۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

By مشال راډیوNews
Download on the App Store

۱۴ ساعته راډیويي خپرونې episodes

  • اجمل عزيز وايي سندره يې ځکه نه راځي چې د ثبت پيسې يې نه لري
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی اجمل عزيز دی. نوموړی د يوې هنري کورنۍ دی او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي. عزيز وايي، د اسلام اباد په مېوې منډۍ کې خپل وړوکی کاروبار هم لري. نوموړی البته زياتوي چې د يوې سندرې ثبت زرګونه روپۍ غواړي او همدا وجه ده چې سندرې يې په ځنډ راځي. د اجمل عزيز دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • سردار يوسفزی وايي د روزګار غم يې هنر ته نه پرېږدي
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو پېژندلی سندرغاړی سردار يوسفزی دی. نوموړي ګڼې سندرې ويلي چې د کېسټونو او انټرنېټي ويډيګانو له لارې خلکو ته رسېدلې دي. د يوسفزي ځينې سندرې مشهورې شوې هم دي. خو نوموړی وايي چې له تېرې څه مودې راهيسې يې د روزګار غمونه سېوا او هنري کارونه ټکڼي شوي دي. د سردار يوسفزي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    52 min
  • ډاکټر عرفان خليل وايي د پېښور ډېری هنرمندان مرستو ته اړتيا لري
    د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی ډاکټر عرفان خليل دی. نوموړی هوميوپیتېک ډاکټر دی او وايي چې د سندرو پيل يې په ۱۹۹۲ز کال کې د پاکستان ټېلېويژن له پېښور څانګې څخه کړی دی. خليل د يوشمېر کیسټونو خپرولو ترڅنګ د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ويلې دي. د نوموړي په خبره، په پېښور او شاوخوا کې د نعت ويلو لپاره هم شهرت لري. خليل د هنرمندانو د خيرښېګڼې لپاره د کارکوونکې يوې ټولنې فعاله غړی هم دی. په خپرونه کې د ډاکټر عرفان خليل د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او د ځينو سندرو ترڅنګ يې يو نعت هم اورېدای شئ.
    53 min
  • صادق اپرېدی وايي کورنۍ کې يوشمېر ځوان هنرمندان لري
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو پېژندلی سندرغاړی صادق اپرېدی دی. د نوموړي پلرنی ټاټوبی د خيبر ضلعې تيرا سيمه ده خو دی له خپلې کورنۍ سره يو ځای شاوخوا ۲۰ کاله پخوا پېښور ته کډه شوی دی. اپرېدی وايي، د کورنۍ مشرانو يې په پښتو موسيقۍ کې نوم ګټلی او اوسمهال یې يوشمېر نور خپلوان هم د موسيقۍ په ميدان کې فعاله دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • وحيد حيدر وايي غزل ويل زيات محنت غواړي
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د اورکزيو يو پېژندلی سندرغاړی وحيد حيدر دی. نوموړی په پېښور کۍ اوسي او يوشمېر سندرې يې خپرې کړې دي. حيدر د يوې هنري کورنۍ دی، پلار او ترونو يې هم موسيقي کړې ده او نوم يې ګټلی دی. دی وايي، غزل يې زيات خوښېږي او په ښه توګه يې د ويلو هڅه کوي. د حيدر د هنر په اړه يې خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • سني اتل يوسفزی وايي کورنۍ يې د هنري هلو ځلو ملاتړې ده
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه ځوان سندرغاړی سني اتل يوسفزی دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مردان دی او د خپلو زده کړو ترڅنګ يې رباب غږول او سندره ويل زده کړي دي. يوسفزی وايي، زياته توجه يې سندرې ته ده او غواړي سندرغاړی شي. د نوموړي خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • بلال خان بلال وايي "اهنګ کده" کې خلک د رباب تر څنګ ګېټار هم زده کوي
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د ملاکنډ يو ځوان او تعليم يافته رباب غږوونکی بلال خان بلال دی. نوموړی په اسلام اباد کې د "اهنګ کده" په نوم د موسيقۍ، په تېره د رباب د زده کړې يو مرکز چلوي. ده او ملګرو يې د جنورۍ پر ۱۹مه د هغې مرکز شپږمه کليزه ولمانځله. بلال خوښ دی چې په تېرو کلونو کې يې يوشمېر شاګردان روزلي او مرکز يې اوس د پخوا پرتله زيات فعاله دی. د بلال خان بلال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min
  • اصف کمال وايي د سندرې ويلو لپاره له استاده زدکړه ضروري ده
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د چارسدې يو پېژندلی سندرغاړی اصف کمال دی. نوموړی د غزل ترڅنګ ټپه او چاربېته هم وايي. د کمال په خبره، موسيقي يې له استادانو زده کړې او خوښ دی چې په غږ يې يوشمېر سندرې مشهورې شوې دي. نوموړی پر ځوانو سندرغاړو غږ کوي چې موسيقي زده او د خپلو سندرو لپاره ښه شعرونه انتخاب کړي. د اصف کمال دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    53 min
  • اصف حسين وايي ګڼو سندرغاړو ته يې سندرې جوړې کړې دي
    د دې اوونۍ د هارون باچا هنري ګړۍ خپرونې مېلمه د پېښور يو نوميالی هنرمند اصف حسين دی. نوموړی سندرغاړی، د موسيقۍ استاد او ترتیبوونکی دی. دی د يوې هنري کورنۍ دی او وايي چې مشران يې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند له راجستانه پاکستان ته کډه شوي ول. نوموړی زياتوي، تقريباً ټولو پښتنو سندرغاړو ته يې سندرې جوړې کړې دي چې په وينا يې، ګڼې مشهورې شوې هم دي. په خپرونه کې د اصف حسين د ژوند او هنر په اړه غږېدلي یو او د ده جوړې کړې سندرې هم درخپروو.
    52 min
  • راجا استاد وايي د پښتنو حجرې يې په ټپو او چاربیتو ګرمې ساتلي
    د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه پېژندلی سندرغاړی راج محمد دی. نوموړی د خيبر پښتونخوا د مانسهرې ضلعې دی او په "راجا استاد" مشهور دی. دی وايي، شاوخوا ۳۵ کاله يې پښتنو ته په حجرو کې ټپې او چاربیتې ويلي. د ده په خبره، کار يې سخت ځکه وو چې ټوله شپه به يې هارمونيم يا باجه په غاړه وه او په ولاړه به یې سندرې ويلې. راجا استاد پر ځوانو سندرغاړو غږ کوي چې د پښتو اصيله موسيقي له پامه و نه غورځوي. د نوموړي خبرې او ځينې ټپې او غزلونه يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
    54 min

About ۱۴ ساعته راډیويي خپرونې

From the publisher's feed

دا د مشال راډیو د ۱۴ ساعته راډیويي خپرونو پاڼه ده. دلته تاسې ټولې تازه او پخوانۍ ۱۴ ساعته ګړۍ اورېدای شئ.