Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ا... more
FAQs about بلوچستان:How many episodes does بلوچستان have?The podcast currently has 121 episodes available.
June 09, 2020له کوټې د ملک نورو برخو ته د سورلۍ ګاډو تګ بیا پیل سود بلوچستان له مرکز کوټې او د صوبې له نورو برخو و کراچۍ، لاهور اسلام آباد او پېښور د سورلۍ ګاډو تګ راتګ چې د کرونا وایرس مخنیوي له امله له تېرو درېو میاشتو راهیسې بند وو بیرته پیل شو.د ایوب ترین راپور...more4minPlay
May 27, 2020له کورونا وایرسه په ژغورنه کې ټولنیز دودونه خنډ ديروغتيا نړيوال سازمان پر خلکو بيا بيا غږ کوي چې له کورونا وایرسه د ځان ژغورنې ښه لار احتیاط کول دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ځینې کسان شکايت کوي چې د احتیاط پرمخ یې لوی خنډ ټولنيز فشار دی. عبدالحي کاکړ په دې رپورټ کې ورته کتنه کړې ده....more11minPlay
May 05, 2020کورونا وبا: بلوچستان حکومت ټولبند تر ۱۹م مې وغځاوهد بلوچستان حکومت د کوټي په ګډون په ټوله صوبه کې د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر ټولبند د روانې مې مياشتې تر ۱۹ مې نېټې وغځاوه. په دوشنبه د کورنيو چارو صوبايي وزارت په اعلامیه کي ویل شوي چې د ټولبند پرمهال به ټولې تعليمي ادارې، کاروباري مرکزونه او مارکیټونه بند وي. خو سوداګر د ټولبند غځول نه مني...more5minPlay
May 04, 2020بلوچستان کورونا وبا: ولس پام نه کويبلوچستان کې هم کورونا وایرس مخ پر خپرېدو دی خو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرېدونکو عکسونو او ویډیوګانې ښکاري چې هلته خلک لا هم هغسې احتیاط نه کوي لکه څنګه چې په کار دی.د بوریوال کاکړ راپور...more5minPlay
April 24, 2020د بلوچستان کسټم خلاف ټول پاکستان کې د ټرکونو مالکانو د پیه جام دړکهپه بلوچستان کي د بار وړونکو ګاډو خاوندانو اتحادیه وايي چې د کسټم او سوداګرو ترمنځ د مالیې پر سر د ستونزې له کبله یې له تېرو دوو میاستو راهسې د کوټې پر کسټم تر څلور سوو زیات ټرکونه درول سوي دي. دوی دړکه کړې که یې د دوی لارۍ زغرده پرېنښولې نو په ټول پاکستان کې به پیه جام هړتال وکړي. د ایوب ترین رابور...more3minPlay
March 31, 2020د تفتان په قرنطینه کې له ایرانه پر ستنېدونکي فدا محمد څه تېر شول؟فدا محمد د کاروبار لپاره ايران ته تللی و خو هلته د کورونا وايرس تر خپرېدو وروسته چې پاکستان ته ستون شو نو چارواکو په تفتان کېمپ کې قرينطين کړ. دا چې پر نوموړي په تفتان کې څه تېر شول؟ احمد شاه اعظمي ورسره خبرې کړې...more13minPlay
February 14, 2020کوټه: د دکۍ پېښې پرضد د کانکیندونکیو مظاهرهد پاکستان د کان کیندونکو فیډریشن په کانونو کې د حفاظتي قوانینو نه عملي کولو پرضد نن د کوټې پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې ده. دا احتجاج پر داسې مهال کیږي چې په پنجشنبه د دکۍ د کویلې په یوه کان کې په یوه پېښه کې څلور کانکیندونکي وژل شوي وو. په وژل شویو کې درې وروڼه ول....more3minPlay
January 02, 2020بلوچستان کې د اوړو بحرانپه بلوچستان کې سوداګرو د اوړو د بحران رامنځ ته کېدو ویره ښوولې ده. په دې صوبه کې د شل کلوګرامه اوړو قيمت تر يوولس سوه روپيو زيات شوی دی. سوداګر تور پورې کوي چې له پنجابه غنم صوبې ته وروړل شوي خو چارواکو په ګودامونو کې ساتلي دي. صوبايي حکومت ويلي، په دې اړه يې د مرکزي حکومت له اړونده ادارې سره رابطې پيل کړې دي.په دې اړه د ايوب ترين رپورټ اورو...more3minPlay
November 20, 2019کوټه کې د مالدارۍ حکومتي نندارتون وروستۍ ورځ دهد بلوچستان په مرکز کوټه کې د مالدارۍ د ودې لپاره جوړ شوی نندارتون نن چارشنبه پای ته رسېږي. په دغه درې ورځني نندارتون کې د پاکستان په ګډون له افغانستان او ایرانه نه یوازې څاروي راوړل شوي بلکې د چین او اسټرالیا سوداګرو هم په پکې برخه اخيستې ده. له کوټي د مشال راډیو خبریال ايوب ترين راکوي....more3minPlay
November 15, 2019د ازادي مارچ پلویانو د بلوچستان – پنجاب لویه لار تړلې دهپه بلوچستان کې اپوزیشن ګوندونو د حکومت مخالف ازادي مارچ پر دوهم پړاو لاسپورې کړی او مظاهره چیانو په لورلايي کې د کوټې - ډېره غازي خان ترمنځ لوی سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلی دی. د دې په نتیجه کې په سلګونه ګاډي د سړک دواړو غاړو ته درېدلي دي. اپوزېشن وايي تحریک له به دوام ورکوي. بلخوا د بلوچستان حکومت د لارو تړل وغندل. نور حال له کوټې د ایوب ترین په راپور کې...more2minPlay
FAQs about بلوچستان:How many episodes does بلوچستان have?The podcast currently has 121 episodes available.