۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

By مشال راډیوNews
Download on the App Store

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې episodes

  • د ډېسېمبر ۳۰مې نېټې خپرونه
    د مشال راډیو د اوریدونکو له پیغامونو جوړه خپرونه چې پکې هغوی خپل یا د نورو شعرونه په خپله لولي او د مشال راډیو همکار ورته ځوابونه ورکوي. که تاسو هم په دې پروګرام کې ګډون کول غواړئ نو د مشال راډیو په دې وټس اپ شمېره ( 00420773647496 ) پیغام ثبت کړئ:
    54 min
  • اصف علي ريحان وايي ژر نوې سندرې خپروي
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی هارمونيم غږوونکی او سندرغاړی اصف علي ريحان دی. نوموړی د پېښور د يوې هنري کورنۍ دی او وايي چې موسيقي يې له يوشمېر استادانو زده کړې ده. د ريحان په خبره، د هنر پيل يې له سندرغاړو سره له هارمونيم غږونې کړی وو، خو په ۲۰۱۰ ز کې يې د ځينو ملګرو په غوښتنه خپله سندرې ويل پيل کړل. دی وايي، دا مهال د يوه نوي البم پر جوړولو بوخت دی او زياتوي چې ژر به يې خپور کړي. د اصف علي ريحان دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    55 min
  • استاد امانت وايي په ۶ ژبو سندره ويلی شي او ۲۱ سازونه غږوي
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه په پېښور کې د موسيقۍ يو استاد امانت شفقت عليخان دی. دی د موسيقۍ په "ګواليار" کورنۍ پورې تړاو لري او وايي چې وروڼه او د کورنۍ ټول ځوانان يې موسيقي کوي. د ده په خبره، د پښتو او اردو پشمول په شپږو ژبو کې سندره ويلی شي او ۲۱ سازونه غږوي. استاد امانت وايي چې د شاګردانو شمېر يې شاوخوا ۳۰۰ دی، چې له ده سندره ويل او د بېلابېلو سازونو غږول زده کوي. د نوموړي د ژوند او هنر په اړه بشپړه خپرونه واورئ چې پکې نغمې هم لرو.
    53 min
  • د ډېسېمبر ۱۶مې خپرونه
    دا اوونۍ مو هم د مشال راډیو ښکلي اډیو/غږیز پیغامونه په مینه ترلاسه کړې دي. په دغو پیغامونو کې ښایسته شاعري، زرینې خبرې او خاطرې اورېدلی شئ. که تاسو هم په دې پروګرام کې ګډون کول غواړئ نو د مشال راډیو په دې وټس اپ شمېره ( 00420773647496 ) پیغام ثبت کړئ، د مشال همکار به ځواب درکړي.
    54 min
  • د ډېسېمبر نهمې نېټې خپرونه
    د مشال په نوم تفریحي خپرونه کې اوریدونکي غږیز پیغامونه رالېږي چې د مشال همکار ورته ځواب وايي. که تاسو هم په دې خپرونه کې ګډون کول غواړئ نو په دې وټس اپ شمېره پیغام ثبت کړئ:
    00420773647496
    54 min
  • د نومبر ۲۵مې نېټې خپرونه
    د مشال په نوم خپرونه کې موږ د اوریدونکو غږیز پیغامونه خپروو او ځواب ورته وایو. که په دې خپرونه کې ګډون کول غواړئ نو په دې وټس اپ شمېره راته غږیزه پیغام پرېږدئ:
    00420773647496
    د پیغام ثبتتونکي مشین لمبر مو دی: 00420221124121
    53 min
  • د مشال په نوم ډېسېمبر درېیمې نېټې خپرونه
    د مشال په نوم اوونیزه خپرونه کې موږ د اوریدونکیو، غږیزه پیغامونه ځوابوو. په دې خپرونه کې هره اوونۍ مونږ تاسو لپاره د زمزمو سیالۍ یوه لړۍ هم پیل کړې ده. په دې یو ساعته خپرونه کې د اوریدونکو شعرونه، زمزمې، خاطرې، کیسې او زرینې خبرې خپروو. که تاسو هم غواړئ چې ورکې ګډون وکړئ نو په دې وټس اپ شمېره یې کولی شئ:
    00420773647496
    54 min
  • د اکتوبر ۱۰مې نېټې خپرونه
    د مشال په نوم خپرونه ستاسو له غږیرو پیغامونو نه جوړېږي. تاسو په روانو چارو تبصرې، خپلې خبرې، خاطرې، شعرونه، زمزمې او نور مطالب رالېږلی شئ، د مشال همکاران ستاسو پوښتنو او پیغامونو ته ځوابونه درکوي. دا خپرونه د خالي پر ورځ په څلورو او د دوشنبې په ورځ په یوه بجه خپرېږي.
    51 min
  • د اکتوبر درېیمې نېټې خپرونه
    د مشال په نوم خپرونه د اوریدونکیو له پیغامونو او د مشال د همکار له ځوابونو جوړه ده. په دې خپرونه کې اوریدونکي په روانو چارو تبصرې کوي، شعرونه لولي، زمزمې کوي او خپلې خاطرې راسره شریکوي. دا خپرونه د هرې خالي په ورځ په څلورو او د هرې دوشنبې په ورځ په یوه بجه خپرېږي.
    53 min
  • د جون ۱۸مې نېټې خپرونه
    په دې خپرونه کې د اوریدونکو غږیر پیغامونه خپروو او ځوابونه ورته وایو. تاسو هم کولی شئ د وټس اپ شمېرې له لارې لنډ غږیز پیغام راته پرېږدئ. خپلې خاطرې، کیسې او شعرونه راسره شریک کړئ. زموږ د وټس اپ شمېره ده: 00420773647496
    54 min

About ۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

From the publisher's feed

دا د مشال راډیو د ۱۴ ساعته راډیويي خپرونو پاڼه ده. دلته تاسې ټولې تازه او پخوانۍ ۱۴ ساعته ګړۍ اورېدای شئ.