یوه موضوع، څو زاویې - Voice of America

یوه موضوع، څو زاویې - Voice of America

By VOANews
Download on the App Store

یوه موضوع، څو زاویې - Voice of America episodes

  • د اسرائیل او حماس شپږ میاشتنۍ جګړه- یوه موضوع څو زاویې - وری ۲۵, ۱۴۰۳
    د اپرېل اوومه په غزه کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي روانه جګړه شپږمیاشتنۍ شوه. دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل په برید کې ۱۱۷۰ کسان ووژل او ۲۴۰ تنه نور یې یرغمل کړل. د روانې جګړې له کبله د غزې تړانګې اکثریت اوسېدونکي بېځایه شوي او اکثره فلسطینیانو جنوبي رفح ښار ته پناه وړې ده.
    29 min
  • د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د څښاک د پاکو اوبو کمښت – یوه موضوع څو زاویې - وری ۱۸, ۱۴۰۳
    د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې په نړۍ کې شاوخوا دوه اعشاریه دوه میلیارد کسان د څښاک صحي اوبو ته لاسرسی نلري. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې، د نړۍ په ځنیو برخو کې د اوبو کموالي ته کتنه شوې ده.
    29 min
  • د اعتیاد په وړاندې مبارزه- یوه موضوع څو زاویې - وری ۱۱, ۱۴۰۳
    نوی لمریز کال پداسې حال کې پیل شوی چې په افغانستان کې بزګران او په تېره بیا هغه بزګران چې د کوکنارو کر پرې د طالبانو د حکومت له خوا بند شوی له ستونزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دي. بزګران دا نوی کال هم د تېر کال په څېر ګڼي خو د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت بیا د ژمنې په حد کې پدغه کال کې د اوبو د مدیریت او د بندونو د جوړولو خبره کوي.
    29 min
  • د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي د بایکاټ پرېکړه- یوه موضوع څو زاویې - وری ۰۴, ۱۴۰۳
    د منځني ختیځ لپاره د واشنګټن د پالیسیو په وجه، ځني امریکایي مسلمانان په پام کې لري چې د سپینې ماڼۍ د روژه ماتي او د اختر لمانځلو په غونډه کې ګډون ونکړي. له بلې خوا اذربایجان هڅه کوي چې روژه ماتۍ د یونسکو لخوا د مسلمانانو د اسلامي او فرهنګي میراث په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
    29 min
  • د امریکا پر ټاکنو د جګړو اغیز - یوه موضوع څو زاویې - کب ۲۶, ۱۴۰۲
    د امریکا ولسمشر جوبایډن د دموکرات ګوند او پخواني ولسمشر ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماندۍ د لازمو ګوندي استازو شمیر پوره او په رسمي توګه له نوماند کیدو وروسته به دغه دواړه کاندیدان د نومبر په عمومي ټاکنو کې سره مخامخ شي. خو په غزې او اوکراین کې د جګړو دوام په ټاکنو باندې اغیز ولري؟
    29 min
  • پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل دوام ته کتنه - یوه موضوع څو زاویې - کب ۱۹, ۱۴۰۲
    پر اوکراین د روسیې د یرغل دریم کال پداسې حال کې پیل شوی چې د پای ته رسېدو هېڅ څرک یې نه ښکاري. په ورته وخت کې د اروپایي هېوادونو د پارلمانونو غړي د متحده ایالتونو له کانګرس څخه غوښتنه کړې ترڅو اوکراین ته د اضافي مرستو وړاندیز تصویب کړي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوام ته کتنه شوې ده.
    29 min
  • د نشه‌يي توکو په وړاندې مبارزه- یوه موضوع څو زاویې - کب ۱۲, ۱۴۰۲
    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په دې هیواد کې د نشه‌يي توکو د کرکیلی او تولید پر دوام اندېښنه ښودلې ده. بلخوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، هغه بزګر چې په خپلو ځمکو کې له نیم جریب څخه په زیاته ځمکه کوکنار وکري، نو د شپږو میاشتو نه تر یوه کاله پورې به د بند سزا ورکول کیږي.
    29 min
  • په افغانستان او نړۍ کې د رسنیو ازادي – یوه موضوع څو زاویې - کب ۰۵, ۱۴۰۲
    په افغانستان کې د خبریالانو د نیول کېدو او بندي کېدو په دوام، افغان حقوق پوهانو ویلي چې د افغانستان په قوانینو کې د رسنیز یا مطبوعاتي جرم په توګه هېڅ عمل نشته. دغه راز په کشمیر کې د رسنیو پروړاندې بندیزونه د دې لامل شوي چې یوه خبریاله خپل مسلک پرېږدي او د پخلي کاروبار پیل کړي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې، په افغانستان او د نړۍ په ځینو برخو کې د رسنیو ازادي ته کتنه شوې ده.
    29 min
  • د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غونډه - یوه موضوع څو زاویې - سلواغه ۲۸, ۱۴۰۲
    د روان کال د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ د قطر په پلازمینې دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي د سپارښتنو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب، افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون یوه غونډه جوړیږي.
    29 min
  • په نړۍ کې پوځي شخړې - یوه موضوع، څو زاویې - سلواغه ۲۱, ۱۴۰۲
    د امریکا متحدو ایالتونو خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د ایران پلوه اورپکو ډلو پر ضد به خپل بریدونو ته دوام ورکړي. په ورته وخت کې، ناټو سازمان خپل ترټولو لوی پوځي تمرینونه پیل کړي دي. د یوې موضوع څو زاویو په دې اونیزه خپرونه کې، په نړۍ کې پوخې شخړو ته کتنه شوې ده.
    29 min

About یوه موضوع، څو زاویې - Voice of America

From the publisher's feed

د افغانستان او نړۍ د اوونۍ د تودو پېښو تحلیل او څیړنه په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې د امریکاغږ د سپوږمکۍ ډیجیټلي شبکو په خپرونو کې وګورئ. دا خپرونه د شنبې په ورځو د ماښام په ۶:۰۰ بجو د…