۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

By مشال راډیوNews
Download on the App Store

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې episodes

  • ماسپښينۍ خپرونه ۱
    د مشال راډیو لومړۍ ماسپښينۍ خپرونه. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې، مرکې خپرېږي. ورسره اوونیزه خپرونه/خپرونې هم خپرېږي.
    1 hr
  • خبري ګړۍ ۱
    د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو په لومړۍ خبري ګړۍ کې تازه خبرونه، رپورټونه، شننې، مرکې او کلتوري، فرهنګي رپورټونه خپرېږي.
    1 hr
  • خبرې او سندرې
    په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته له اورېدونکو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کېږي، د هغوی پیغامونه خپرېږي او د هغوی د سندرو فرمایشونه پوره کول کېږي.
    1 hr
  • سهارنۍ خپرونه
    په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل رپورټونه، شننې او تبصرې اورېدای شئ. د خپرونې په وروستۍ نیمايي کې اکثر یوه اوونیزه خپرونه خپرېږي.
    1 hr
  • سلام پښتونخوا
    دا د مشال راډیو لومړۍ خپرونه ده چې پکې تر خبرونو وروسته رپورټونه، له خبریالانو خبرونه او رپورټونه او سندرې در خپروو.
    1 hr
  • ظفر فاروق وايي خيبر پښتونخوا کې رباب غږوونکي ځوانان ډېر شوي دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د نوښار يو پېژندلی سندرغاړی او رباب غږوونکی ظفر فاروق دی. نوموړی وايي، د موسيقي زده کړې يې له بېلا بېلو استادانو څخه کړي او اوسمهال خپله يوشمېر شاګردان لري. فاروق خوشاله دی چې ګڼو پښتنو ځوانانو د عبث وخت تېرولو پر ځای رباب زده کولو ته مخه کړې. نوموړی زياتوي چې د رباب ځينې شاګردان يې ډېر تکړه دي او په راتلونکې کې به پښتو موسيقۍ ته ښه کار وکړي. د ظفر فاروق دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min
  • انجینر مومند وايي د غني خان او حمزه شينواري شعرونه يې په شوق ويلي دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی انجینر مومند دی. نوموړی له کلونو راهیسې د مساپرۍ ژوند کوي. دی وايي، لومړی په ۲۰۰۰ز کال کې امريکا ته ولاړ او اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په اروپايي هېواد ناروې کې اوسي. مومند وايي، پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان لوګر ولايت دی، خو د ۹۰مې لسيزې په پيل کې کوټې او تر هغې وروسته پېښور او سوات ته کډه شو. نوموړی وايي، غني خان او حمزه شينواری يې د خوښې شاعران دي او زياتره يې د هغوی شعرونه ويلي دي. د مومند دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • عشرت سحر وايي د اکثرو سندرو شعرونه یې مساپرو شاعرانو لیکلي دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د هنګو يو پېژندلی سندرغاړی عشرت سحر دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ غړی دی او وروڼه يې په پښتو موسيقۍ کې زيات ځلېدلي دي، خو دی هم وخت په وخت نوې سندرې خپروي او د سيمې خلک يې د موسيقۍ پروګرامونو ته ورغواړي. سحر وايي، د اکثره سندرو شعرونه يې په عربي هېوادونو کې مېشتو پښتنو شاعرانو لیکلي، خو زياتوي چې ژر د سيمې د نومياليو شاعرانو کلامونه هم ثبتوي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
    دا اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان او پېژندلی سندرغاړی سجاد خان دی. نوموړی وايي، پلرنی کلی يې په مومندو کې دی خو په پېښور کې زېږېدلی او لوی شوی دی. د خان په خبره، له پېښور پوهنتونه یې د سولې او شخړو په مطالعاتو کې ماسټري کړې او اوس په همدې مضمون کې د لوړو زده کړو لپاره په سکاټلینډ کې دی. سجاد خان داراز په پېښور کې د موسيقۍ د ثبت يوه سټوډيو هم درلوده او په وينا يې چې د سيمې يوشمېر سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. خان زياتوي، غواړي چې په راتلونکې کې اردو سندرې هم ووايي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    55 min
  • ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم دی. نوموړی له څه مودې راهيسې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي او له هم هغه ځايه سندرې خپروي. ګلزار عالم وايي، ۴۰ کاله يې سندرې وويلې او تر خپله وسه يې هڅه کړې ده چې پښتانه جمهوري او وطني فکر کولو ته اړ کړي. نوموړی زياتوي، له رياستي پاملرنې پرته هنر وده نه شي کولی. د ګلزار عالم دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min

About ۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

From the publisher's feed

دا د مشال راډیو د ۱۴ ساعته راډیويي خپرونو پاڼه ده. دلته تاسې ټولې تازه او پخوانۍ ۱۴ ساعته ګړۍ اورېدای شئ.