۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

By مشال راډیوNews
Download on the App Store

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې episodes

  • ضياالدين ضيا وايي د "خيبر جرګې" سندره يې خورا مشهوره شوې
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د سوات يو سندرغاړی ضياالدين ضيا دی. نوموړی د مینګورې په سبزي منډیۍ کې د خپل روزګار ترڅنګ شوقيه سندرې وايي. ضيا په وروستيو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ يوشمېر سندرې ويلې دي. دی وايي، د هنر هدف يې د پښتون وطن د ارامۍ او د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کول دي. د ضياالدين ضيا دا او نورې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • خانزاده اسفنديار خټک: پښتانه لا هم نڅا هنر نه بولي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سيمې يو پېژندلی رقاص خانزاده اسفنديار خټک دی. نوموړي په پاکستان کې له بېلا بېلو استادانو د "کتک" په نوم هندۍ کلاسيکي نڅا زده کړې او وايي چې د همهغې پوهې په مټ يې د پښتنو په دوديزو نڅاګانو کې نوښتونه کړي دي. دی وايي، پښتانه د هنري او فرهنګي پروګرامونو او مېلو له لارې په خپلو سیمو کې امن بحالولای شي. په خپرونه کې د اسفنديار خټک د خبرو تر څنګ د نڅا ځينې نغمې هم اورېدای شئ.
    53 min
  • بلال جمشېد: هنرمندان بايد موسيقي د خپلې ګټې يوازېنۍ وسيله و نه ګرځوي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سيمې يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی بلال جمشېد دی. نوموړی د مردان دی، خو موده کېږي چې له خپلې کورنۍ سره په پېښور کې اوسي. جمشېد وايي، هڅه کوي چې د سندرې انداز يې ځانګړی وي. د ده په خبره، د پښتنو هنرمندانو د ژوند معيار به هله ښه کېږي چې هغوی د موسيقۍ ترڅنګ نور روزګارونه هم وکړي. د بلال جمشېد دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min
  • عزت ګل وايي د پښتو موسيقۍ د لویو استادانو صحبت يې نصيب شوی دی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی عزت ګل دی. نوموړی وايي، کورنۍ يې کلونه پخوا د ننګرهار له پچيره اګام ولسوالۍ څخه پېښور ته کډه شوې. د عزت ګل په خبره، هنري زده کړې يې هم په پېښور کې له بېلابېلو استادانو کړې دي او له تېرو شاوخوا ۲۸ کلونو راهيسې سندرې وايي. نوموړی زياتوي چې هنر يې ښه پر مخ روان دی او له خپل ژونده خوشاله دی. د عزت ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • اصغر اقبال وايي د موسیقۍ زده کړې لپاره یې خورا محنت کړی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اصغر اقبال دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی کورمه دی، خو دی په پېښور کې زېږېدلی او هم هلته يې له بېلا بېلو استادانو موسيقي زده کړې ده. اقبال وايي، خورا زيات محنت يې کړی چې په وینا یې، ثمر يې ترلاسه کړی او په پښتو موسيقۍ کې يې نوم ګټلی دی. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min
  • زريالی صمدي وايي پېښور يې دويم کور او ژوند يې پکې ښه دی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی زريالی صمدي دی. نوموړی د ننګرهار د يوې هنري کورنۍ دی. صمدي او کورنۍ يې له تېرو شاوخوا دوه کلونو راهيسې په پېښور کې اوسي او هم هلته خپل هنري کارونه مخ ته وړي. صمدي وايي، د کډوالۍ د لومړيو وختونو په پرتله يې دا مهال په پېښور کې ژوند ارامه دی. په خپرونه کې د زريالي صمدي دا خبرې او ځينې نوې سندرې يې اورېدای شئ.
    53 min
  • ملنګ زين الله جان وايي چترالی سيتار يې بېرته ژوندی کړی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی چترالی سيتار غږوونکی زين الله جان ملنګ دی. نوموړی وايي ۱۲ کلن وو چې سيتارغږول يې پيل کړل او وروسته يې له استادانو رسمي زده کړې وکړې. د ملنګ په خبره، د پاکستان راډيو او ټيلېوېژن د موسيقۍ پروګرانو سربېره يې په ګڼو پښتو فلمي سندرو کې هم سيتار غږولی دی. ملنګ زياتوي چې يوشمېر هېوادونو ته يې هنري سفرونه کړي دي او د پښتنو دا روايتي ساز يې نړيوالو ته ورپېژندلی دی. د ملنګ زين الله جان دا خبرې او د چترالي سيتار ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min
  • حيات افغان وايي د خپل هنر لپاره پېښور ته کډه شوی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی حيات افغان دی. موده کېږي چې نوموړی له کابله پېښور ته کډه شوی او هلته يې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی دی. افغان وايي دی او کورنۍ يې په پېښور کې خوندي دي، حکومت کارډونه ورکړي چې هر کال يې تمديدوي. نوموړی زياتوي چې د هنر موخه يې پښتنو ته له وطن سره د مينې پيغام ورکول دي. د حيات افغان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • رباب غږوونکي ماسټر اظهار له ۸ استادانو زده کړه کړې
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د ملاکنډ د تاڼې کلي يو پېژندلی رباب غږوونکی ماسټر اظهار دی. نوموړی وايي زده کړه يې له بېلا بېلو استادانو کړې او د خپل محنت په مټ بريالی شوی چې په پښتو رباب کې کلاسيکي رنګ جوت کړي. اظهار زياتوي چې په رباب کې يې يو تار اضافه کړی چې په خبره يې، دې کار يې هنر نور هم غښتلی کړی دی. د ماسټر اظهار خبرې او ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    51 min
  • اسحاق خان وايي مساپرۍ يې هنر زيانمن کړی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسحاق خان دی. نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولايت دی، خو يوه موده يې په پېښور کې ژوند کړی او له تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو راهيسې د چېک جمهوريت په پلازمېنه پراګ کې اوسېږي. خان د مشال راډيو په مرکزي دفتر کې د تخنيک په برخه کې د کار ترڅنګ وخت په وخت نوې سندرې هم خپروي. خو دی په خپګان وايي چې مساپرۍ يې د سندرو جوړولو امکانات ورته کم کړي دي. د اسحاق خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    55 min

About ۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

From the publisher's feed

دا د مشال راډیو د ۱۴ ساعته راډیويي خپرونو پاڼه ده. دلته تاسې ټولې تازه او پخوانۍ ۱۴ ساعته ګړۍ اورېدای شئ.