Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ا... more
FAQs about بلوچستان:How many episodes does بلوچستان have?The podcast currently has 121 episodes available.
October 09, 2019د بلوچستان تعلیم څانګه کې د نورو صوبو څلور زره کسان ګومارل شوي: اپوزېشنپه بلوچستان اسمبلۍ کې مخالف ګوندونه پر صوبايي حکومت تور پورې کوي چې د تعلیم په څانګه کې یې د نورو صوبو تر څلور زرو زیات کسان پر دندو ګومارلي دي. د دوی په وینا چې د صږبې خپل تعلیمیافته ځوانان بې روزګاره دي او د نورو صوبو خلک دته پر نوکریو لګول کېږي. له کوټې د ایوب ترین راپور...more3minPlay
July 22, 2019بلوچستان: ۵ لاکه ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکول کېږيپه بلوچستان کې د روانې جولای میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ د ځینو پېښو د راجوتېدو پس سر له ننه د صوبې به شپږو لسوالیو کې به تر یوې اونۍ پورې پنځو لاکو ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. له کوټې څخه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین یې راپور راکوي....more2minPlay
July 11, 2019بلوچستان کې اپوزیشن ګوندونه د جولای پر ۲۵مه توره ورځ لمانځيد پاکستان اپوزيشن ګوندونو فيصله کړې وه چې د جولايي ۲۵ مه نېټه به د تورې ورځې په توګه لمانځي. تېرکال هم په ۲۵ مه جولايي په پاکستان کې عام انتخابات شوي وو چې په نتيجه کې يې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف زياتې چوکۍ ګټلې وې او حکومت يې جوړ کړی وو. اپوزيشن ګوندونه په ټاکنو کې د داندلۍ تور پورې کوي خو انتخاباتي کمېشن دا الزامونه ردوي. د اپوزيشن د فیصلې په رڼا کې پرون په کوټه کې د مختلفو ګوندونو مشرانو ګډه غونډه وکړه او په ۲۵ مه جولايي يې د تورې ورځې د لمانځلو د تياريانو جاج واخیست.په دې اړه له کوټې د ايوب ترين رپورټ اورو...more3minPlay
July 04, 2019افغان امن خبرې دې په افغانستان کې دننه وشي: اصغر اڅکزید عوامي نېشل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي د افغان سولې مذاکرات په افغانستان کې دننه د کولو غوښتنه کړې ده. نوموړي په کوټه کې د اې اېن پي یوې غونډې ته په وینا کې د خپلو ګوندي غړیو هدفي وژنه هم وغندله. له کوټې د ايوب ترين رپورټ....more3minPlay
June 03, 2019د بلوچستان وکیلان د قاضي فایز عیسا په ملاتړ کې پر هړتالد بلوچستان وکیلانو ګڼو ټولنو په دوشنبه د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې له عدالتونو شلون وکړ او له خواشینۍ (په احتجاج کې) مقدمو اورېدو پرمهال ججانو ته نشول وړاندې. د ودوی له هړتاله عدالتي کاروایانې په ټپه ولاړې دي. دوی دا احتجاج د پاکستاني صدر عارف علوي له لوري سپریم کورټ ته د جسټس قاضی فایز عیسا پرضد د هغه سپارښتنې پروړاندې کوي. د دوی په وینا د حکومت اوسنی عمل د ازادې عدلیې پرضد یو سازش دی. له کوټې د ایوب ترین رپوټ...more2minPlay
April 15, 2019'پاکستان سرکار دې هزاره ولس وژغوري'د کوټي په هزارګنجۍ کې تېره جمعه د اپرېل پر ۱۲مه د ترسره شوي ځانمر ګي برید چې تر ۲۰ ډېر کسان یې وژلي او ګڼ یې ژوبل کړي ول پرضد یې په یاد ښار کې هزاره ولس نن پر څلورمه ورځ هم پرلت وهلی دی. پرلتوال په کوټه کې د امنیت لپاره د ځانګړيو ګامونو او د هزاره ولس ته د خوندیتوب ورکولو غوښتنه کوي. د مشال راډیو همکار ایوب ترین راپور...more3minPlay
April 05, 2019بلوچستان: پر ډاکټرانو د تشدد او د دوایانو کمي خلاف په هسپتالونو کې کاربندیزد بلوچستان په ډېری روغتونونو کې د دارو درملو د نشتوالي او پر ډاکټرانو د تشدد پرضد د جمعې په ورځ د کوټي په ګډون د صوبې په زیاترو سرکاري روغتونونو کې کاربندیز دی. له کوټې د ایوب ترین راپور...more3minPlay
March 28, 2019د لېویزوالو د وژنې پرضد سنځاوۍ ښارګوټي کې پرلت دوام لريد بلوچستان په سنځاوۍ کې د ناڅرګند وسله والو له لوري د شپږو لېویزولو د وژنې پرضد پرلت لاهم دوام لري. احتجاجیان غوښتنه کوي چې حکومت دې په پېښه کې ککړو کسان ژر تر ژره ونیسي، د ضلعې لوړرتبه انتظامي چارواکي دې د ناغېړۍ له کبله له دندو لیرې کړي او پېښې د پلټنو لپاره دې یو عدالتي کمېشن جوړ کړي. له کوټې د ایوب ترین راپور...more3minPlay
March 04, 2019د بلوچستان پښتني سیمه کې دوه نوي ډیویژنونه جوړېږيبلوچستان حکومت د دغه صوبې په پښتون مېشتو سیمو کې د دوو نویو ډیژنونو جوړولو تکل لري. صوبايي اعلا وزیر جام کمال خان دا اعلان په چمن ښارګوټي کې تر هغه وروسته وکړ چې نوموړی له ورښتونو او سېلاوونو اغېزمنې سیمېو زیارت، کاڼ مهترزي، پښین او عبدالله کلا د څرخي الوتکې له لارې ولیدلي. هغه وویل چې ډېر ژر به پښین او عبدالله کلا نوی ډیویژن وګرځوي او لورالايي، دوکۍ او موساخېل به بل نوی ډیویژن کړي.ایوب ترین یې راپور راکوي....more3minPlay
February 05, 2019بلوچستان حکومت د ارمان لوڼي د وژنې پېښه پلټيد بلوچستان کورنيو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو ویلی دي چي صوبايي حکومت یې د ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې پلټنه پیل کړې. نوموړی زیاتوي جې په پېښه کې تورن کسان به ونه بخښي. بلخوا عوامي نېشنل ګوند د پېښې پلټنو لپاره د یوې قضايي جرګه ګۍ (جیوډیشل کمیشن غوښتنه کړې ده. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین راپور...more2minPlay
FAQs about بلوچستان:How many episodes does بلوچستان have?The podcast currently has 121 episodes available.