غړيو هېوادونو ته د رسېدو يوه مهمه لار ده. د غړيو هېوادونو خپل منځي سياسي اختلافات د سازمان اقتصادي هدفونو په مخ کې څومره لوی خنډ دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې په اسلام hباد کې د اقتصادي چارو پوه جاويد اقبال او په پېښور کې د سياسي چارو پوه ډاکټر خادم حسين سره څېړل شوي دي....more26minPlay
February 22, 2017د کابل او اسلام اباد پر يو بل تورونو او پر اړيکو يې اغېز؟په دې وروستيو کې په پاکستان کې وسله والو بريدونو د کابل او اسلام اباد وار له مخه خرابې اړيکې لا پسې کړکېچنې کړي دي. د دغو بريدونو ذمه واري داعش او جماعت الحرار وسله والو ډلو منلې او اسلام اباد تور لګوي چې دغه ډلې په افغانستان کې پټن ځايونه لري خو کابل بيا تور پورې کړی چې په پاکستان کې د وسله والو طالبانو ۳۲ مرکزونه دي چې د افغانستان پرضد استعمالېږي. دغسې تورونو د د دواړو هېوادونو ترمنځ خراب تعلقات څومره پېچلې کړي دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني سفارتکار ایاز وزير او د سياسي چارو کابل مېشت پوه اباسين بريال سره څېړل شوی دي....more27minPlay
February 15, 2017په پاکستان کې ترهګر بريدونه ولې زيات شوي؟په پاکستان کې يو ځل بيا ترهګر بريدونه زيات شوي دي.په دې هېواد کې د ترهګرۍ ضد ملي تګلارې د شتون سربېره هم تشدد پېښې ,لې زياتې شوې.؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له خبريال حق نواز خان او د پېښور پوهنتون سمييزو چارو څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان سره څېړل شوې دي....more28minPlay
January 25, 2017د ډونلډ ټرمپ د اقداماتو پر پاکستان او سيمه ممکنه اغېزد امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هندي وزيراعظم نريندرمودي ته د واشنګټن د سفر بلنه ورکړې ده. که څه هم په دې اړه لا هم د پاکستان غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو اسلام اباد تل د امريکا او هند پراخېدونکو اړيکو ته حساسيت ښودلی دی. د ښاغلي ټرمپ دغه اقدام به د اسلام اباد او واشنګټن او په عمومي توګه پر ټوله سيمه څه اغېز وکړي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د سياسي چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک او پخواني ډپلوماټ اياز وزير سره څېړل شوې دي....more25minPlay
January 18, 2017ډونلډ ټرمپ، د امريکا، پاکستان او افغانستان ممکنه تعلقاتد امريکايې ولسمشر باراک اوبامه واکمني به د جمعه په ورځ پای ته ورسېږي او پر ځای به يې ډونلډ ټرمپ د هېواد مشري پر غاړه واخلي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د باراک اوبامه په واکمنۍ کې د امريکا له افغانستان او پاکستان سره د تعلقاتو جاج اخستل شوی دی او دغه اړيکې به د ډونلډ ټرمپ په واکمني په ممکنه توګه کومه بڼه غوره کولای شي؟ ميلمانه په پېښور کې د دفاعي چارو پوه برېګيډيير محمود شاه او په کابل کې د سياسي چارو پوه اباسين بريال دي....more27minPlay
January 11, 2017د بشري حقونو فعالان ولي تري تم کيږي؟د مشال تر رڼا لاندي بحث کې مو په اسلام اباد کې په تيره يوه اونۍ کې د پنځو فعالانو د تري تم کيدو موضوع څيړلي دی. په پروګرام کې د بشري حقونو فعالان ميلمانه دی....more27minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 756 episodes available.