Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ا... more
FAQs about مرکې، شننې، تبصرې:How many episodes does مرکې، شننې، تبصرې have?The podcast currently has 50 episodes available.
April 07, 2021د قبایلي سیمو خلک د خپلې روغتیا په اړه څومره پوهه لري؟د اپرېل پر اوومه د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په "روغتيا او درملنه" خپرونه کې زموږ په سيمو کې د خپل صحت په اړه د خلکو پوهاوي په اړه اورئ. د واکسينو، د مور او ماشوم د صحت ترڅنګ دا هم اورئ چې خلک څنګه له مختلفو ناروغيو ځان ساتلی شي؟ په خپرونه کې د اسلام اباد په الشفا روغتون کې د عامې روغتيا د چارو او د زړه د ناروغيو متخصص ډاکتر سعيد الله شاه مو مېلمه دی. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more30minPlay
April 06, 2021ډاکټر شفیق احمد: په باجوړ کې۱۶۵۰ کسانو ته کورونا واکسین شويله کورونا وايرسه د حفاظت واکسين پاکستان ته هم رسېدلي او حکومت يې د يوه پروګرام له لارې د هېواد وګړو ته ورکوي. په باجوړ کې د کورونا واکسينو د ورکړې څه حال دی؟ حکومتي پروګرام کله پيل شوی او تراوسه هلته څومره کسان واکسين شوي دي؟ دا پوښتنه زموږ همکار هارون باچا د دې ضلعې لپاره د کورونا واکسينو د پروګرام له کوارډينيټر ډاکټر شفيق احمد څخه د دې مرکې په پیل کې کړې ده....more4minPlay
February 08, 2021د غلام خان بندر ټرانزټ کېدو منظوري ورکړل شوې: ډپټي کمشنر شاهد علي خاند شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر شاهد علي خان وايي چې د غلام خان بندر ټرانزټ کېدو منظوري شوې ده او چارې به یې د مارچ له میاشتې پیل شي. نوموړي د مشال راډیو له خبریال عمر وزیر سره په مرکه کې دا هم وویل، ښايي د غلام خان سړک دوه رویه شي. پر دې موضوع بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ....more4minPlay
January 01, 2021په ۲۰۲۰ز کال په شمالي وزیرستان کې جرمي پېښېپه شمالي وزیرستان کې ۲۰۲۰ز کال کې د هدفي وژنو ترڅنګ کڼې نورې جریمي پېښې شوې دي. زموږ خبریال عمر وزیر په دغه ضلع کې د تېر یوه کال پېښو ته کتنه کړې....more6minPlay
December 12, 2020د ډېسېمبر پر ۱۳مه پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو احتجاجد اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک د ډېسېمبر پر ۱۳مه په لاهور کې د حکومت ضد جلسې پلان لري. که څه هم حکومت دغه جسله غیر قانوني ګڼي او لپاره یې پي ډي اېم ته رسمي اجازت نه دې ورکړی خو اپوزیشن ګوندونه وايي هره مرو به د ډېسېمبر پر ۱۳مه دغه جلسه کوي. خو حکومت وايي د جلسې د تنظیموونکوپر ضد به کارروايي کوي....more5minPlay
December 05, 2020پي ډي اېم له اسمبلیانو څخه د استعفا په اړه غونډه کويد پاکستان ډيموکرېټيک موومنټ په نوم د اپوزيشن ګوندونو اتحاد يا پي ډي اېم ويلي چې دوی به راتلونکې اوونۍ پرېکړه کوي چې ايا له قومي او صوبايي اسمبليانو څخه استعفا ورکوي او که نه؟ د پاکستان مرکزي حکومت ضد د ۱۱ ګوندونو دغه اتحاد پرون غونډه کړې وه خو حتمي پرېکړې ته ونه رسېدل او اوس به د ډېسېمبر پر اتمه په اسلام اباد کې بله غونډه کوي چې د پاکستان پخوانی وزيراعظم نواز شريف به هم د ويډيو لينک له لاې ګډون پکې کوي. احمد شاه اعظمي په پېښور کې د سياسي چارو له پوه او خبريال محمود جان بابر سره په همدې اړه خبرې کړې او لومړی يې پوښتنه ورڅخه کړې چې پي ډي اېم ولې استعفا ورکولو ته اړ کېږي؟ بابر په ځواب کې وايي........more5minPlay
November 07, 2020د امریکا انتخاباتو په اړه له جهانګیرخټک سره مرکهپه امریکا کې مېشت خبریال او شنونکی جهانګیر خټک وايي، ولسمشر ټرمپ د ځینو ایالتونو نتیجې په عدالت کې چېلېنج کړي. نوموړی وايي، که عدالت خپله پرېکړه واوروله نو نوماندان بیا اړکېږي چې د انتخاباتو پایلې ومني. له نوموړي سره فرخنده اسد مرکه کړې....more8minPlay
October 19, 2020ډاکټر پروېز مجهور ځانګړنه د روښاني فکر راسپړنه وهد نوښار په خویشکو کې د اتوار په ورځ د پښتو ادب او تصوف عالم، څېړنکار، شاعر او لیکوال ډاکټر پروېز مجهور په تعزیتي غونډه کې لیکوالانو د هغه پر ادبي هلو ځلو او پښتو ژبې ته یې پر کړي خدمت رڼا واچوله. له پېښوره د شبیر جان راپور...more5minPlay
October 01, 2020د تورخم دروازه خلاصه شوه حو خلک لا هم ستونزې لريد سېپټېمبر پر ۲۸مه د افغانستان لپاره د پاکستان وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق اعلان وکړ چې په خیبر پښتونخوا کې به له افغانستان سره ټولې تړلي لارې په اوونۍ کې د څلورو ورځو لپاره د خلکو پرمخ د تګ راتګ لپاره خلاصه وي، خو په ننګرهار کې په سلګونو داسې ښځینه او نارینه د تېرو څو مياشتو راهيسې د لارو بنديدو له کبله بند پاتې دي چې کورونه يې په پاکستان کې دي او په پاسپورټونو کې يې د ويزو مودې پای ته رسېدلي دي. دوی د ننګرهار ولایتي چارواکو غواړي چې د پاکستان له سفارت غوښتنه وکړي چې افغانانو ته ويزې ورکړه پيل کړي. د ننګرهار چارواکي وايي چې دوی په جلال اباد کې د کونسلګرۍ له چارواکو سره خبرې کړي، ژر به د ویزو ورکولو لړۍ د یوه شفاف ميکانېزم له مخې پیل شي....more3minPlay
September 23, 2020د جي اېچ کیو ناستې په اړه د جماعت اسلامي له مشر سراج الحق سره مرکهپاکستان کې د اپوزيشن ګوندونو ۱۵ مشرانو د سېپټېمبر پر ۱۶مه د دې هېواد له بوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او استخباراتي ادارې له مشر جنرال فيض حميد سره په جي اېچ کیو کې ولیدل. د جماعت اسلامي مشر سراج الحق هم په دې ناسته کې ګډون کړی وو، زموږ خبریال احمد شاه اعظمي پر دې همدې موضوع ورسره ږغېدلی....more7minPlay
FAQs about مرکې، شننې، تبصرې:How many episodes does مرکې، شننې، تبصرې have?The podcast currently has 50 episodes available.