Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ا... more
FAQs about پښتونخوا او قبایل:How many episodes does پښتونخوا او قبایل have?The podcast currently has 299 episodes available.
October 08, 2020شمالي وزیرستان کې د اېف ډبلیو او دوه کارمندان برمتهچارواکي وايي، ناڅرګنده وسله والو شمالي وزيرستان کې د پوځ انجینېرینګ څانګې اېف ډبليو او دوه کارکونکي تښتولي دي.د شمالي وزيرستانوايي دغه کارکونکي چې تعلق يې له پنجاب صوبې سره دی، پرون ماښام وسله والو په سپين وام کې تښتولي دي. پوليس وايي چې وسله والو ټول پنځه کسان نيولي وو چې درې ترې په تېښته کې بريالي شوي دي. دوي زياتوي دې کسانو په سپين وام کې د کرم تنګي ډېم په جوړولو کې کار کاو. که څه هم کومې وسله والې ډلې د دې زمه واري نه ده اخیستې خو په تېر وختونو کې هم وسله والو د ایف ډبلیو او، د تېلو او ګیس کمپنۍ او نورو پروژو ځينې کارکونکي تښتولي دي چې پکې يې بيا بعضې وژلي هم ول. نور تفصيل عمر وزير...more3minPlay
October 06, 2020خوست کې وزیرستاني کډوال خپلو کلیو بانډو ته ستنېدل غواړيافغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، د پاکستان حکومت دې د هغوی د بیرته ستنولو انتظام وکړي. حکومت وايي، دا خلک ځکه نه ستونوي چې د شمالي وزیرستان ځینې سیمې لا هم له وسله والو پاکې شوې نه دي. خو وزیرستاني کډوال وايي، که شمالي وزیرستان ته یې نه شي ستنولی، حکومت دې هغوی بنو یا د پاکستان کومې بلې سیمې ته ولېږدوي. د دغو خلکو په وینا سوړ ژمی راروان دی او هغوی یې لپاره هېڅ انتظامات نه لري. عمر وزیر پر دې موضوع راپور لري....more5minPlay
September 25, 2020د منځنۍ کورمې ولس د موبایل او انټرنیت اسانتیاوې غواړيد منځنۍ کورمې وګړي وايي چې د دوی ډېری خلک په خلیجي هېوادونو کې کار روزګار کوي خو له خپلو کورنیو سره د رابطې هېڅ اسانتیاوې نه لري. دوی له سرکاره غوښتنه وکړه چې د موبایل کمپنیو اندېښې دې لیرې کړي او دوی ته دې د رابطی سهولتونه برابر کړي، د طارق اورکزي راپور...more3minPlay
September 23, 2020میرعلي کې د روغتیاپالې ناهېدې د وژلو خلاف لاریونمیرعلي کې د ګل په ورځ د ناڅرګندو کسانو په ډزو د صحت څانګې د یوې کارمندې ناهیدې ګل د وژلو پرضد ځايي ولس او پي ټي اېم لاریون وکړ او د هغې د وژونکو نیولو غوښتنه یې کوله. دوی د ناهېدې کورنۍ ته د انصاف ورکولو او هدفي بریدونو ودرولو ږغونه پورته کول او ویل بې ناامني دې کچې ته راغلې چې ښځې هم خوندي نه دي....more5minPlay
September 22, 2020میرعلي کې هدفي برید د روغتیا څانګې یوه ښځینه کارمنده وژلېد میرعلي په خوشالۍ سیمه کې ناڅرګندو وسله والو د روغتیا څانګې یوه کارمنده وژلې چې په ځايي صحت مرکز کې له کاره و خپل کور ته پر لاره وه. دا شمالي وزیرستان کې د سږني کال له پیل راهیسې ۲۹م هدفي برید دی. د عمر وزیر راپور...more2minPlay
September 22, 2020سپلګه کې پرلت دوام لريد میرامشا سپلګه په سیمه کی ځايي ولس نن پر دزېمه ورځ هم د امنیتي عسکرو له لوري د ځايي خلکو د نیولو پرضد پرلت وهلی دی. دوی وايي د شنبې په ورځ دغلته د دوو عسکرو له وژل کېدو پس امنیتي عسکرو د عام وګړي نیولي او تشدد یې پرې کړی دی. امنیتي چارواکي یې د تشدد ادعا ردوي او وايي چې ګرفتار کسان به ژر پرېږدي....more3minPlay
September 16, 2020د شکتوی پېښې جرګې ته پوځي چارواکي نه دي ورغليد جنوبي وزیرستان یو مخور مولانا حسام الدین وايي، په شکتوی کې پر ځايي خلکو د پاکستانيو پوځیانو د کړي تشدد په حواله په رابلل شوې جرګه کې پوځي چارواکو د ژمنې یا لوظ باوجود ګډون ونکړ. له حسام االدین، د شمالي وزیرستان د صوبايي اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر، د شمالي وزیرستان اسسټنټ کمېشنر حمزه ظهور او د پي ټي اېم یوه مخکښ عالمزېب مسید سره زموږ خبریال اشتیاق مسید خبرې کړې....more7minPlay
September 14, 2020باجوړ کې هر کال نږدې شپږ زره زده کوونکي له لوړو زده کړو محرومېږيله باجوړه هر کال څه نا څه لس زره زده کوونکي له سکولونو فارغېږي، په دوی کې یوازې څلور زرو ته په کالجونو کې داخلې ملاوېږي خو نور د کالجونو د کمي له کبله له زده کړو بې برخې شي. بلخوا سرکاري چارواکي وایي پنځه های سکولونه یې تر دولسم ټولګي پورې غځولي دي ژر به پکې زده کړې پیل شي. د شاهنواز ترکزي راپور...more4minPlay
July 10, 2020د جنوبي وزیرستان ځمکو لانجېد جون پر ۳۰مه د ځمکې لانجې پر سر د جنوبي وزیرستان د دوو قامونو ترمنځ نښته وشوه. تر دې مخکې هم بېلا بېلو قامونو د یو بل پر ضد وسلې راخیستي او جنګېدلي. د سیمې مشران او پوهان وايي، د ځمکو کشالو تر شا بېلا بېل وجوهات دي چې انتظامیه یې باید د هواري هڅې وکړي. نور په رپورټ کې....more9minPlay
FAQs about پښتونخوا او قبایل:How many episodes does پښتونخوا او قبایل have?The podcast currently has 299 episodes available.