۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

By مشال راډیوNews
Download on the App Store

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې episodes

  • "د ګيله من د شعر ماخذ د ولس درد وو"
    د دې اوونۍ "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونه مو د ګيله من وزير د ژوند هنري اړخ ته ځانګړې کړې ده. هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال مخکښ او پېژندلی شاعر وو. پر نوموړي د جولای پر اوومه په اسلام اباد کې حمله وشوه او په سخت ټپي حالت کې د هغه ښار په پېمز روغتون کې بستر شو خو نوموړی د جولای پر ۱۱مه ومړ. د نوموړي پر مړينه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه او پلويانو ترڅنګ د سيمې سياسي او قومي مشرانو او مدني فعالانو خپګان وښود. په خپرونه کې د ګيله من وزير د شعر، له موسيقۍ سره يې د مينې او د ولسي محبوبيت د لاملونو په اړه د سيمې د پېژندليو سندرغاړو او شاعرانو خبرې اورېدای شئ.
    53 min
  • ګوهر جان وايي د صوابۍ ګڼ ځوانان د موسيقۍ زده کړو ته لېواله دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ يو پېژندلی سندرغاړی ګوهر جان دی. نوموړی د مانېرۍ کلي دی او د سندرې ويلو ترڅنګ شعر هم ليکي. ګوهر جان وايي، موسيقۍ يې له بېلا بېلو استادانو زده کړې. د ده په خبره، د صوابۍ ګڼ ځوانان غواړي چې سندره ويل او يا هم کوم ساز غږول زده کړي. دی دعوه کوي چې د پښتو ځینو موسيقارانو یې کمپوزونه غلا کړي دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    55 min
  • مينه ګل وايي د خپلو سندرو شعر او موسيقۍ ته خاص پام کوي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې وايي د سندرو پيل يې په ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان ټېلېويژن له اسلام اباد څانګې څخه کړی دی. د دې په خبره، اول به يې اردو او سرايکي سندرې ويلې خو وروسته يې د ځينو پښتنو هنرمندانو په مشوره پښتو سندرو ويلو ته مخه کړه. مينه ګل خوشاله ده چې پښتنو يې يوشمېر سندرې خوښې کړې دي. د نوموړې دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • يمي خان وايي د ده د سټوډيو ګڼې پښتو سندرې مشهورې شوې دي
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان هنرمند يمي خان دی. نوموړی په هم هغه ښار کې د "يمي سټوډيو" په نوم د موسيقۍ د ثبت يو ځای لري چې د ده په خبره، د پښتو تقريباً ټولو پېژندليو سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. يمي خان زياتوي، اوسمهال موسيقي ډېجېټل یا کمپیوټري شوې خو ده کوښښ کړی دی چې په پښتو سندرو کې د سيمې روايتي سازونه وکاروي. نوموړی خپله هم کله نا کله سندره وايي او د ټولنيزو شبکو له لارې يې خلکو ته رسوي. په خپرونه کې د يمي خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.
    53 min
  • اعجاز سرحدي: سارينده د خيبر د تيرا ايجاد دی
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېښور مېشتی سارينده غږوونکی، اعجاز سرحدي دی. نوموړی په سيمه کې د ساريندې يوازينی غږوونکی دی. سرحدي د ساريندې د نوميالي استاد منير سرحدي زوی دی. اعجاز سرحدي وايي، تر پلار مخکې يې نيکه هم سارينده غږولې وه چې د ده په خبره، رېکارډونه يې په “ال انډيا راډيو” کې شته. سرحدي دعوه لري چې سارينده ډېر کلونه پخوا د خيبر د تيرا هنرمندانو ايجاد کړې وه. د نوموړي دا خبرې او غږولې ځينې نغمې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    51 min
  • امتياز حسين وايي د پاړه چينار په ميوزک اکاډمۍ کې ۲۳ شاګردان لري
    د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د کورمې يو ځوان او تعليم يافته هنرمند امتياز حسين دی. نوموړی الېکټريکل انجينير دی خو وايي له موسيقۍ سره يې شوق دی او په هم هغه ميدان کې نوم ګټل غواړي. حسين له ۲۰۱۸ز کال راهيسې په پاړه چينار کې يوه ميوزک اکاډمي لري چې د ده په خبره، دا مهال پکې د سيمې ۲۳ ځوانان موسيقي زده کوي. نوموړی د پنجاب په مرکز لاهور کې د موسيقۍ زده کړې کوي او غواړي چې په هغه ښار کې هم د رباب د زده کړې يو مرکز پرانېزي. د حسين د هنري کارونو په اړه يې خبرې او غږولې ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • رفيع حنيف وايي د کابل سقوط تر بل هر چا زيات افغان هنرمندان ځپلي دي
    د دې اونۍ د “هارون باچا هنري ګړۍ” خپرونې مېلمه په پېښور کې مېشت يو افغان کډوال سندرغاړی رفيع حنيف دی. دی وايي، د ۲۰۲۱ز د اګست له ۱۵مې سمدستي وروسته، چې کابل د افغان طالبانو لاسو ته ولوېد، د ده په شمول ګڼ افغان هنرمندان افغانستان پرېښودو ته اړ شول. حنيف زياتوي، په پېښور کې کار روزګار نه لري او ژوند يې سخت دی. د نوموړي په خبره، په دې لټه کې دی چې کوم غربي هېواد ته ولاړ شي او خپل ژوند له نوي سره پيل کړي. د رفيع حنيف دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • اياز خان وايي د خپلو سندرو له وجې د سوات پر خلکو ډېر ګران دی
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د سوات يو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اياز خان دی. نوموړي يوشمېر غزلونه، سندرې او ټپې ويلې دي. دی په سيمه کې ولسي پروګرامونو ته هم ځي او وخت په وخت نوې سندرې خپروي. اياز خان وايي، د سوات ولس د يو سندرغاړي په توګه منلی دی او ډېره مينه يې ورکړې ده. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    56 min
  • د اپریل ۲۷مې نېټې خپرونه
    د مشال په نوم خپرونه کې د اوریدونکو غږیزو پیغامونو ته ځواب وایو. په دې خپرونه کې د مشال اوریدونکي زموږ د پروګرامونو په اړه تبصري کوي، شاعري رالېږي او په روانو چارو تبصرې کوي. که تاسو هم پیغام ثبتول غواړئ نو د مشال راډیو په دې وټس اپ شمېره ( 00420773647496 ) غږیز/اډيو پیغام ریکارډ کړئ.
    52 min
  • زر محمد زرو وايي ۴۸ پښتو فلمونو ته يې موسيقي جوړه کړې ده
    د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی هارمونيیم غږوونکی او موسيقار زر محمد زرو دی. نوموړي ګڼو پښتنو سندرغاړو او داراز پښتو فلمونو ته سندرې جوړې کړې دي. دی البته له پښتنو فلمسازانو ګيله من دی چې د سندرو د ویډيو کولو په برخه کې پښتني او اخلاقي ارزښتونه په پام کې نه نيسي. د زر محمد زرو خبرې او جوړې کړې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    55 min

About ۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

From the publisher's feed

دا د مشال راډیو د ۱۴ ساعته راډیويي خپرونو پاڼه ده. دلته تاسې ټولې تازه او پخوانۍ ۱۴ ساعته ګړۍ اورېدای شئ.