۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

By مشال راډیوNews
Download on the App Store

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې episodes

  • انجینر مومند وايي د غني خان او حمزه شينواري شعرونه يې په شوق ويلي دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی انجینر مومند دی. نوموړی له کلونو راهیسې د مساپرۍ ژوند کوي. دی وايي، لومړی په ۲۰۰۰ز کال کې امريکا ته ولاړ او اوسمهال له خپلې کورنۍ سره په اروپايي هېواد ناروې کې اوسي. مومند وايي، پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان لوګر ولايت دی، خو د ۹۰مې لسيزې په پيل کې کوټې او تر هغې وروسته پېښور او سوات ته کډه شو. نوموړی وايي، غني خان او حمزه شينواری يې د خوښې شاعران دي او زياتره يې د هغوی شعرونه ويلي دي. د مومند دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • عشرت سحر وايي د اکثرو سندرو شعرونه یې مساپرو شاعرانو لیکلي دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د هنګو يو پېژندلی سندرغاړی عشرت سحر دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ غړی دی او وروڼه يې په پښتو موسيقۍ کې زيات ځلېدلي دي، خو دی هم وخت په وخت نوې سندرې خپروي او د سيمې خلک يې د موسيقۍ پروګرامونو ته ورغواړي. سحر وايي، د اکثره سندرو شعرونه يې په عربي هېوادونو کې مېشتو پښتنو شاعرانو لیکلي، خو زياتوي چې ژر د سيمې د نومياليو شاعرانو کلامونه هم ثبتوي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
    دا اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان او پېژندلی سندرغاړی سجاد خان دی. نوموړی وايي، پلرنی کلی يې په مومندو کې دی خو په پېښور کې زېږېدلی او لوی شوی دی. د خان په خبره، له پېښور پوهنتونه یې د سولې او شخړو په مطالعاتو کې ماسټري کړې او اوس په همدې مضمون کې د لوړو زده کړو لپاره په سکاټلینډ کې دی. سجاد خان داراز په پېښور کې د موسيقۍ د ثبت يوه سټوډيو هم درلوده او په وينا يې چې د سيمې يوشمېر سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. خان زياتوي، غواړي چې په راتلونکې کې اردو سندرې هم ووايي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    55 min
  • ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه نوميالی سندرغاړی ګلزار عالم دی. نوموړی له څه مودې راهيسې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې اوسي او له هم هغه ځايه سندرې خپروي. ګلزار عالم وايي، ۴۰ کاله يې سندرې وويلې او تر خپله وسه يې هڅه کړې ده چې پښتانه جمهوري او وطني فکر کولو ته اړ کړي. نوموړی زياتوي، له رياستي پاملرنې پرته هنر وده نه شي کولی. د ګلزار عالم دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min
  • خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه شاعر او سندرغاړی، خورشيد عالم صابر دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مردان دی، خو ۱۵ کاله يې په سعودي عرب کې مساپري کړې او اوسمهال د متحده عربي اماراتو په شارجه کې کار روزګار کوي. صابر زياتره خپل شعرونه سندره کړي چې ځينې يې مشهور شوي هم دي. نوموړی وايي چې شعر او موسيقي يو انسان ته د يوه معتدل ژوند تېرولو لارې چارې ښيي. د خورشيد عالم صابر دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ، چې کوربه يې هارون باچا دی.
    53 min
  • وقاص خان وايي يوټیوب چینلونو د اډيو سټوډيوګانو کاروبار ښه کړی دی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه په پېښور کې د سندرو يو پېژندلی ثبتوونکی او سندرغاړی وقاص خان دی. نوموړی خپله اډيو سټوډيو لري او وايي چې د سيمې نومياليو سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. خان زياتوي چې له چارسدې څخه پېښور ته د دې لپاره کډه شوی وو چې سندرغاړی شي، خو رېکارډېسټ شو. د ده په خبره، په پېښور کې دا مهال ګڼې سټوډيوګانې دي چې سندرغاړي پکې د خپلو يوټيوب چینلونو لپاره سندرې جوړوي. د وقاص خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min
  • سلطان شاه وايي د سندرغاړي لپاره ټولنيزه ميډيا کارول ډېر مهم دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېښور مېشتی سندرغاړی سلطان شاه دی. نوموړی وايي، پلرنی ټاټوبی يې کورمه دی خو کورنۍ يې موده کېږي چې پېښور ته کډه شوې ده. د ده په خبره، نيکه او وروسته يې پلار هم موسيقي کړې او همدا لامل وو چې دی د پښتو موسيقۍ ميدان ته ووت او اولنۍ سندره يې په ۲۰۰۶ز کال کې ثبت او خپره کړه. شاه زياتوي چې اوسمهال د يوه سندرغاړي لپاره ډېره اړينه ده چې د ټولنيزو شبکو پر کارولو پوه وي او له هم هغې لارې خپلې سندرې خلکو ته ورسوي. د سلطان شاه دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • نومیالی سندرغاړی زرولي افغان وايي په ټیکسي چلولو کورنۍ ساتي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی زرولي افغان دی. نوموړی د نوميالي سندرغاړي استاد شاه ولي افغان زوی دی. دی په خپګان وايي چې له ۳۰ کلونو موسيقۍ کولو وروسته يې پر افغانستان واکمن طالبان نور هلته سندرو ويلو ته نه پرېږدي. افغان وايي، په کابل کې ټیکسي چلوي او خپله کورنۍ ساتي. د ده په خبره، د افغانستان شاوخوا ۲۶،۰۰۰ هنري کورنۍ د بېکارۍ له وجې مرستو ته اړ شوې دي. نوموړی وايي، د نویو سندرو جوړولو او د موسیقۍ د محفلونو له لارې د یو څو روپیو ګټلو لپاره کله نا کله پېښور ته ځي. په خپرونه کې د زرولي افغان دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.
    53 min
  • ضياالدين ضيا وايي د "خيبر جرګې" سندره يې خورا مشهوره شوې
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د سوات يو سندرغاړی ضياالدين ضيا دی. نوموړی د مینګورې په سبزي منډیۍ کې د خپل روزګار ترڅنګ شوقيه سندرې وايي. ضيا په وروستيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ يوشمېر سندرې ويلې دي. دی وايي، د هنر هدف يې د پښتون وطن د ارامۍ او د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کول دي. د ضياالدين ضيا دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • خانزاده اسفنديار خټک: پښتانه لا هم نڅا هنر نه بولي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سيمې يو پېژندلی رقاص خانزاده اسفنديار خټک دی. نوموړي په پاکستان کې له بېلا بېلو استادانو د "کتک" په نوم هندۍ کلاسيکي نڅا زده کړې او وايي چې د همهغې پوهې په مټ يې د پښتنو په دوديزو نڅاګانو کې نوښتونه کړي دي. دی وايي، پښتانه د هنري او فرهنګي پروګرامونو او مېلو له لارې په خپلو سیمو کې امن بحالولای شي. په خپرونه کې د اسفنديار خټک د خبرو تر څنګ د نڅا ځينې نغمې هم اورېدای شئ.
    53 min

About ۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

From the publisher's feed

دا د مشال راډیو د ۱۴ ساعته راډیويي خپرونو پاڼه ده. دلته تاسې ټولې تازه او پخوانۍ ۱۴ ساعته ګړۍ اورېدای شئ.