۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

By مشال راډیوNews
Download on the App Store

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې episodes

  • زياد خان وايي سندره بايد تر خپرواي مخکې راجسټر شي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی وايلن غږوونکی او د موسيقۍ ثبتوونکی زياد خان دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د نوښار د يوې هنري کورنۍ دی، خو له تېرې څه مودې راهيسې په پېښور کې اوسي او هلته اډيو سټوډيو لري. د زياد خان په وينا، دی دا مهال په خيبر پښتونخوا کې یوازینی وايلن غږوونکی دی. نوموړي په خپله سټوډيو کې ګڼو پښتنو سندرغاړو ته سندرې جوړې او په موسيقۍ کې يې نوې تجربې کړې دي. خان وايي چې د سندرغاړو د سندرو د راجسټرولو کاروبار هم کوي. د زياد خان د هنري هلو ځلو په اړه یې خبرې او جوړې کړې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • الماس خان اورکزی غزل ويل محنت طلبه کار بولي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" مېلمه د سيمې يو سندرغاړی الماس خان اورکزی دی. نوموړی وايي، ۳۰ کلونه کېږي چې کورنۍ يې پېښور ته کډه کړې او د پښتو موسيقۍ په ميدان کې فعاله دی.
    اورکزي يوشمېر غزلونه او ولسي سندرې ويلي دي خو وايي غزل يې زیات خوښ دی. نوموړی وايي، دوه زامن يې هم هنرمندان دي او ورسره يوځای موسيقي کوي. د اورکزي د ژوند او هنر په اړه یې خبرې او ځينې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    49 min
  • اسفنديار مومند وايي د نويو ټپو ویډيو يې پر انټرنېټ خورا زياته مشهوره شوې
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. نوموړي په وروستيو کې د سيمې له يوې سندرغاړې ثنا ګل سره د ویلو غبرګو ټپو ویډیو پر خپل رسمي یوټیوب چینل خپره کړه چې په دوو اونیو ۲.۵ مېلیونه ځلې ولیدل شوه. مومند دا يوه لويه لاس ته راوړنه بولي او وايي چې ده ته يې د لا ښو سندرو جوړولو روحيه بخښلې. دی زياتوي، کوښښ يې دی چې اسان فهمه شعرونه د سيمې له روايتي سازونو سره ووايي. د نوموړي دا خبرې او د مشهورو شويو ټپو ترڅنګ ځينې نورې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min
  • نصيب ګل وايي قوالي انسان ته ذهني سکون وربښي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی نصيب ګل دی. نوموړی پېښور ته نيږدې د ماشو خېلو کلي د يوې هنري کورنۍ غړی دی. نصيب ګل وايي، ماشوم وو چې پلار يې مړ شو او دی اړ شو چې د کورنۍ د کفالت لپاره سندرې ووايي. دی زياتوي، موسيقي يې له څلورو بېلا بېلو استادانو زده کړې. د ده په خبره، د حجرو په محفلونو کې سندرې وايي او ترڅنګ يې د پېښور په ډبګرۍ کې د عبدالستار شاه باچا په دربار کې قوالي هم کوي. د نصيب ګل دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • عمران سواتی وايي"پاک - افغان دوستي" سندره به ژر خپره کړي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی عمران سواتی دی. نوموړی د سوات د مینګورې دی، خو د خپلو هنري کارونو لپاره په پېښور کې اوسي. دی وايي، د موسيقۍ زده کړې يې له بېلا بېلو استادانو کړي. د ده په خبره، له يوشمېر ښځينه سندرغاړو سره یې ویلې غبرګې سندرې د خلکو زياتې خوښې شوې دي. سواتی زياتوي، د افغانستان او پاکستان د وګړو ترمينځ یې د دوستۍ په موخه يوه سندره جوړه کړې، چې ژر به يې خپره کړي. د عمران سواتي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • نياز خان وايي د "پټيالې کورنۍ" له استادانو موسيقي زده کوي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو سندرغاړی نياز خان دی. نوموړی وايي، له هندي کلاسيکي موسيقۍ سره خپلې مينې اړ کړ چې په لاهور کې د موسيقۍ د يوې مشهورې کورنۍ “پټياله ګهرانه” شاګرد شي. نياز خان زياتوي، د موسيقۍ د زده کړې لپاره مسلسل محنت شرط دی. نوموړی پر پښتنو غږ کوي چې د خپلو هنرمندانو قدر وکړي. د نياز خان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    57 min
  • سيد ماهي شاه وايي لومړۍ سندره يې له کورنۍ په پټه ويلې وه
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د کرک ضلعې يو ځوان سندرغاړی سيد ماهي شاه دی. نوموړی په انګليسي ادبياتو کې ماسټري لري او له تېرو څو کلونو راهيسې په پېښور پوهنتون کې استاد دی. شاه هنر ته هم وخت ورکړی او وخت په وخت پښتو سندرې خپروي. دی وايي، کورنۍ ورته په دې شرط د موسيقۍ کولو اجازه ورکړه چې خپل تعليم به پوره کوي او معياري شعر به وايي. نوموړی زياتوي، تعليم يافته پښتانه ځوانان د موسيقۍ ميدان ته راتلل غواړي خو د زدکړې موقعې ورته برابرې نه دي. د سيد ماهي شاه دا خبرې اوځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • ذيشان جنت ګل وايي په ۸ کلنۍ کې يې سندرې ويل پيل کړي ول
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی ذيشان جنت ګل دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او وايي په اته کلنۍ کې یې له خپل پلار سره پر سټېج سندرې ويل پيل کړي ول. ۲۴ کلن جنت ګل زياتوي چې په پېښور کې خپله اډيو سټوډيو لري او ترڅنګ يې د پښتو موسيقۍ د پرلیکه یا انلاین خپراوي کاروبار هم کوي. د نوموړي د هنري کارونو په اړه یې خبرې او ځينې سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • ناصر رېشم وايي معذورۍ يې د هنر مخه نه ده نيولې
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات د خوازه خېلې يو ځوان سندرغاړی ناصر رېشم دی. نوموړي د يوشمېر غزلونو ترڅنګ په بېلا بېلو اندازونو ټپې هم ويلې دي. رېشم وايي په ماشوموالي کې ګوزڼ وهلی وو چې له وجې يې په ښۍ پښه معذوره شو خو زیاتوي چې پر هغې سربېره یې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړی دی. د ناصر رېشم خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    51 min
  • عادل يار خان وايي د هنر هدف يې د پښتو خدمت ترڅنګ شهرت ګټل دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان سندرغاړی عادل يار خان دی. نوموړی د سندرو ويلو ترڅنګ د پېښور په ګلبهار کې د وېښتو جوړولو يو دوکان (سالون) هم لري. دی وايي، ۱۰ کاله وشول چې د پښتو موسيقۍ ميدان ته وروتلی او تر اوسه يې ۳۵ سندرې خپرې کړې دي. عادل يار خان زياتوي چې په پښتو غزل ويلو کې نوم ګټل غواړي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min

About ۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

From the publisher's feed

دا د مشال راډیو د ۱۴ ساعته راډیويي خپرونو پاڼه ده. دلته تاسې ټولې تازه او پخوانۍ ۱۴ ساعته ګړۍ اورېدای شئ.