Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ا... more
FAQs about پښتونخوا او قبایل:How many episodes does پښتونخوا او قبایل have?The podcast currently has 299 episodes available.
January 22, 2021باچاخان او پښتانه ځوانانپښتانه ځوانان د باچا خان د عدم تشدد له تګلارې څه ګټه پورته کولائ شي. همدا موضوع د ځوانانو غږ خپرونه کې څېړو. کوربه اسرار عالم مومند...more33minPlay
January 19, 2021د پي ټي اېم مخکښ ډاکټر سید عالم مسید د ټانک پولیسو ته وسپارل شود ډېره اسماعیل خان عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ ډاکټر سید عالم مسید په سفري ضمانت ټانک پولیس ته سپارلی. د ټانک پولیس اېس پي انوسټیګېشن تجمل خان وايي، چې ډاکټر سید عالم ورته د ریاست خلاف بغاوت په دوو مقدمو کې مطلوب و، خو د ډاکټر سید عالم یو وکیل اسد عزیز د پي ټي اېم غړیو خلاف مفدمې ناقانونه بولي....more3minPlay
January 18, 2021شکتوی کې دوه وسله وال وژل شوي: چارواکيد جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر شوکت علي ادعا کوي چې د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه د شکتوی په باراتي کلي کې پاکستانیو ځواکونو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دوه وسله وال وژلي دي. ټي ټي پي لا په دې اړه څه نه دي ویلي. اشتیاق مسید یې راپور راکوي....more2minPlay
January 14, 2021دته خېلو کې درې عسکر او دوه وسله وال وژل شويد پاکستان پوځ عامه اړیکو څانګه (ای اېس پي ار) وايي چې د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د عملیاتو په ترڅ کې درې عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي. د عمر وزیر رپورټ...more3minPlay
December 08, 2020ډېره اسماعیل خان کې یو خبریال قیس جاوېد وژل شویپه ډېره اسماعیل خان بېګا ماسخوتن نامعلومه وسله والو یو عیسوی خبریال قیس جاوید په خپل کور کې وژلی دی. د هغه یو خپل مشال رېډیو ته وویل چې د جاوید له هېچا سره دښمني نه درلوده. په سیمه کې خبریالانو د جاوید د وژنې غندنه کړې او په دې پیښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کړې ده....more3minPlay
November 25, 2020'له تېرو ۲۲ کلونو د ښځو حقونو لپاره احتجاج کوو خو بدلون مو و نه لید'پېښور پریس کلب مخي ته ښځینه فعالانو پر ښځو پرضد د تشدد نړیوالې ورځې په مناسبت د نومبر په ۲۵مهدنېټه په پېښور کي مظاهره وکړه. په دوی کې دوو فعالانو صایمه منیر او طاهره کلیم مشال رېډیو ته وویل چې له تېرو څه باندې دوو لسیزو همداسې احتجاج کوي خو د ښځو حقونو په اړه لاهم هېڅ بدلون نه ویني....more3minPlay
October 29, 2020شمالي وزیرستان کې یو بل تن په هدفي برید کې وژل شوید چارواکو په وینا پېښه بېګا شپه (د اکتوبر ۲۸مه) د شمالي وزیرستان په خیسور کې شوې. دوی وايي چې ناځرګندو بریدګرو د سرتېر په نامه یو کس په ډزو وژلی او تښتېدلي دي. په شمالي وزیرستان کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې دا څلورم او له سږني کال راهیسې ۳۷ هدفي برید دی چې پکې ځايي وګړي په نښه کېږي. د عمر وزیر راپور....more2minPlay
October 22, 2020سوهېلي وزیرستان کې دوه انجینېران تښتول شوي ديپه سوهېلي وزیرستان کې د یوې غیر- سرکاري ادارې (سرحد رورل سپورټ پروګرم) دوه انجینېران ناڅرګندو کسانو تښتولي دي. د پولیس چارواکو په خبره پېښه د مکین په قلندر سیمه کې شوې ده. انجینېران په سیمه کې د اوبو رسولو یوې وړوکې پروژې لپاره سروې کولو ته تللي ول. نور حال زموږ د خبریال اشتیاق مسید په راپور کې...more2minPlay
October 19, 2020د شمالي وزیرستان یو مخور مشر ملک رییس خان ناڅرګندو وسله والو وژلیپولیس چارواکي وايي، تیر ماښام په شمالي وزیرستان کې د ګرېنډ امن جرګې غړی ملک رییس خان نامعلومه وسله والو وژلی دی. د پولیسو په وینا ملک رییس له میرلي بازاره خپل کلي خیسور ته روان وو چې په لاره کې ووژل شو. دا په شمالي وزیرستان کې په روان کال کې ۳۴ مه هدفي وژنه ده. په اړه يې بشپړ رپورټ واورئ....more4minPlay
October 12, 2020واڼه بازار کې اور لګېدو د اربونو روپیو زیان اړولید جنوبي وزیرستان په واڼه کې د اکتوبر پر ۱۱مه (پرون) په يوه مارکيټ کې اور لګېدلی وو. دکانداران وايي د دوی د کروړونو روپيوو زیان شوی دی دوی وايي، که اوروژونکي پر وخت ورسېدلي وای نو دومره ډېر تاوان به یې نه کېدلو خو د ریسکیو ۱۱۲۲ یو چارواکی وايي، د دوی په زیار د مارکېټ لویه برخه له سوځولو وزغورل شوه....more4minPlay
FAQs about پښتونخوا او قبایل:How many episodes does پښتونخوا او قبایل have?The podcast currently has 299 episodes available.